د ټیګونو ارشیف : امنیت شورا

امنیت شورا له طالبانو سره د حکومت د پلاوي لیدنه رد کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې یو شمېر رسنیو د حکومت له پلاوي سره د طالب استازو د لیدنې خبر ورکړ، امنیت شورا یې په غبرګون کې یاد خبرونه بې بنسټه بللي او له طالبانو سره یې ناسته رد کړې. د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا ویاند «کبیر حقمل» په همدې تړاو په خپل ...

نور ولوله »

سکاټ مېلر هم له محب سره د پرېکون له امله تر غونډه تېر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان دفاع وزارت کې له هغې غونډې ولاړ شوی، چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم پکې ګډونوال و. اریانا نیوز د سرچینو له قوله وايي، د ناټو او افغان لوړپوړو پوځي چارواکو دا غونډه په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه، خو له محب سره ...

نور ولوله »

د حمدالله محب د دندې په اړه ضد نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله د متحده ایالاتو له لوري له حمدالله محب سره د اړیکو د پرېکېدو خبر ورکړ، د هغه د دندې په اړه هم ضد او نقیض راپورونه خپاره شول. سلام وطندار د ارګ د یوې سرچینې په حواله لیکي، چې لا هم د هغه پر ...

نور ولوله »

په افغانستان کې د یوناما ماموریت شپږو میاشتو ته را ټیټ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چین او امریکا د مخالفتونو له امله ونه توانېده، چې په افغانستان کې د خپل استازي دفتر يوناما؛ ماموریت یو کال ته وغځوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، له بده مرغه یوناما به یوازې شپږ میاشتې افغانستان کې ماموریت ترسره کړي او ...

نور ولوله »

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی دفتر یوناما؛ ویلي امنیت شورا به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ولري. د یوناما د خبر پاڼې له مخې دا غونډه به نن د کابل پر وخت ماښام مهال پیل شي، چې موضوع به يې افغانستان کې د دې شورا د عمومي منشي راپور وي. انټونیو ...

نور ولوله »

امنیت شورا «نامسؤلو وسله‌والو» ته «مسؤلیت» ور سپاري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا وايي د نامسؤله وسله‌والو د قانوني کولو لپاره يې طرزالعمل جوړ کړی او د تایید وړ ګرځېدلی دی. له دې شورا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د غزني، فاریاب او ننګرهار پر امنیتي وضعیت هم خبرې ...

نور ولوله »

«فاطمیون جګړه مارو کې د اردو عسکر هم برخه لري»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷لړم، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا پخواني چارواکي وايي سوریه کې جنګېدونکو افغانان چې د فاطمیون په نامه د بشرالاسد په ګټه جنګېږي د اردو پخواني عسکر هم پکې شامل دي. د ملي امنیت ریاست د تجزيې او تحلیل څانګې پخوانی مرستیال اجمل بلوچ‌زاده وايي د سوريې د جګړې لپاره د افغان ځوانانو په جذب کې ...

نور ولوله »

د ډاکټر غني ارشد سلاکار جنرال جرئت له دندې ګوښه شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا مرستیال او د محمد اشرف غني ارشد سلاکار جنرال دین محمد جرئت له دندې ګوښه شوی دی. خبرنامه؛ خبري بنسټ وايي نوموړی نن له خپلو دواړو دندو ګوښه شوی دی. تر اوسه د دې څرګندونو رسمي پخلی نه دی شوی. جنرال جرئت چې له اصله د پنجشیر ولایت دی، په ...

نور ولوله »

ابوظبۍ کې د سولې څلور اړخیزه ناسته روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲زمري، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا وايي ابوظبۍ کې د افغان سولې اړوند څلور اړخیزه ناسته روانه ده. د دې شورا ویاند قادرشاه وايي چې په غونډه کې د عربي متحده اماراتو د امنیت سلاکار، د سعودي عربستان د امنیت سلاکار او د امریکا د امنیت چارواکي د حنیف اتمر په مشرۍ برخه وال دي. ...

نور ولوله »

امریکا د امنیت شورا څخه غوښتي چې حماس تروریستي ډله وپيژني / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي تېره ورځ سې شنبه د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د امنیت شورا غړي او ملګري ملتونه باید د حماس ډله تروریستي معرفي کړي. نیکي هیلي وویل چې اوس هم د امنیت شورا په غونډه کې داسي هیوادونه شته چې ...

نور ولوله »