fbpx

د ټیګونو ارشیف : الخندق

تخار: طالبانو د دشت کلا ولسوالۍ نیولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): تخار کې دشت کلا ولسوالۍ نږدې نیم ساعت وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی ځواکونو د دې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني نن ماسپښين دوه بجې ونیوله. ښاغلي مجاهد پخپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې د دې ولسوالۍ اړوند ټولې پوستې يې نیولې او شاوخوا ۲۰ پولیسو ...

نور ولوله »

روزګان: طالبان وايي چوري ولسوالۍ يې نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، روزګان کې د چوري ولسوالۍ مرکز او شاوخوا اړوند پوستې نیولې دي. طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي د دوی ځواکونو د جوري ولسوالۍ ودانۍ، د استخباراتو اړوند ودانۍ او شاوخوا ۱۷ پوستې نیولې دي. سرچینه زیاتوي د دوی سرتېرو د ولسوالۍ شاوخوا چاڼيز عملیات ...

نور ولوله »

تاریخ تکراریږي

مولوي مراد احمد طالبان هر کال په پسرلي کې خپلو عملیاتو ته، نوی نوم ورکوي. سږ کال یې هم د تېر په څېر خپل عملیات تفأولا، د الخندق په نوم ونومول. د خندق په غزوه کې که څه هم د مسلمانانو د شهیدانو شمیر، د کفارو تر مړو  زیات و. خو اخري فتحه د مسلمانانو په برخه شوه. فتحه خو ...

نور ولوله »

روزګان: خاص روزګان کې ګڼ عسکر وژل شوي، ۱۲ طالبانو ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مېشت ځایونو د طالبانو په بریدونو کې ۲۷ عسکر وژل شوي او ۱۲ طالبانو ژوندي نیولي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې جګړه کې يې ګڼ مهمات او د شپې دروبین هم لاس ته ورغلی دی. د خبرپاڼې له مخې ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزیر : په لسو ولايتونو کې سخته جګړه روانه ده

  نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل):د کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي : د افغانستان په څه باندي لسو ولايتونو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده . د برمک په وينا د افغانستان دولتي ځواکونه اوس مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي. په څه باندي لسو ولايتونو کې د ...

نور ولوله »

تر الخندق عملیاتو وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تر معمولي ځنډ وروسته بالاخره طالبانو نن سهار د الخندق په نوم خپل پسرلني عملیات اعلان کړل. د دې عملیاتو په اعلانولو سره هغه ټولې ارزونې او توقعات هم له منځه ولاړل چې د سولې عالي شورا او د ګډ حکومت نورو ځینې چارواکو لرل چې طالبان د ښاغلی غني د سولې پر وړاندیز په ...

نور ولوله »

طالبانو د «الخندق» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل):طالبانو د تېر په څېر نن سهار يو ځل بيا خپل نوي پسرلني عمليات اعلان او پيل کړل. د طالبانو له لوري نشر شوې اعلاميه پسرلني عمليات (الخندق ) بولي او زیاتوي چې د يادو عملیاتو ((لومړنی هدف به امریکایان او د هغوی استخباراتي ايجنټان وي او د دوهم هدف په حیث به د ...

نور ولوله »