fbpx

د ټیګونو ارشیف : امنیتي خبرونه

نورستان: کامدیش کې یوځل بیا طالبانو بریدونه پیل کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې یوځل بیا طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي او مرګ ژوبله یې رامنځته کړي ده. طالب ځواکونو نن سهار د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په سپیره موړه سیمه کې پر امنیتي مراکزو او د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي، په بریدونو کې ...

نور ولوله »

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د جوزجان ولایت له درزآب ولسوالۍ نه را رسېدلي خبرونه وايي، د دغې ولسوالۍ په شاوخوا کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې رواني دي. د درزآب ولسوال ذبیح الله زاهد رسنیو ته د نښتو خبرونه تایید کړي او ویره ښيي چې که د اربکیانو او پولیسو لازمه مرسته ونشي، نو ...

نور ولوله »

طالبان د کندز ښار ته ننوتلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،تلې۶مه،۱۳۹۴ل): طالبانو نن سهار وختې د کندز پر ښار پراخ تعرضي بریدونه پيل کړي او لا هم جګړې ته ادامه ورکوي. د کندز ځايي چارواکو تر اوسه د جګړې په اړه له زیاتو څرګندونو ډډه کړې، خو د کندز د ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي رسنیو ته جګړه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې طالبانو په ...

نور ولوله »

پکتیکا: د والیبال په میدان کې چاودنې درنه مرګ ژوبله پېښه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې۵مه،۱۳۹۴ل): طالبانو د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د والیبال په میدان کې په رامنځته شوې چاودنه کې لاس لرل رد کړي. د ورکول شویو راپورونو سره سم، نن مازیګر د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په سیګانه کلي کې د والیبال د لوبې پر مهال یوه چاودنه رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ...

نور ولوله »

د بلخ د دولت اباد امنیه قوماندان او څلور ساتونکي یې ووژل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه،وږي۳۱مه،۱۳۹۴ل):نن له غرمې مخکې د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قومندان حیات الله روغ د څلورو ساتونکو سره یو ځای د ماین په چاودنه کې ووژل شو. د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد د پيښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې امنیه قومندان حیات الله روغ د سهار په څه باندې نهو بجو ...

نور ولوله »

روزګان کې طالبانو ۸۰ تنه اربکیان محاصره کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ په سلطان محمد ناوه سېمه کې ۸۰ تنه محلي پولیس د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې دي. د راپورونو له مخې، د خاص روزګان ولسوالۍ په سلطان ناوه سېمه کې چې له څو ورځو راهیسې پکې د طالبانو او ...

نور ولوله »

فاریابي وکیلان: د فاریاب د سقوط شیبې را ورسیدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،چنګاښ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د فاریاب خلک ، طالبان او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي په فاریاب کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د خونړیو جګړو راپورونه ورکوي. د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې يې له امنیتي عسکرو او سیمه ...

نور ولوله »

بلخ: د جنبش ګوند تر ټولو مخکښ غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه،چنګاښ۲۱، ۱۳۹۴ل) : د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند تر ټولو لوپوړی مشر وژل شوی دی. قوماندان شیر محمد عرب، چې په شیر عرب مشهور و، پرون مازیګر په مزار شریف ښار کې د یوه غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوی او دوه تنه ساتونکي يې ټپيان ...

نور ولوله »

کندوز کې د جلب او جذب قومندانۍ مخې ته درنه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه،چنګاښ۲۱، ۱۳۹۴ل) :  نن سهار د کندز ښار په درېیمه ناحیه کې د جلب او جذب قومندانۍ مخې ته درنه چاودنه را منځته شوې. د کندز د امنیه قومندانۍ د ویاند سید سرور حسیني په خبره ، په چاودنه کې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. ده زیاته کړه ، ...

نور ولوله »

سرپل: طالبانو د تسلیم شویو اربکیانو په مرسته درې پوستې ونیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د سرپل ولایت په شیرم ولسوالۍ کې د سیمه یېزو پولیسو دوه تنه مهم قوماندانان طالبانو ته تسلیم شوي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي څو شیبې وړاندې وویل، چې د شیرم ولسوالۍ د سیمه یېزو پولیسو یا اربکیانو دوه تنه مهم او مخکښ قوماندانان ...

نور ولوله »