د ټیګونو ارشیف : امنیت

کابل؛ د لويې جرګې د خوندیتوب په پلمه ښار تړل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): نن د مشورتي لویه جرګې لومړۍ ورځ ده، چې له امله يې ښار تړل شوی، د موټر په تګ راتګ بندیز دی او د ښار هوا کې هم کله کله چورلکې دورې وخوري. کابل ښاریان د جرګې له ساحې نه ان د لسو کیلومیټرو په فاصله د لارو د بندښت ګیله کوي او نږدې ...

نور ولوله »

دفاع وزارت وايي تر «څېړنو» وړاندې د فاطمیونو راتګ «ردوو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د دفاع وزارت چارواکي وايي د فاطمیونو د راتګ اړوند يې څېړنې روانې کړې، خو تر څېړنو وړاندې يې ویلي، چې راتګ يې «ردوو.» امریکايي رسنۍ اسوشیټيډپریس د کورنیو چارو وزارت د یو چارواکي په حواله ویلي و، سوریه کې د ایران له لوري شاوخوا ۱۵زره عسکر د بشار الاسد د رژیم په دفاع ...

نور ولوله »

کابل: نهمه حوزه کې چاودنې یو تن وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند مکرویانو سیمې سره چاودنې یو تن وژلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، پېښه د یو مقناطیسي بم په وسیله شوې ده، چې د ده په خبره په یوه شخصي کرولا ډوله موټر پسې نښلول شوی و. ...

نور ولوله »

طالبان: له ایران سره تر اشغال وروسته د سیمې پر خوندیتوب خبرې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ رسنیو راپور ورکړ، چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته رسېدلی او له ایراني چارواکو سره يې خبرې اترې کړې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه خبرپاڼه کې د دې سفر پخلی کړی او ويلي يې دي، موخه يې د اشغال د خاتمې لپاره د ګاونډیانو د سیاسي او ...

نور ولوله »

مسیر ورځپاڼه: له امریکايانو وروسته د «کورنۍ جګړې» مخنیوی پکار دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه لیکي، د امریکایانو وتل د هر رښتوني افغان غوښتنه ده، خو باید «مسؤلانه» ووځي. دې ورځپاڼې د «امریکایان دې د یو میکانیزم له مخې له افغانستانه ووځي» تر سر لیک لاندې په خپره کړې سرمقاله کې لیکلي، د امریکایانو دې اعلان مخالفینو او موافقینو ته اندېښنې ور پیدا کړې ...

نور ولوله »

غزني؛ د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هیڅ تیاری نه سترګو کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): غزني کې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي تر اوسه يې ان د دې ولایت په مرکز کې تیاری نه دی نیولی. د دې کمیسیون عملیاتي مرستیال کریم جمال وايي، دوی تر اوسه په دفتر کې کارکوونکي او مواد لا هم نه لري. هغه د دې تر څنګ دا دعوه هم وکړه چې څو میاشتې ...

نور ولوله »

غزني چارواکي: پنځه کاله وروسته خوږياڼي ولسوالۍ «مؤقته» فعاله شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي چارواکي دعوه کوي له پنځه کاله ځنډ وروسته بیا توانېدلي چې خوږیاڼي ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره بیا فعاله کړي. دغه ولسوالۍ چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې يې مرکز طالبانو ته په لاس ورغلی و، ښار ته څېرمه په پوستو کې يې چارې پر مخ وړل کېدلی. د غزني ښار تر ...

نور ولوله »

ویسا: ډېری چارواکي د روان حالت لامل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): پلازمېنه کابل کې د تېر ماښام خونړۍ پېښه د بېلابېلو رسنیو سرټکی ګرځېدلی، چې ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله کې دا د چارواکو د غوښتنې دوام بللی دی. ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله د «ولس د ځواب په انتظار دی!» تر سرلیک لاندې د سولې اړوند چارواکي مخلص نه دي بللي. د سرمقالې د ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: دولس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې په يوې امنيتې پوستې د طالبانو په بريد کې ۱۲ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ميدان وردګ د امينه قومندانۍ وياند حکمت الله دراني رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د سيد اباد ولسوالۍ په «منګلي» سيمه کې د عسکرو په پوسته ...

نور ولوله »

امرخېل: له بهرنیانو پرته افغان عسکر د ټاکنو د امنیت وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي که د ناټو مرسته نه وي، افغان عسکر د دې وړتیا نه لري چې ولس ته د ټاکنیزې پروسې د خوندیتوب ډاډ ورکړي. هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، افغان پوځیان د ملي روحیې پر اساس نه؛ بلکې د خپلو مشرانو، شخصي ګټو، قومي او ...

نور ولوله »