د ټیګونو ارشیف : امریکا

د امریکا سفیر هم مني؛ روانه جګړه نظامي حل نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي یوازې امریکا نه؛ بلکې ټول پر دې باوري شوي، چې د دوی پیل کړې جګړه په جګړه نه شي ختمېدلی. که څه هم د امریکا د نوې ستراتېژي ډېر تمرکز پر هوايي بریدونو دی، خو جان باس په تازه مرکه کې ویلي، امریکا پر نظامي تګلارې ټینګار ...

نور ولوله »

واحد فقیري: اشغالګرو هیواد له بحرانونو سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): امریکا مېشتی افغان سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي اشغالګرو افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی. هغه وايي افغانستان د امریکا له خوا اشغال دی، د دې اشغال پر وړاندې پر مبارزه بوخت دی او نور هم هڅوي. هغه له افغان وطن، ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، افغانانو ته سپارښتنه کوي، چې د ...

نور ولوله »

د ټرمپ کمپایني مشر په مشروط ډول، د درغلۍ اعتراف کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاين مشر پاول منافورټ منلي، چې د امریکا ضد دسیسه کې يې لاس لرلی، قضايي چارو کې يې لاسوهنه کړې او ټاکنو کې يې درغلي کړې. د واشنګټن د یوې محکمې څارنوال اندریو ویسمن ویلي، منافورت دوه شرطونه ايښي او د معاملې له مخې اعتراف ته قانع شوی دی. ...

نور ولوله »

ډاکټر غني لا هم د امریکا ستراتېژۍ ته سترګې نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د امریکا لوړپوړي امنیتي مسؤلین د جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ د بیا کتني څرګندونې کوي، محمد اشرف غني وايي دا ستراتېژي نتېجه ورکوي. هغه له وایس نیوز انلاین، سره په خبرو کې ويلي، د ټرمپ دا ستراتېژي بریالۍ ده. که څه هم د دې ستراتېژي چې ...

نور ولوله »

رولا غني؛ پروموټ پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر فساد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني مېرمن رولا غني، د افغان ښځو لپاره د پروموټ په نوم پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر په بډه وهلي. سیګار، پخپل تازه راپور کې وايي، ټاکل شوې وه، رولا غني به په حکومت کې د ښځو د ګډون په پلمه، ۵۷زره ښځې روزي، خو یوازې ۵۵ تنه يې روزلې دي. ...

نور ولوله »

۴۹ سلنه امریکايان د ټرمپ استیضاح غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ له «اې، بې، سې» تلویزون سره په ګډه نظر پوښتنه کې ۴۹ سلنه امریکايي ولس د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې ده. د سرچینې په وینا نږدې نیمايي ولس له کانګریسه غواړي، چې ډونالډ ټرمپ دې د ناکامي حکومتولۍ له خاطره استیضاح کړي. ټرمپ دعوه کوي، چې د امریکا اقتصاد يې غښتلی ...

نور ولوله »

اوولس کاله د سپتمبر له پیښې وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: پرون په نیویارک او واشنګټن کې د سپتمبر د خونړۍ پیښې اولسمه کلیزه پوره شوه. دا پیښه چې د هرچا لخوا د هرغرض لپاره تر سره شوې بیله موضوع ده ، خو هغه څه چې مونږ ته مهم دې هغه دا چې ولې د هغې غچ له افغانانو واخیستل شو؟ د سپتمبر د خونړۍ پیښې ...

نور ولوله »

ولسي جرګې پر امنیتي تړون د بیا کتنې پرېکړه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د رایو په توافق پر امنیتي تړون د بیا کتنې پرېکړه وکړه. په هېواد کې پر روان امنیتي وضعیت له بحث وروسته، تېره ورځ هم د امنیتي تړون اړوند څرګندونې وشوې، چې نن د بیا کتنې لپاره نظر وغوښتل وشو او د ولسي جرګې د مشر په وینا ...

نور ولوله »

پنټاګون پر افغان عسکرو کنټرول ډېروي، چې «سخت دریځي» پکې وپېژني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وايي، په افغان عسکرو به کنټرول نور هم ډېر کړي، چې په لیکو کې يې «سخت دریځي» وپېژني. هغه پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، افغان عسکر د دوی روزل شوي دي خو دا باید پکې معلومه کړي چې څوک يې پرخپلو روزونکو د شپېلۍ ور اړولو زړه ...

نور ولوله »

د اشغالګرو د شکست نغارې

خالد افغان زوی په دې ورځو کې په نړیوالو مطبوعاتو کې چې د افغانستان په اړه تبصرې کیږي نو زیاتره لیکوال په یو نه یو ډول ورسره د امریکایي اشغالګرو د شکست او له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ایستلو خبره هم یادوي. په دې لیکنه کې د یو شمیر غربي معتبرو رسنیو او مبصرینو ځینې تبصرې را اخلو ...

نور ولوله »