د ټیګونو ارشیف : امریکا

«زلمی خلیلزاد کابل ته را روان دی»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): ځينې سرچینې وايي، د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته رارسېږي. هغه چې د سولې پروسې په دوران کې پر یو بل سفر وتلی، لومړی برتانیا ته وخوځيد، نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه وروستیو څرګندونو کې ويلي، چې دې پروسه کې يې د ښځو د او ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد: ملا برادر سولې ته لېوال او وطندوست سړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): زلمی خلیلزاد وايي قطر کې يې د طالب مشر له سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند سره کتنو کې وموندل چې هغه یو وطندوست انسان او سولې ته لېواله کس دی. د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد د خپل سفر په لړ کې برتانیا ته رسېدلی او ...

نور ولوله »

پمپیو: د سولې د خبرو اترو پایلې باید د ټولو د باور وړ وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د خبرو اترو اړوند مهمه دا ده چې پایلې يې ټولو ته د منلو وړ وي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سناتورانو په یوه استجوابیه غونډه کې وویل، له طالبانو سره خبرې پېچلې دي او نه غواړي ټول ...

نور ولوله »

جان‌بس عمران خان ته: د کرکټ ځينې اصول ډيپلوماسي کې کار نه ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کابل کې د امریکا سفیر لیکلي، چې د کرکټ ځينې اصول ډیپلوماسۍ کې کار نه ورکوي. پاکستاني رسنیو وړمه ورځ «دوشنبه، ۵وری» د عمران خان په حواله وویل، چې افغانستان کې د روانې شخړې د حل لپاره مؤقته اداره سمه لار ده. کابل ...

نور ولوله »

روسیه: د سولې له خبرو اندېښنه نه لرو، خو جوړجاړی مهم دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): روسیه وايي، په افغانستان کې د راتلونکې په اړه تصمیم نیول، د حکومت نه؛ بلکې د خلکو کار دی او دوی يې په اړه اندېښنه نه لري. کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي وايي، د سولې له خبرو اترو هیڅ اندېښنه نه لري، خو دا اندېښنه موجوده ده چې توافق او جوړجاړی که ...

نور ولوله »

«امریکايي استازیو د حمدالله محب له امله غونډه لغوه کړه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): په ارګ کې د ناټو د غړو هېوادونو د استازیو غونډه له دې امله لغوه شوه، چې لوړپوړو امریکايي استازو پکې د حمدالله محب د ګډون په خاطر له ګډونه انکار وکړ. طلوع‌نیوز د ځينو سرچینو په حواله وايي، چې دا ناسته پرون «دوشنبه، ۵وری» کېدله، خو امریکايي استازیو قلمونه او کاغذونه پر ...

نور ولوله »

امریکا: لا هم دولت نظامي لیکو ته ماشومان جذبوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا هم افغانستان کې دولت نظامي لیکو ته ماشومان جذبوي او جګړه پر مخ پرې وړي. هشت‌صبح د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تازه راپور په حواله لیکي، چې د اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې لا هم ماشومان جذبېږي او د جګړې لپاره ...

نور ولوله »

اروپايي ټولنې د سولې پروسه کې د تضمین چمتووالی ښوودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): اروپايي ټولنه چې وړاندې يې د ممکنه تضمین په تړاو طالبانو هم یادونه کړې وه، وايي د سولې په پروسه کې د تضمین کولو ته چمتو ده. د دې ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې فدريکا موګاريني، چې نن کابل ته راغلې ده له حکومتي مشرانو سره د سولې په تړا خبرې اترې کړې ...

نور ولوله »

عسکره غږ مې اورې؟ پیغام درته لرم . . .

ډاکټر پارسا سرتیریه او عسکره! د قسم حق خو نه راباندې لرې مګر باور وکړه چې دغه لیک د خواخوږۍ او خیرخواهۍ له وجې درته لیکم. همدا سهار مې د بي بي سي هغه راپور ولوست چې لیکلي یې و، وړمه ورځ د هلمند په سنګین کې ۶۵ تنه هغه د اردو او پولیسو عسکر وژل شوي چې دغې سیمې ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد، د جګړې د پای اړوند د چین، روسیې او اروپايي اتحادیې له استازو سره ګوري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱حمل، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په دې برخه کې د روانو هڅو په لړ کې د چین، روسیې او اروپايي اتحادیې له استازو سره غږېږي. د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «زلمی خلیلزاد ...

نور ولوله »