fbpx

د ټیګونو ارشیف : امریکايي عسکر وژنه

طالبان وايي د لوګر په سرتیري برید کې ۵ امریکایان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبان د لوګر ولایت په مرکز کې د هغه سرتیري برید مسؤولیت په غاړه واخیست چې تېره ورځ ماځیګر مهال د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شو چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا د بهرنیانو یو موټر زیانمن شوی. د لوګر امنیه قومندان ویاند شاهپور عرب رسنیو ته ویلي ...

نور ولوله »

د طالبانو سره په جګړه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی بل ټپي دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د افغانستان په ختیځه برخه کې ددوی یو امریکايي عسکر وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د خبرپاڼې سره سم دغه پېښه تېره ورځ دوشنبه د افغانستان په ختیځ کې د عملیاتو پر مهال را منځته شوې، خو د پيښې ...

نور ولوله »

د امریکايي ځواکونه چورلکه غورځېدلې، دوه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې یوه اپاچي چورلکه تېره ورځ شنبه سهار وختي د کالیفورنیا په ایالت کې وغورځېده چې له امله یې دوه تنه پیلوټان هم ووژل شول. لیفټنټ کولونیل جاسون براون رویټرز خبري اژانس ته په استولي پيغام کې ویلي چې د چورلکې د غورځېدو پر پيښې دوی تحقیقات پیل ...

نور ولوله »

ننګرهار: پنځو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال یو امریکايي عسکر وژل شوی، څلور نور ټپیان دي. په کابل کې د امریکايي ځواکونو د رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې منل شوي چې پېښه تېره دوشنبه په ننګرهار ولایت کې را منځته شوه او ددوی یو عسکر ووژل ...

نور ولوله »

پنټاګان خپل وژل شوی عسکر ونوماوه

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه عسکر ونوموی چې دوه ورځې وړاندي په لوګر ولایت کې ووژل شو. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جګړې ډګر ته د نوموړي دا دریم ځل ور تګ وو. د هغه نوم «سټیفین بي کربین» (Class Stephen B. Cribben) ...

نور ولوله »

ناټو: د الوتکې د غورځېدو په پيښه کې ۱ امریکايي عسکر مړ او ۶ نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶): په کابل کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت منلې چې د تیرې شپې په پېښه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي دي. ناټو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تیرې جمعې په ورځ ماښام په لوګر ولایت کې ددوی یوه الوتکه را وغورځېده چې ...

نور ولوله »

نایجیریا: درې امریکايي عسکر وژل شوي، دوه نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): په افریقايي هیواد نایجیریا کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. د راپورونو سره سم تېره ورځ چهارشنبه د مخالفو وسلوالو په یوه کمین کې پنځه نایجیري عسکر هم ووژل شول. پېښه هغه مهال را منځته شوه کله چې وسلوالو پر دولتي ځواکونو برید وکړ او بیا ...

نور ولوله »

لوګر کې طالبانو شپږ امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۴زمری، ۱۳۹۶): د لوګر ولایت له برکي برک ولسوالۍ څخه د شپږو امریکايي عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی. پیښه نن له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د ټنډانو په سیمه کې رامینځته شوې. طالبانو د پیښې مسئولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې امریکايي ځواکونو غوښتل چې له افغان عسکرو سره ...

نور ولوله »

پنټاګان: د کندهار په پروني برید کې دوه امریکایان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): تېره ورځ چهار شنبه د کندهار هوايي ډګر ته نیژدې د بهرنیو ځواکونو پر پوځي کاروان سرتیری برید وشو چې له امله یې د طالبانو په وینا ۱۵ امریکایانو ته مرګ ژوبله ورسیده او دوه ټانګونه یې ویجاړ شول. د پيښې په تړاو نن د پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د پنټاګان ...

نور ولوله »

ناټو په کندز کې د امریکايي جنرال وژنه رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): په کابل کې د ناټو رسنیز دفتر هغه خبرونه رد کړه چې ګواکي په کندز کې دي د امریکا د یوه جنرال په ګډون څلور امریکایان وژل شوي وي. د ناټو ویاند ولیام سالوین رسنیو ته وویل چې د طالبانو دا ادعا چې په کندز کې يې د جنرال په ګډون څلور ...

نور ولوله »