د ټیګونو ارشیف : امنیتي تړون

«امنیتي» تړون بیا نقض شو! / سرلیکنه

له یوه کال راهیسې مو اورېدلي چې امریکایان به د ۲۰۱۴م له ډسمبر وروسته په عملي جګړه کې برخه نه اخلي. د امریکایانو دغه نه برخه اخیستل ځینو ته له قیامت صغری کمه نه وه. شپه او ورځ تبلیغات د دې لپاره پیل شول چې که امریکایان په بشپړ ډول وځي؛ نو افغانستان به سقوط وکړي او د یوې لسیزې ...

نور ولوله »

امریکا د اقتصادي ستونزو له امله په اروپا کې خپلې ۱۵ نظامي اډې تړي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د اروپا په لر او بر کې پرتې «۱۵» پوځي اډې به یې تړل کیږي. دغه پوځي اډې په برتانیې، المان، بلجیم، هالینډ، ایټالیې او پرتګال کې موقعیت لري. پنټاګون وايي چې تړل کیدونکي پوځي اډې به کوربه هیوادونو ته سپاري. امریکايي سرچینې وايي چې د امریکا ...

نور ولوله »

سل ورځنی دولت لا هم په لومړۍ ناندرۍ کې ښکېل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): له ننه پوره سل ورځې وړاندې د تلې په اوومه نېټه د نوي حکومت دواړو مشرانو او د هغوی څلورو مرستیالانو د ملت په وړاندې لوړه وکړه او د ګډ حکومت بنسټ يې کېښود. د دې حکومت لپاره لومړی ځل ټاکنې د روان لمریز کال په شپاړلسمه ترسره شوې چې پکې د ...

نور ولوله »

طالبان: د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان د سولې مرکز وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د ناټو د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت په خپل رسمي غبرګون کې ویلي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان د سولې مرکز او هیچا ته به خطر نه وي. طالبانو په دې اړه خپله اعلاميه کې ویلي چې د بهرنیانو په وړاندې بریا او د هغوی ...

نور ولوله »

آیا امریکایان مسلمانانو ته سوبه راوړلای شي؟

لیکوال: ملا عبدالسلام ضعیف په پاکستان کې افغانستان پخوانی سفیر د ډیره وخته د خلکو په ذهنونو کې دا خبره پخه وه چې امریکایان اهل کتاب دي د مسلمانانو سره دومره دښمني او ستونزه نه لري لکه د نړۍ بل قطب چې دی؛ ځکه چې هغوی مشرکین او یا دا چې بي عقیدې او ملحد هیوادونه دي، هغه پخوانۍ وارسا ...

نور ولوله »

پولاد: امریکا له مونږ سره د مستعمرې په ډول چلند کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د سیاسي چارو کارپوه «اکبر جان پولاد» وايي چې په امنیتي تړون کې امریکا د افغانانو په وړاندې د ځان لپاره هیڅ مکلفیت نه دی په ګوته کړی بلکې ټول مکلفیتونه د افغانانو په غاړه اچول شوي. ښاغلي پولاد له طلوع نیوز سره په خبرو کې د امریکا د مرستو ژمنې نه ...

نور ولوله »

اوباما د ګډ حکومت مشرانو څخه د امنیتي تړون په لاسلیک مننه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون سه شنبه په یوه ویډيويي کنفرانس کې د ګډ حکومت له مشرانو اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله څخه د امنیتي تړون په لاسلیکولو مننه وکړه. سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوباما د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني او اجراییه رییس ...

نور ولوله »

صدیقي: امنیتي تړون زموږ ځواکونو ته ژوند ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): سره له دې چې ځینې لوړپوړي امنیتي مسوولین د هېواد امنیتي ځواکونه د باور او د امنیتي مسوولیت د پورته کولو وړ بولي، مګر د کورنیو چارو وزارت ویاند نن په خبري ناسته کې افغان امنیتي ځواکونه لا هم د مرستې او تکيې وړ وبلل. نوموړي چې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي ...

نور ولوله »

سرنوشت: امنیتي تړون؛ کابل د جګړې لومړۍ کرښه کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل):  له کابله خپرېدونکې سرنوشت  ورځپاڼې «د امنیتي تړون له برکته کابل د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شو» تر سرلیک لاندې پخپله سرلیکنه کې د سیاسي او پوځي مبصرینو تبصرې را اخیستې دي او ویلي يې دي چې له امریکا سره د تړون لاسلیک د ګټې پرځای دومره تاوان وکړ، چې پلازمېنه د ...

نور ولوله »

بیړنۍ خبر: کابل کې د بهرنیانو په یوه بل میلمستون چاودنه او برید پیل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): شیبه وړاندې د کابل په کارته سه کې چاودنه وشوله او د هغه وروسته ډزې پیل شوي. سرچینی وايي چې په دغه سیمه کې د بهرنیانو په یوه میلمستون باندې چاودنه شوې، او د هغه وروسته جګړه پیل شوې. طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخېستی. (د برید وروستي جزییات) طالب ویاند ذبیح ...

نور ولوله »