د ټیګونو ارشیف : امریکایي ځواکونه

طالبانو د کلمه طیبه د توهین په انتقام کې پر امریکایي ځواکونو سرتیری برید کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۶): د باګرام هوایي اډې په درېیمه دروازه کې پر امریکایي سرتیرو قوي چاودنه سوي، چاودنه هغه مهال رامنځته سوي کله چې امریکایي سرتیري د هوایې اډې په دروازه کې راټول سوي وه. عیني شاهدان وايي چې چاودنه سرتیری برید و، په برید کې امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي خو تراوسه د قاطع ...

نور ولوله »

طالبان: باګرام کې د ماین چاودني ۴ بهرني سرتیري وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ غویی، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې یې د امریکایي ځواکونو ټانګ ته د ځمکني ماین په وسیله چاودنه ورکړي. مجاهد وایي چاودنه د باګرام ولسوالۍ په کلا نصرو سیمه کې رامنځته سوي، نوموړۍ زیاتوي د چادني له ...

نور ولوله »

ناټو به تر څو افغان پوځیان جګړې ته هڅوي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارلیس کليولينډ له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې تیر ۲۰۱۶ م کال د افغان ځواکونو لپاره د جګړې له مخې یو سخت کال و، ځکه طالبانو د دولتي ځواکونو په خلاف سخت بریدونه وکړل خو دولتي ځواکونو د هغوی په ...

نور ولوله »

کندهار: د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کي ۲۴ اربکیانو ته مرګ-ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل): د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بندي تیمور سیمي ته څېرمه په رېګ سیمه کي امریکایي ځواکونو پر اربکیانو هوایي برید کړی چي په پایله کي یې ۲۴ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتي. بهرنیو ځواکونو یاد هوایي برید د شپې مهال هغه وخت ترسره کړی کله چي اربکیان په درو رینجر ...

نور ولوله »

د افغانستان څخه وتلی امریکایي عسکر فلسطین کې ووژل سو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): د امریکايي ځواک هغه ۲۹ کلن افسر په فلسطین کې وژل سوی چې د افغانستان او عراق د سختو جګړو څخه ژوندی وتلی وو. تېره ورځ (سه شنبه، کب ۱۸مه) د اسرائیلو له لوري د فلسطین په غصب سوي «یافا» او «تاح تیکفا» سیمو کې څلورو فلسطیني ځوانانو پر اسرائیلو ډزي وکړي ...

نور ولوله »

طالبان: د بغلان په پرونۍ جګړه کې ۲۶ امریکایې او داخلي عسکرو ته مرګ-ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ ل): د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په ډنډغوري او ډنډشهاب الدین سیمو کې د تېرو ورځو په څېر اوس هم جګړه روانه ده او تر پخوا سخته سوي ځکه چې د جګړې ډګر ته امریکایې ځواکونه هم رسېدلي دي. تېره ورځ امریکایې او داخلي ځواکونو په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین ...

نور ولوله »

پر والیبال لوبې د امریکایي ځواکونو په هوايي برید کې پنځه ماشومان شهیدان شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،لیندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳):د امریکا په مشرۍ د ایساف ځواکونو په یوه تازه او خونړي هوايي برید کې،چې نن مازیګر یې د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ترسره کړی، د ښوونځي پنځه تنه ماشوم زده کوونکي شهیدان شوي. خپلواکې سرچینې وايي، چې نن مازیګر د څلورو بجو شاوخوا د پروان ولایت سیاګرد ولسوالۍ د سیدانو درې په ...

نور ولوله »

پروان کې امریکایانو ۳ اربکیان وژلي

Arbakha1091

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونو په پروان ولایت کې په یوه برید کې ۳ اربکیان وژلي او یو يې ټپي کړی دی. د پروان ولایت د والي ویاند وحید صدیقي د پېښې د پخلي سره ویلي چې امریکایي ځواکونه د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ ته تللي و. ...

نور ولوله »