د ټیګونو ارشیف : امنيتي وضعيت

ولسي جرګه نن «هسې» رخصت وه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګه نن دوشنبه د کومې غونډې شاهده نه وه، بلکې څو تنه غړي يې په دهلیز کې تر سترګو کېدل. سره له دې چې څو ورځې وړاندې همدې جرګې د بد امنیتي وضعیت له امله امنیتي مسوولین د پوښتنې لپاره غونډې ته ور غوښتي و، خو دوی نن له کوم دلیل پرته رخصتي ...

نور ولوله »

کابل کې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل امنیتي مسوولین وايي، د ښار د خونديتوب لپاره ټولو ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی. د کابل د امنيه قومندانۍ مرستیال حق نواز حقيار وايي، کشفي، استخباراتي او امنیتي ځواکونه ټول د تیارسئ په حال کې دي. هغه وايي لکه څنګه چې په خواله رسنیو کې د ښار د وضعیت ...

نور ولوله »

پنټاګون: ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د دفاع وزارت څيړنیز راپور کاږي چې په افغانستان کې بهرنیانو له یوې نیمې لسیزې تېرولو سره سره لا هم ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي. که څه هم پنټاګون د افغانستان د امنیتي خوندیتوب لپاره د روزل شويو افغان عسکرو شمېر او کیفیت د ډاډ وړ بللی و، ...

نور ولوله »

ملي شورا ارګ کې له امنیتي ارګانونو سره بېړنۍ ناسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د ملي شورا د دواړو جرګو غړي، په ارګ کې له ولسمشر غني، اجراییه رییس او د امنیتي ارګانونو له سرپرستانو او مشرانو سره د امنیتي وضعیت په اړه غونډه لري. د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدير نن د ولسي جرګ په غونډه کې وویل چې ولسمشر ولسي جرګې او مشرانو جرګې ...

نور ولوله »

هلمند جګړه کې ښکېل ولایت؛ خو امنیتي مسوولینو ۸۰۰ پولیس کم کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې که څه هم د دې ولایت واک له ګواښ سره مخ دی، خو کورنیو چارو وزارت د پولیسو له تشکیل نه ۸۰۰ تنه کم کړي دي. د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ چې دنده يې ځنډول شوې ده، رسنیو ته ویلي چې کورنیو چارو وزارت له شاوخوا ...

نور ولوله »

ایسا: د تېرو کلونو په پرتله دېرش سلنه پانګونه کمه شوې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د پانګونې اداره « ایسا » وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د نا امنیو له امله په پانګونه کې دېرش سلنه کمښت راغلی. محمد قربان حقجو په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې په تېر کال کې د نړیوال بانک وجهي صندوق د افغانستان اقتصادي پرمختیا شپږ سلنه ...

نور ولوله »

افغان او پاکستاني پوځي مشران د ډېورنډ کرښې پر امنيت غږېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): پر ډېورنډ کرښه مېشتو افغان او پاکستاني پوځي مشرانو سره لېدلي او د ډېورنډ کرښې چې دوی يې پوله بولي دواړو لوريو ته پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي. د پاکستاني رسنیو له قوله پر ډېورنډ کرښه مېشت د افغان قول اردو قومندان تورن جنرال فقیر د پاکستان د بلوچستان ایالت د یو ...

نور ولوله »

په تېر یوه کال کې تر سلو ډېر خبريالان تښتېدلي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د تېر یوه کال په اوږدو کې له هېواد څخه شاوخوا ۱۰۸ تنه خبريالان بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي دي. دغه کارکوونکي چې له غږیزو، چاپي او انلاین رسنیو سره يې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې، د امنیتي خوندیتوب نشتوالی او د هېواد له راتلونکي مایوسي د دندو پرېښودو علتونه بولي. که ...

نور ولوله »

روزګان: د دهراود ولسوالۍ یوازې پنځه سلنه خاوره د دولت په لاس کې ده

rozgan.balst

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): په روزګان کې د دهرادو ولسوالۍ اوسېدونکي او د دې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې حکومت یوازې پر خپلو ودانيو واک لري. د دهراود ولسوالۍ قومي مخور وايي چې په دې ولسوالۍ کې دولت د خپلو ودانیو په محدوده کې پاتې دی او نوره ټوله ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده. ...

نور ولوله »

کابل کې د امريکا سفارت خپلو اتباعو ته د احتیاط امر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۴ل): افغانستان کې د امريکا سفارت امريکا اتباعو ته امر کړی چې د کابل ښار د دوی لپاره خوندي نه دی او باید له احتیاطه کار واخلي. د امريکا له سفارته خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې په کابل کې نظامي او غیر نظامي امريکايان باید په مېلمستونونو او هوټلونو کې له ګرځېدو ډډه وکړي. ...

نور ولوله »