د ټیګونو ارشیف : الوتکه غورځېدل

د دوه پرلپسې پيښو وروسته هوايي شرکتونو د بوینګ ۳۷۳ الوتکو پروازونه لغوه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د افریقايي هیواد ایتوپيا ملي هوايي شرکت یوه الوتکه هغه مهال وغورځېده کله چې د ادیس ابابا د هوايي ډګر څخه پورته شوه او یوازي ۶ دقیقې یې پرواز وکړ. په پيښه کې ۱۵۷ مسافر او عمله ووژل شول. دغه الوتکه د امریکايي شرکت «بوینګ» له لوري جوړه شوې، ماډل نمبر ...

نور ولوله »

عاجل: د ایتوپين ایرلاینز مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د افریقايي هیواد ایتوپیا ملي هوايي شرکت «ایتوپین ایرلاینز» یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې چې له امله یې د ټولو سپرلیو د وژل کیدو اندېښنه ده. د ایتوپيا لومړي وزیر پر خپل ټویټر د الوتکي د لوېدو خبر ورکړی او ورسره یې د قرباني شویو مسافرو کورنیو ته تعزیت ویلی دی. The Office of ...

نور ولوله »

امریکا: د الوتکې غورځېدو په پيښه کې ۵ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوې الوتکې غورځېدو په پيښه کې ۵ تنه وژل شوي دي. په فلوریډا ایالت کې د بالم بیچ په نامه سیمې څخه د پولیسو یوه قومندان رسنیو ته ویلي چې نن د شنبې په ورځ یوه الوتکه په سمندر کې وغورځېده چې له امله د الوتکې ټوله ...

نور ولوله »

سویس: د الوتکې غورځېدو په پيښه کې ۲۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): په اروپايي هیواد سویس کې د سیلانیانو د یوې الوتکې د غورځېدو له امله ۲۰ تنه وژل شوي. د راپورونو سره سم الوتکه د دوهمي نړیوالې جګړې د وخت وه، چې د سویس هیواد د ښکلو منظرو څخه د لیدنې لپاره کارېده. الوتکه د سیګناس په غرونو کې غورځېدلې، چې له امله یې یاده ...

نور ولوله »

یوه امریکايي بار وړونکې عسکري الوتکه غورځېدلې / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د امریکا په جورجیا ایالت کې یوه امریکايي بار وړونکې عسکري الوتکه غورځېدلې او پنځه کسان په کښي وژل شوي دي. پېښه د امریکا په جنوب کې د جورجیا ایالت د یوه هوايي ډګر سره نیژدې را منځته شوې. د جورجیا ایالت ملي ګارډ ویاندي رسنیو ته وویل: پنځه کسان په دغه پېښه ...

نور ولوله »

د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۲۵۷ پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۷ل): نن د چهارشنبې په ورځ په الجزایر هیواد کې یوه پوځي الوتکه تر پرواز لږ ګړی وروسته ولوېده چې له امله یې د دولتي رسنیو په وینا ۲۵۷ تنه عسکر او د الوتکې عمله وژل شوي دي. پيښه د پلازمینې جنوب ته په دیرش کیلومترۍ کې هغه مهال را منځته شوه کله چې الوتکه ...

نور ولوله »

عراق: د امریکايي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې اوه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ کب، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ځواکونو د قوماندي مرکز تېره پنجشنبه ناوخته خبر ورکړ چې ددوی یوه عسکري الوتکه د عراق په لویدیځه برخه کې را وغورځېده. په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د پيښې په ځای کې پلټنې پیل کړي دي او د ځان ژغورنې چاري يې پیل کړي دي، خو د نورو معلوماتو ورکولو ...

نور ولوله »

سوریه: د الوتکې غورځېدو له امله په لسګونو روسي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د روسیې دفاع وزارت په سوریه کې د الوتکې د غورځېدو پيښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دغه پيښه کې په لسګونو عسکر ووژل شول. الوتکه د سوریې په حمیمیم هوايي ډګر کې غورځېدلې چېري چې روسي ځواکونه میشت دي او د روسیې جګپوړي چارواکي او جنرالان هم د همدې ...

نور ولوله »

یمن: د سعودي یوه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سعودي رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هیواد یوه جیټ الوتکه د یمن په «الصعده» ښار کې غورځېدلې او دوه پيلوټان یې روغ رمټ موندل شوي دي. د سعودي حکومت پلوې ورځپاڼې «الشرق الاوسط» د الوتکې د غورځېدو پېښه تایید کړې ده او ویلي يې دي چې پيلوټان یې ژوندي پاتې شوي دي. ...

نور ولوله »

د امريکا سمندري پوځ لویه بار وړونکې الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امريکا متحده ايالاتو اړوند يوه لویه بار وړونکې پوځي الوتکه غورځېدلې چې له امله یې د الوتکې د عملې په شمول د ۱۱ کسانو برخلیک لادرکه دی. که څه هم د امریکا دفاع وزارت د ۸ کسانو د موندلو په اړه خبر ورکړی خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې ...

نور ولوله »