د ټیګونو ارشیف : امنیت

د ننګرهار خوندیتوب ملي اردو ته سپارل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): ننګرهار کې له وروستیو پرلپسې ډله‌ییزو بریدونو وروسته امنیتي چارواکو د دې ولایت د خوندیتوب مسؤلیت ملي اردو ته وسپاره. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي د وروستیو بریدونو له امله د نورو ممکنه بریدونو د مخنیوي په خاطر د دې ولایت امنیتي مسؤلیت د ۲۰۱ سیلاب قول اردو عسکرو ته وسپارل ...

نور ولوله »

ارګ کې د کابل د خوندیتوب لپاره امنیتي ناسته وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن په ارګ کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل له امنیتي مسؤلینو سره شریکه ناسته وشوه. د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د کابل پر خوندیتوب بحث وشو او د کابل ښار ګارنیزیون ته امر وشو، چې «خپل ځانګړی ځای پیدا کړي.» تېره ورځ ملي شورا د ...

نور ولوله »

بهرني او کورني لوړپوړي چارواکي کندوز ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن غرمه مهال د بهرنیانو عمومي قومندان، د برتانیا سفیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي دفاع وزیر یو ځای کندوز ته ورسېدل. د رسنیو د راپورنو پر اساس جنرال نېکولسن، د برتانیا سفیر، ویس احمد برمک او طارق شاه بهرامي به د کندوز د امنیت په اړه خبرې وکړي. جنرال نېکولسن څه ...

نور ولوله »

ویسا: د حکومت تر لاس لاندې ساحې ته په کتو؛ ټاکنې مشروعیت نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا؛ په تازه سرمقاله کې لیکلي، دا چې تر پنځوس سلنه ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده، نو د حکومت له لوري ټاکنې اصلاً مشروعیت نه لري. د مقالې د لیکوال په باور د اختر دریو ورځو اوربند دا وښوده چې طالبان نږدې په ټول افغانستان کې ...

نور ولوله »

دفاع وزیر: د دفاع لپاره د امنیتي تړون لاسلیک «ښه کار» و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د مشرانو جرګې غړو ته ویلي، هېواد له شلو استخباراتي ډلو سره لاس ګرېوان دی، ځکه خو له ناټو او مریکا سره د تړونونو لاسلیک «ښه کار» و. مشرانو جرګې نن په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت د پوښتنې لپاره د ملي دفاع وزیر طارق شاه ...

نور ولوله »

جنرال مراد علي مراد د کابل ګارنیزیون قومندان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): جنرال مراد علي مراد نن رسماً د کابل ګارنیزیون عمومي قومندان او د کابل په امنیتي چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال وټاکل شو. د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د هغه د معرفۍ په مراسمو کې د نوموړي د تېرو دندو ستاینه وکړه او ډاډ يې ښکاره کړ، چې د کابل ...

نور ولوله »

د ګارنیزیون قومندان: کابل ښاریانو ته د ارامۍ ډاډ نه شو ورکولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د کابل ګارنیزیون قومندان وايي د ښار په خونديتوب کې پاتې راغلي او نه شي کولی خلکو ته د سوکالۍ ډاډ ورکړي. جنرال افضل امان له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وويل، نه یوازې د امنیتي ګواښونو مخه نه شي نیولی، بلکې د کمېدو په اړه يې هم له وسه تېره ده. ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو زارت پر مخالفینو د برید پر ځای، پخپله د برید ښکار شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت ودانۍ نن د دوو ساعتونو لپاره د جګړې شاهده وه. دغه وزارت چې د ټول هېواد د خوندیتوب مسؤلیت په غاړه لري، د دروازې په خوله کې يې مسؤلین تر برید لاندې راغلل. د کورنیو چارو زوارت ویاند نجیب دانش وايي، لسو تنو بریدګرو پر وزارت برید وکړ او تر ...

نور ولوله »

روزګان: خاص روزګان کې ګڼ عسکر وژل شوي، ۱۲ طالبانو ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مېشت ځایونو د طالبانو په بریدونو کې ۲۷ عسکر وژل شوي او ۱۲ طالبانو ژوندي نیولي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې جګړه کې يې ګڼ مهمات او د شپې دروبین هم لاس ته ورغلی دی. د خبرپاڼې له مخې ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: که نوم لیکنه همداسې روانه وي؛ درې میلیونو ته به يې شمېر ونه رسېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي که د نوم لیکنې لړۍ همداسې روانه وي، نو د نوم لیکونکو شمېر به دریو میلیونو ته هم ونه رسېږي. د ټاکنو د خپلواک کیمسیون ویاند شفیع جلالي وايي دوی هیله لري چې د نوم لیکنې لپاره په اعلان شوې موده کې باید په ۷۰۰۰مرکزونو کې ۱۴ میلیونه تنه ...

نور ولوله »