fbpx

د ټیګونو ارشیف : الیاس فاتح

دغزني غيږي ته/ فاتح

الیاس فاتح د نظر غشي دې چې وار کړل د زړګي غېږې ته اوس يې د مينې په لاس پورته کړه زخمي غېږې ته د غوڅ ځيګر د پرهر غېږ کې ليوني دردونه له سترګو اوښکې وړي له خولې نه اسويلي غېږې ته سل هجرانونه ختموي، يوه شيبه د وصال تل دې راځي د عشق دردمنه زندګي غېږې ته چې ...

نور ولوله »

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمیټې د مشر حاجي ارسلاخان خروټي سره ځانګړې مرکه

سریزه: په دې وروستیو کې حاجي ارسلا خان خروټی د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمېټې مشر ټاکل شوی دی، ددغې کمیټې لومړی بنسټ درې کاله وړاندي د خیبرپښتونخوا په مرکز پيښور کې ایښودل شوی او د نوموړي په ګډون د شاوخوا ۴۰ کسانو مشرانو د غړیتوب څخه برخمن دی چې په خیبرپښتونخوا کې د ټولو کمپونو نمایندګي په ...

نور ولوله »

منظور چې…! / فاتح

شاعر : الیاس فاتح منظور د يو زخمي قوم د غضب د خطر زنګ دی منظور د يو ظالم غرور پر وړاندې ستر غورځنګ دی منظور دی، د خوږلنو سترګو اوښکو ته لمنه منظور پرارژلو زړو ته د درمل په څېر ور ړنګ دی منظور د بورو ميندو ځوانيمرګو بچو ورور دی منظور دقهريدلو ليونو ځوانانو ننګ دی منظور د ...

نور ولوله »

په وينو سره دستاربندي/ الياس فاتح

شاعر : الیاس فاتح څړېکې ددرد دزړه په زخم وې خورې کندوزه چې دې ختې غېږ کې سلګۍ دمدرسې کندوزه په لوی وحشت جاهل،بمبار کړی دعلم کورګی له علمه خيږي دباروتو سرې لمبې کندوزه مور يې خوشاله ده،دځوی دستار بندي يې ده نن خبره نه ده ،چې شهيدځي له جلسې کندوزه ما هميشه په  جنازو کې دي ګلان کتلي خو ...

نور ولوله »

سوله / الياس فاتح

الياس فاتح وطنه د ستا امن ته په جنګ  سوله  ګټمه ميدان به له غليم وړمه په ننګ سوله ګټمه راکړی، اسلاميت او افغانيت سبق د سولې اول  زه په جرګه بيا په غورځنګ سوله ګټه ککرې د مغرورو  يرغلګرو به کړم خاورې زمری يم د افغان په هر ګړنګ سوله ګټمه نړۍ! که سوله غواړې،زما له کور ووځه، جنګ ...

نور ولوله »

د پرهر غېږ / الیاس فاتح

الیاس فاتح ستا تصوير مې د نظر غېږه کې پروت دی د ستا غم مې د ځيګر غېږه کې پروت دی زړه مې ځکه د جذبو په اور سوځيږي چې غماز مې د دلبر غېږه کې پروت دی مړاوی ګل په ګرد وهلي اور بل ښکاري که شهيد دی د سنګر غېږه کې پروت دی شهادت باندې ګواه د جېنکو ...

نور ولوله »

نوی کال / الیاس فاتح

الیاس فاتح دا نوې ورځ د نوي مياشت ده نوی کال دی خدايه د زړه نړۍ مو لا زړو غمو اشغال دی خدايه د ژوند په لار مو د ويرناکو شپو تيارې خورې دي ورک مو د امن د خوښيو سپين مشال دی خدايه کفري اشغال په بدرنګ لاس د وحشت څيري کړی د ګران وطن د ازادۍ د ناوي ...

نور ولوله »

ګرانو زندانيانو!

الياس فاتح هغوی ته ! چې دامت دازادۍ په خاطر  دخپل خواږه ژوند ترخې شېبې دبدرنګو زندانونو په غېږ کې تېروي. دخزان غېږ کې ګلانو هېر مو نه يئ ای اسيرو طالبانو هېر مو نه يئ دصليب د وحشتونو په پنجرو کې د اسلام د بڼ طوطيانو هېرمو نه يئ د مرګي په خوله کې هم غلامان نشوئ په حريت ...

نور ولوله »

څړيکې/ الیاس فاتح

الیاس فاتح دسرو لمبو توپان سوځي ښکلاوې يو مخيزې روان مې په وطن د اور سيلاب دی څو لسيزې دامن له سپرليو يې کړې شنې لوخړې پورته باران باران سکروټې وروي جګړې لويديزې چينې دي وچې شوي چنارونه لمبه شوي وهلي په لاسو پېغلو د وينو دي نکريزې وتلې ترې نښتر نښتر ځوانيو جنازې دي د هرافغان په کور باندې ...

نور ولوله »

ارمان / الیاس فاتح

الیاس فاتح راشه دبلبل زړه ارغوان مې شه درد راځينې پورته کړه درمان مې شه وښيه د ژوند خوږې شېبې راته ځان مې شه چشمان مې شه جانان مې شه زه لکه د للمې ګل په تا ژوندى ته مې له جل وساته باران مې شه زه په هره شپه ګورم دستا مخ ته ته هم دسر ستورى داسمان مې ...

نور ولوله »