د ټیګونو ارشیف : امریکايي عسکر

طالبان روزګان کې د یوه امریکايي  عسکر د وژل کېدو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د روزګان ولایت په مرکز «ترینکوټ» کې یې سیمې ته په راغلو ګډو عسکرو باندې برید کړی او یو امریکايي عسکر یې وژلی. د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « د روزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند د خانقې په سیمه کې تېره ورځ سهار  په هغه یرغلګرو ...

نور ولوله »

طالبان لوګر کې د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، په لوګر ولایت کې یې په امریکایي ځواکونو برید کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې. د طالبانو له لوري په همدې تړاو  خپره شوې اعلامیه کاږي « د الفتح بريمنو عملیاتو په لړ کې نن مجاهدينو د لوګر ولایت مرکز اړوند خضر سیمه کې په امریکایي اشغالګرو برید ترسره کړ.دغه ...

نور ولوله »

طالبان: کندز کې مو ۲ امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل):طالبان وایي، په کندز ولایت کې یې د امریکايي او دولتي عسکرو په قطار باندې بریدونه کړي او ګڼو ګډو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې. د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «نن سهار دکندزامام صاحب ولسوالۍ تاشګذر، اسماعیل قشلاق او ملا افغان سیمو کې د امریکایي ...

نور ولوله »

لوګر: دوه امریکايي عسکر د طالبانو په کمين کې وژل شوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): د لوګر مرکز ته څېرمه طالب سرتېرو دوه امریکايي عسکر هغه مهال ووژل، چې د دوی پر کمین ور برابر شول. طالبان وايي، ملګرو يې دغه دوه بهرني عسکر تېره ورځ سهار مهال په عیسی خېلو سیمه کې وژلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، وژل شوي عسکر ...

نور ولوله »

افغانستان کې یو امریکايي عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پریکنده ملاتړ ماموریت یا ناټو ویلي چې په افغانستان کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی دی. ناټو تر دې دمه د پېښې په اړه جزییات او چې چېرته یاد امریکايي عسکر وژل شوی معلومات نه دي ورکړي. ناټو ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت د سیاست پر اساس امریکايي عسکر چې په ...

نور ولوله »

افغانستان کې د جګړې برخه‌وال عسکر امریکا کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): امریکايي رسنۍ وايي هغه امریکايي پوځي چې په افغانستان کې يې هم دنده ترسره کړې وه، په امریکا کې وژل شوی دی. نیویارک ډیلې نیوز وايي، دغه پوځي رابرټ ګوچ نومېږي او څلور دېرش کاله عمر لري چې څو ځله يې په افغانستان کې روانه جګړه کې هم برخه اخیستې ده. د سرچینې په ...

نور ولوله »

د امریکایي ځواکونو وتل؛ ولسي خوښۍ او تمې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو چارواکي له سوريې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اړوند خبر ورکړ، په خواله رسنیو کې افغان ځوانانو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو پایله او ګټه بللې ده. دوی پر طالب غږ کړی چې ...

نور ولوله »

غزني؛ طالبانو ده‌یک کې درې امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو تېره شپه چاپه ووهله، چې د ملکي تلفاتو اړولو تر څنګ يې د طالبانو توند غبرګون هم لیدلی دی. د طالبانو خپره کړې خبرپاڼه لیکي، په دې شپنیو عملیاتو کې يې درې امریکايي عسکر او اوه تنه دولتي کمانډو عسکر مخامخ وژلي دي. له یادو تلفاتو ...

نور ولوله »

پنټاګون، هلمند کې د وژل شوي امریکايي هویت په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت د هېواد په جنوب کې د وژل شوي امریکايي عسکر هویت په ډاګه کړ. پنټاګون وايي دغه عسکر خاشرود کې د طالب سرتېرو په مخامخ برید کې مرګونی ټپي شو، چې ګرمسېر ته په لاره کې ومړ. ګرمسېر کې د امریکايي عسکرو پنډغالی دی، چې دغه ټپي عسکر يې د ...

نور ولوله »

پاکستان وايي تر څو چې په افغانستان کې امنیت نه وي تامین شوی، امریکايي ځواکونه باید پاتې شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل په نني خبري کانفرانس کې د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې تر څو په افغانستان کې امنیت نه وي تامین شوی، بهرني ځواکونه باید پاتې شي. نوموړي څخه وپوښتنه وشوه چې ایا د طالبانو غوښتنه تاییدوي چې بهرنیان باید د افغانستان څخه ...

نور ولوله »