د ټیګونو ارشیف : امريکا

مسير: امريکا له ټاکنو پرته د افغان حکومت موده پنځه کاله نوره اوږدوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): مسیر ورځپاڼه لیکي، دوی ته باوري سرچينې ویلي، چې امریکا غواړي له ولسمشریزو ټاکنو پرته د ګډ حکومت موده پنځه کاله نوره اوږده کړي. د سرچينې له قوله د همدې فورمول د تطبیق لپاره مهمو امریکايي استازو د تېر جهاد له ځينو مشرانو او سیاسي مخکښانو سره ليدلي دي. امریکایانو دوی ته ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: امریکا به افغان ځواکونو ته تر ۲۰۲۰م کاله ۱۵۹ الوتکې ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وايي، تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د ‏امریکا له خوا ورسره ژمنه شوې الوتکې ور وسپارل شي‎. ‎ وزيري دعوه کوي، چې د دې ۱۵۹ بېلابېلو الوتکو په تر لاسه کولو سره به افغان امنيتي ځواکونه بشپړ پخپلو پښو ودرېږي‎.‎ هغه وايي تر دې ...

نور ولوله »

ایران: موږ تر امریکا او روسيې غښتلي توغندي لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ایران د پاسدران انقلاب ځواک مرستيال مشر جنرال حسين سلامي ويلي، چې هېواد يې داسې پرمختللي توغندي لري، چې امریکا او روسيې سره هم نشته. العالم ټلويزيوني شبکې د جنرال سلامي له خولې ويلي: «د ایران پاسداران انقلاب داسې توغندي لري، چې کولی شي، چې امریکايي اهداف په اسانه او دقت ...

نور ولوله »

د پوځي تمریناتو پر مهال نږدې دوه سوه امریکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امريکايي چارواکي وايي، پر جګړې سربېره د دې هېواد د پوځيانو لپاره پوځي تمرینات هم مرګوني تمام شوي دي. د امریکا د استازو د جرګې مشر پاول راین وايي په تېرو دوو کلونو کې ۱۸۹ امریکايي عسکر د تمریناتو پر مهال وژل شوي دي. هغه وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۱۰۹ تنه ...

نور ولوله »

پنټاګون: افغانستان ته د نورو عسکرو لېږل رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت وايي، افغانستان ته يې د نورو عسکرو لېږل په نیت کې نه دي. سپوتنیک اژانس د امریکا د دفاع وزیر جیمس مټیس په حواله وايي، امریکا افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو نیت نه لري. مټیس وايي، دوی خپله ستراتېژي اعلام کړې ده، هغه له خبريالانو سره په ...

نور ولوله »

ویسا: روانه جګړه په زور نه ګټل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې په تازه ګڼه کې د افغان او امريکايي چارواکو پر هغو څرګندونو تبصرې کړې، چې پر جګړه يې ټینګار کړی دی. ورځپاڼه لیکي، روانه جګړه نه په زور ګټل کېږي او نه هم د جګړې له لارې د سولې راتګ امکان لري. سرچينې د ډونالډ ټرمپ او د ...

نور ولوله »

حامد کرزی: ټرمپ جګړه اوږدوي، زه يې کلک مخالف یم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د ټرمپ د وروستیو څرګندونو کلک مخالف دی. هغه له اشنا تلویزون سره په خبرو کې ويلي، د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې چې له طالبانو سره له خبرو يې انکار کړی، دا مانا لري چې په افغانستان کې باید جګړه نوره هم وغزول شي. کرزی وايي د جګړې ...

نور ولوله »

کارولیناپوهنتون: امریکا په افغانستان کې تر بل هر وخت په بد حالت کې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۶ل): سره له دې چې امریکايي چارواکي په افغانستان کې پر جګړې ټينګار کوي، امریکا کې ځينې څېړونکي په افغان جګړه کې د امریکا وضعیت پوره بد بولي. د کارولینا پوهنتون د امنیتي مسایلو کارپوه پروفیسور جوزف فیتساناکیس وايي هیڅ هېواد دا هیله نه لري چې د امریکا په څېر دې بد وضعیت خپل کړي، ...

نور ولوله »

شنونکي: امریکا تر دې وړاندې هم جګړې ته ارزښت ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ټرمپ د وړمې ورځې څرګندونو بېلابېل غبرګونونه راپارولي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په قاطع ډول ویلي، له طالبانو سره هیڅ ډول خبرو ته تیار نه دی. د شنونکو په باور امریکا تر دې وړاندې هم جګړې ته ارزښت ورکړی او کله يې هم د افغان ولس د ارامۍ فکر نه دی ...

نور ولوله »

پنټاګون: افغانستان کې به مو د ځواکونو تلفات لوړ شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امريکا دفاع وزارت وايي، د طالبانو پر وړاندې د جګړې په توندېدو سره به د دوی د ځواکونو تلفات هم ډېر شي. سپوتنیک د امريکايي چارواکو په حواله وايي، چې د طالبانو پر وړاندې د جدي جګړې هوډ لري او دا چې ځواکونه يې له افغان عسکرو سره اوږه پر اوږه ...

نور ولوله »