د ټیګونو ارشیف : امریکا

فارن پالیسي: هند د پاکستان هېڅ F-16 جيټ الوتکه نه ده ویشتلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د دفاع وزارت مسوولینو فارن پالیسي ته ویلي چې دوی پاکستان ته تللي او هلته يې ټولې F-16 جیټ الوتکې شمارلي چې په حساب پوره دي. هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي پر مهال هند ادعا وکړه چې د هند هوايي ځواکونو قومندان ابينندن ورتمن Abhinandan Varthaman په هوايي نښته ...

نور ولوله »

«زلمی خلیلزاد به سبا پاکستان ته روان شي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې وه زلمی خلیلزاد نن اسلام اباد ته سفر وکړي، خو افغانستان کې ډېرو مصروفیتونو يې سفر ځنډولی دی. مشال راډيو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې زلمی خلیلزاد به سبا جمعه «۵ اپریل» اسلام اباد ته سفر وکړي. د سرچینې په ...

نور ولوله »

شنونکي: ناټو په افغانستان کې بریا ته ونه رسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): نن په واشنګټن کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کېږي، چې پکې به په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا پر منډو ترړو هم خبرې وشي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ دعوه وکړه چې تېرو اتلسو کلونو کې يې په افغانستان کې پرېمانه «لاسته ...

نور ولوله »

ناټو: افغانستان ته ګډ ورغلي یو، ګډ به راوځو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ وايي، پر افغانستان يې له ملګرو سره یو ځای برید کړی او یو ځای به ترې راوځي. هغه د امریکا په کانګریس کې د وینا په اوږدو کې وویل، ناټو اوس په افغانستان کې ده «خو دا به دا مانا نه لري چې تل به هلته یو.» نوموړي ...

نور ولوله »

امریکا کانګرس: د ملي اردو یونیفارم د تغییر طرحه دې بررسي شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د پوځ تازه راپور موندنې ښيي چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان ملي اردو لپاره تر ټولو قیمته خو په اسانۍ لیدونکی یونیفارم جوړ کړی دی. یاد راپور د امریکا د پوځ له خوا تیار شوی او تیره ورځ د امریکا کانګرس یا سنا ته سپارل شوی دی. د یو ایس ...

نور ولوله »

خلیلزاد: د راتلونکي افغانستان په اړه باید د جوړجاړي موافقه تطبیق شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): زلمی خلیلزاد وايي په راتلونکي افغانستان په باید له طالبانو سره د کېدونکي جوړجاړي موافقه تطبیق شي. هغه چې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې راغلی، له ازادي راډيو سره خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان پر داخلي چارو يې له طالبانو سره خبرې نه دي کړي، خو ...

نور ولوله »

هند په فضا کې سټلايت ویشتنې ازموینه کړې؛ ناسا غندلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا فضایي ادارې (ناسا) د هند هغه په فضا کې د سټلایټ ویشتنې ازموینه غندلې او دا یې د نړیوال فضايي مرکز لپاره خطر ګڼلی دی. هند تېره اوونۍ په فضا کې د سټلايت (سپوږمکۍ) ویشتنې بریالۍ ازموینه وکړه. د هند لومړي وزیر نریندر مودي د دغې تجربې وروسته د دولتي تلویزون ...

نور ولوله »

امریکا طالبانو ته مقابل اړخ، خو حکومت لا هم «تروریستان» وايي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): د سولې د هڅو فعالانو په رسنیزو بحثونو او خواله رسنیو کې پر دې ټینګار کوي چې د سوله‌ییز چاپیریال لپاره مهمه ده چې سوله‌ییز ادبیات هم وکارول شي. وروسته له هغه چې امریکا له طالبانو سره مخامخ اړیکي غښتلې کړې، د امریکايي چارواکو په اصطلاحاتو کې د پام وړ بدلون راغلی دی، ...

نور ولوله »

سکاټ مېلر هم له محب سره د پرېکون له امله تر غونډه تېر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان دفاع وزارت کې له هغې غونډې ولاړ شوی، چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم پکې ګډونوال و. اریانا نیوز د سرچینو له قوله وايي، د ناټو او افغان لوړپوړو پوځي چارواکو دا غونډه په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه، خو له محب سره ...

نور ولوله »

زاخېلوال: بین الافغاني مذاکراتو کې سوله تر بل هر وخت شونې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان د افغانستان مخکينی سفیر حضرت عمر زاخېلوال لیکي، د بین الافغاني مذاکرتو په پایله کې د بل هر وخت په پرتله اوس سوله ډېره شونې ده. هغه د حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او سرور دانش د ګډې ناستې تصویر سره لیکلي، دا فرصت تل منتظر نه‌شي پاتې ...

نور ولوله »