د ټیګونو ارشیف : امريکايان

د طالبانو پر پوځي او سیاسي فعالیت د ملا برادر د ټاکنې اغیز

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی طالب مشرتابه د خپلو وروستیو ټاکنو او تغیراتو په لړ کې ملا عبدالغنی (برادر) د خپل سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د سیاسي مسؤل په توګه وټاکه. طالبانو په تیرو ۱۸ کلونو کې د هجري شمسي کال په را نوي کیدو کې تل د خپلو فعالیتونو د انسجام لپاره په خپلو تشکیلاتو کې ...

نور ولوله »

د طالبانو او خليلزاد ترمنځ خبرې درېمې ورځې ته وغځېدې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه په قطر پلازمينه دوحه کې د طالبانو سیاسي استازو او امريکايي پلاوي ترمنځ خبرې دريمې ورځې ته هم وغځېدې. ټاکل شوې وه چې د قطر غونډه نن پای ته ورسېږې خو اوس د يوې بلې ورځې له پاره هم دا غونډه وغځېده. د طالبانو ...

نور ولوله »

د کابل پرونی برید د چا لخوا او د څه لپاره ؟!

نن ټکی اسيا سرلیکنه  تیره ورځ یوځل بیا کابل ښار د یوه خونړي برید شاهد و . د رسنیو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تر اوسه پوري په دې برید کې ۴۳ تنو وژل شوي او لس تنه یې مرګوني ټپیان دي چې ښايي د وژل شویو شمیر نورهم ور سره لوړ شي. له بده مرغه چې د برید ...

نور ولوله »

د کونړ په فاجعې کې د امریکايي ځواکونو مشورتي رول

 د نن ټکی اسيا سرليکنه  د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د وژنې وروستۍ فاجعه د ولسي خلګو، مدني فعالانو ، پارلماني استازو او بشري حقونو د کمیسیون د توند غبرګون را پارلو لامل شوې ده. په ولسي جرګې کې د کونړ د استازي غلام سخي مشواني د وینا په حواله د تیرې پنجشنبې په شپه ...

نور ولوله »

زما او ستا لیونۍ مینه …

شاهد (غزنیوال) په یوه تازه انکشاف کې د ناټو قاطع ملاتړ ادارې ويلي، چې دوی په افغانستان کې له افغان دولتي سرتیرو سره خپلې مخامخ اړيکې ځنډولي او که یې اړتیا پیښیږي نو د دواړو لوریو ترمنځ به هغه د ټيليفون او یاهم ايمېل په وسیله ترسره کیږي. په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ وياند ډګروال کناټ پيټر ...

نور ولوله »

لوګر: طالبانو د امريکايي عسکرو چورلکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په لوګر ولایت کې د امريکايي عسکرو يوه چورلکه رانسکوره کړې ده چې له امله يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه پيښه نن سهار د لوګر ولايت خروار ولسوالۍ په نعمتي کلي کې د طالبانو په يوه برید کې رامنځته شوې ده چې په کې ګڼو امريکايي او داخلي عسکرو ...

نور ولوله »

باګرام: په امريکايي عسکرو سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د پروان ولايت باګرام ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د موټرو په کاروان سرتيری بريد شوی دی. د پروان ولایت د باګرام ولسوالي په شين زي سيمه کې د امريکايي عسکرو د موټرو په کاروان بريد شوی دی چې له امله يې امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه بريد نن مازيګر شاوخوا ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: د ګډو ځواکونو په بمبار او چاپه کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې دګډو ځواکونو په بمبار او چاپه کې ۱۴ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. د جغتو ولسوالۍ د ملا حافظ کلي اوسيدونکي وايي چې له دوو ورځو راهيسې دغه کلي ته د چاپې او عملياتو له پاره بهرني او داخلي عسکر راغلي وو چې بيګا ...

نور ولوله »

که امریکایان د سولې خبرو ته ژمن وي …

نن ټکی اسیا- سرليکنه له نیږدي یوې اونۍ راهیسې امریکايي ځواکونو په پرلپسي ډول د هیواد په بیلابیلو برخو کې په لسګونو ولسي خلګ وژلي او ژوبل کړي دي . د تېرې سه شنبې په شپه یې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شپني برید په ترڅ کې ۱۶تنه بیوزله ولسي خلک مړه ، ۴ تنه ژوبل او د ...

نور ولوله »

فراه: دوه امریکايان وژل شوي، غبرګون کې يې لسګونه کورونه نړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې طالبانو دوه امریکایي عسکر وژلي دي. طالبان وايي د دوی سرتېري د فراه رود په تودنکانو سیمه کې له امریکايي عسکرو سره مخامخ په جګړه کې ښکېل شول، د بهرنیو ځواکونو دوه عسکر يې وژلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، امریکايي او ...

نور ولوله »