د ټیګونو ارشیف : امريکايي عسکر

کندوز: مرکز ته څېرمه اتو بهرنيو ځانګړيو ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ په جګړه کې اتو تنو بهرنیو ځانګړیو ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي چې د کندوز مرکز ته څېرمه يې د ملرغي، جرګذر، نويان او کټه خېل سیمو کې دوه امريکايي عسکر وژلي او شپږ نور يې ...

نور ولوله »

پنټاګون هلمند ته پنځه سوو نور پوځيان رالېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ۲۰۱۴م په پای کې د امريکايي ولسمشر بارک اوباما له لوري افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسېدو له اعلان وروسته په لومړي ځل پنټاګون افغانستان ته د پنځه سوو نورو امريکايي پوځيانو د لېږلو اعلان وکړ. فاکس نيوز د پنټاګون چارواکو له قوله وايي، چې دغه ...

نور ولوله »

امريکا په هلمند کې د سلګونو عسکرو مېشتولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): له برتانيا وروسته امريکا هم غواړي په هملند ولایت کې خپل سلګونه عسکر ځای پر ځای کړي. له برتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډين لیکلي چې د امریکا سلګونه عسکر به د روانې میاشتې تر پایه په هلمند کې مېشت شي. سرچينې د امريکايي عسکرو دقیق شمېر او د مېشتېدو کره ځای نه دی ...

نور ولوله »

کلنټن: زموږ روزل شوي افغان عسکر له طالبانو سره په سخته جګړه اخته دي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او راتلونکو ټاکنو ته نوماند هیلري کلنټن وايي چې په افغانستان کې د دوی روزل شوي عسکر له طالبانو سره په سخته جګړه بوخت دي. کلنټن چې په یوه رسنیز بحث کې يې خبرې کولې وویل چې دوی به په افغانستان کې خپل روزل شوي عسکر ...

نور ولوله »

په افغانستان كې د امريكا خطرناك حضور!

ع، وطندار د ارواښاد محمد ابراهيم عطايي په وينا كله چې احمد شاه بابا د معاصر افغانستان تاداو اېښوده؛ نو له افغانستانه يې يو ځانګړى تعريف درلود او حدود او ثغور يې معلوم وو د عطايي په وينا د احمد شاه بابا په اند د افغانستان څلور خواوې په لاندې ډول وې: د شمال له خوا آمو سيند، د جنوب ...

نور ولوله »

هلمند کې د وژل شوي امريکايي هويت په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا دفاع وزارت د هلمند په مارجه کې د ځانګړو ځواکونو د یو تن وژل شوي عسکر هویت په ډاګه کړ. ارمي ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ليکلي چې وژل شوی سارجنټ میتیو میکلنټوک نومېده، چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د امريکا په پوځ کې شامل ...

نور ولوله »

پروان: د بګرام بريد کې د همجنسبازې په ګډون د وژل شويو امريکايانو هويت په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومى ۲مه، ۱۳۹۴ل): تېره دوشنبه «لېندۍ ۳۰مه»د پروان ولایت د بګرام په باوجوړيو کلي کې پر امريکايي ځواکونو سرتيري بريد کې شپږ امريکايي عسکر ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول. د پېښې په مهال د ناتو د عمومي اړیکو مسوول جنرال ويلسن پېښه ومنله او د پورته شمېر مرګ ـ ژوبلې پر تاييد سربېره يې ...

نور ولوله »

پروان: بګرام کې ۱۶ امريکايي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د پروان په بګرام کې ولسوالۍ کې د بهرنيو عسکرو د موټر په کتار جګړه شوې ده، چې درانه ځاني تلفات يې اړولي دي. طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي، چې په یاد بريد کې يې ۱۶ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده. دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ...

نور ولوله »

هلمند: د موسی کلا د نیولو په موخه تللي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ځايي چارواکو پرون د موسی کلا ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د بهرنیانو په ګډون د پوځي عملیاتو خبر ورکړ. حکومت ادعا کوله، چې د موسی کلا ولسوالۍ ځينې سیمې يې ونیولې او مخ پر وړاندې روان دي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې دولتي قوه بېرته په شا تمبېدلې ده. د ...

نور ولوله »

د امريکايي عسکرو په بمبار کې ۱۲ افغان عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل):د لوګر ولايت برکي برک ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو په هوايي بريد کې لږ تر لږ دوولس افغان عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د برکي برک ولسوال انجينر رحيم امين رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن سهار شاوخوا اووه بجې دوو امريکايي چورلکو د برکي برک چلتن ...

نور ولوله »