د ټیګونو ارشیف : امریکایان

ننګرهار: امریکایانو د داعش پر ضد جنګېدونکي طالب سرتېري بمبار کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په خوږياڼو کې د داعش پر ضد بوخت طالب سرتېري امریکايي بې‌‌پیلوټه الوتکو بمبار کړي دي. طالبان وايي د څو ورځو پرلپسې بمبار له امله يې شل تنه ملګري له لاسه ورکړي. د طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې سرتېرو يې له داعشي وسله‌والو د وزیروتنګي ګڼې سیمې پاکې کړې ...

نور ولوله »

تېره میاشت کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو ۱۰۳ ملکی وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم یوې ډلې پخپل میاشتني راپور کې ویلي، چې بهرنیو او کورنیو عسکرو یوه میاشت کې ۱۰۳ تنه افغانان وژلي او ۲۰ نور يې ټپیان کړي دي. د دې ډلې د راپور له مخې په تېره میلادي میاشت کې نږدې شپږ سوه تنو ملکي ...

نور ولوله »

ذبیح الله مجاهد، سکاټ مېلر ته: نړۍ به ستاسو د بشپړې ماتې او سرټېټۍ شاهده وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نړۍ به يې د بشپړې ماتې شاهده وي. وړمه ورځ پنټاګون پخپل راپور کې د مېلر په حواله وویل، چې طالبان دې د دوی د وتلو په تمه نه کېني او په وینا يې ښه ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: چې بهرنیان «وفادار» وي؛ د هېواد وضعیت به ښه وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): اجراییه ریس عبدالله عبدالله له فکس‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، که بهرنیان خپلو ژمنو ته «وفادار» پاتې شي، د هېواد وضعیت به ښه وي. که څه هم په هېواد کې د ولس تر څنګ ګڼ چارواکي او سیاستوال هم بهرنیان د جګړې اصلي علت بولي، خو عبدالله عبدالله يې پاتې کېدل د وضعیت ...

نور ولوله »

کندوز: چهاردره کې د دوو امریکایانو په وژل کېدو، ګډ ځواکونه شاتګ ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د کندوز په چهاردره کې د عملیاتو په نوم د ګډو ځواکونو بریدونه درېدلي او شاتګ ته اړ شوي دي. دا ځواکونه چې پر ضد يې څو ورځې وړاندې په کندوز کې لاریون هم وشو، تېره شپه له سیمې پښو سپکولو ته اړ شول. لاریونوالو دغه عملیات د ولس پر ضد بلل او له ...

نور ولوله »

ولسي جرګې ملکي تلفات وغندل، خو پر امنیتي تړون يې څه ونه ویل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امریکایانو او افغان حکومت له لوري هوايي بریدونه وغندل. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې غړو په میدان وردګ، کاپیسا او د ننګرهار په خوږیاڼو کې په ګڼو هوايي بریدونو کې ملکی تلفات وغندل. د جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل په تېرو ...

نور ولوله »

یوناما هم کاپیسا کې د ملکي تلفاتو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تلې، ۱۳۹۷ل): په کاپیسا کې د امریکایانو له لوري پر ملکي وګړو بمبار یوناما هم تایید کړ. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر «یوناما» وايي، د کاپیسا د تګاب په بدراب کې د امریکایانو هوايي برید کې نهه ملکي وګړي وژل شوی دي. څو ورځې وړاندې امریکایانو د تګاب په یاده سیمه ...

نور ولوله »

کاپیسا: امریکایانو هوايي برید کې اربکیان په نښه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲تلې، ۱۳۹۷ل): د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې امریکايي هوايي برید پر اربکیانو برابر شوی او ۲۰ تنو ‏ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده‎. ‎ د تګاب ځايي اوسېدونکي وايي، پېښه د نوروزخېلو سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې امریکايي الوتکو د اربکیانو پوستې ‏په نښه کړې‎.‎ د دوی په قول تر اوسه يې ۱۲ ټپي ...

نور ولوله »

ننګرهار: امریکایانو شیرزادو کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په شيرزادو کې امریکايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي. د شیرزادو د پیټلاو سیمې اوسېدونکي وايي چې امریکایانو تېره شپه پر کورونو چاپه ووهله، چې په پایله کې يې ۱۰ تنه ووژل شول. د ننګرهار ځايي چارواکو په یاده سیمه کې د «عملیاتو» پخلی کړی خو د ...

نور ولوله »

طالبان: امنیتي تړون د لغوه کېدو غږ ته هرکلی وايي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې له امریکا سره د امنیتي تړون اړوند ولسي، جرګې، مشرانو جرګې او د ګډ حکومت شریکانو تبصرې وکړې، طالبان وايي دوی يې د لغوه کېدو هرکلی کوي. وړمه ورځ ولسي جرګې پر امنیتي تړون د بیا کتنې لپاره د نظرونو غوښتنه وکړه، چې اکثریتو يې موافقت وښود. طالبان وايي دغه ...

نور ولوله »