د ټیګونو ارشیف : امريکا

کرزي یو ځل بیا امريکايان پر ولسي وژنې او زنداني کولو ملامت کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملکي وژنو، ملکي وګړو زنداني کولو او مخدره توکو د ډېرښت عوامل پخپله امریکایان وبلل. هغه چې د هند په جیپور کې یوې فرهنګي غونډې ته خبرې کولې وویل، امریکایان په افغانستان کې ملکي وګړي وژني او بې ګناه خلک زنداني کوي. حامد کرزي وویل، ...

نور ولوله »

نيویارک ټایمز: امريکا افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نیویارک ټایمز د مشهور امریکايي ژورنالیست سټیو کول په حواله وايي، امریکا په افغانستان کې روانه جګړه نه شي ګټلی. د هغه په خبره امریکایان د یوې نیمې لسیزې په تېرېدو لا هم پر دې نه پوهېږي چې په افغانستان کې ولې جنګېږي. که څه هم امریکايي چارواکي پر جګړه ټينګار کوي او ...

نور ولوله »

امريکا هلته ناقانونه مېشت لسګونه افغانان راشړلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، امریکا هلته د مېشتو افغانانو له ډلې لسګونه ناقانونه کسان را شړلي دي. د سرچينې په قول وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ورسره هم مهاله پیل شوې ده. ټرمپ امریکا ته د ورتلونکو کډوالو ...

نور ولوله »

روسيې له پاکستان سره پوځي مرسته کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): روسي چارواکي وايي، له پاکستان سره يې د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې، پوځي مرسته کړې ده. د هند په نوي ډیلي کې د «رایزینا» په نوم د خبرو اترو ناسته کې، د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مورګلوف ويلي چې پاکستان ته يې ګڼ جنګي وسایل په واک کې ورکړي دي. ...

نور ولوله »

امريکا: د «تروریزم» پر ځای به مو اصلي تمرکز د سترو ځواکونو پر سیالۍ وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت د خپلې نوې ستراتېژۍ له مخې ټينګار کړی چې له دې وروسته به يې له «تروریزم» سره د مبارزې پر ځای ډېر پام د «سترو ځواکونو» سیالۍ ته وي. د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس، چې د جان هاپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خپله ستراتېژي ...

نور ولوله »

طالبان: افغانستان کې د زور سیاست نتېجه نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې دلته د زور سیاست نه نتجېه ورکړې او نه يې له دې وروسته تمه کېدی شي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال جان سلون ویلي، چې پر طالبانو باید نور هم فشارونه ډېر ...

نور ولوله »

فراه د سقوط په درشل کې

نن ټکی اسیا – سرمقاله: په داسې حال کې چې د دفاع وزارت د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې پوځي عملیات اعلان کړي، د فراه ولایت چارواکي د طالبانو په لاس د یاد ولایت د سقوط خبر ورکوي. د فراه ولایت مرستیال والي محمد یونس (رسولي) له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان د ...

نور ولوله »

روسيې د افغان سولې اړوند د مخامخ خبرو د زمینې ټټر وهلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې په ترکیه کې د حزب اسلامي په منځګړيتوب د سولې جعلې ناسته رسوا شوه، روسيې د افغان سولې اړوند د خبرو لپاره د زمینې برابرولو ټټر وهلی. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد حاضر دی د طالبانو او ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: یوه میاشت کې سلګونه هوايي بريدونه؛ بیا هم امریکا ناکامه

نن ټکی اسیا (۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د تېر میلادي کال په وروستۍ میاشت کې بهرنیانو او د دوی افغان ملګرو ۵۰۰ هوايي بریدونه کړي دي. واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې وايي، چې د دې هوايي بریدونو ساری په ټوله روانه جګړه کې نه دی لیدل شوی. د سرچينې په قول بهرنیو او افغان ځواکونو په يوه ورځ کې پنځلس ...

نور ولوله »

امریکا وايي بلخ کې دې واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ډونالډ ټرمپ مرستیال وايي، دوی په بلخ کې د واک د سوله ییز لېږد ملاتړ کوي. له سپینې ماڼۍ خپره شوې خبرباڼه کاږي، مايک پنس له محمد اشرف غني سره په تلیفوني اړیکه کې ويلي، هڅه دې وکړي چې له عطامحمد نور سره د خبرو او جوړ جاړي له لارې د واک ...

نور ولوله »