د ټیګونو ارشیف : اندړ

د اندړو ولسوال: والي په لوی لاس ولسوالي سقوط کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د اندړو ولسوالۍ ولسوال وايي د دې ولایت والي په لوی لاس د دې ولسوالۍ سقوط غواړي. هغه له پژواک سره په خبرو کې ويلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې يې د ولسوالۍ مرکز محاصره دی او دوی یوازې پر مرکز واک لري. قاسم دېسېوال زیاتوي له مرکز سره غځېدلې لاره ...

نور ولوله »

غزني: له قره باغ وروسته ګیلان کې هم د اربکیانو مرکز له منځه تللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د هغوی د مرکز له منځه وړلو وروسته په ګیلان ولسوالۍ کې د هغوی مرکز او پوستې له منځه وړې دي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی سرتېرو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د ګیلان ولسوالۍ په اغه جان سیمه کې د ...

نور ولوله »

غزني: مقر کې ۱۷ نورو اربکیانو وسلې پر ځمکه ایښې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني په مقر ولسوالۍ کې ۱۷ تنو اربکیانو وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو په لیکو ننوتي دي. مقر ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي دې اربکیانو وروسته له هغه طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړل، چې تر دې وړاندې يې ګڼو ملګرو هم وسلې پر ځمکه کېښودې. طالبانو هم خپره کړې ...

نور ولوله »

د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ د تازه جګړې حال

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا تر منځ غځېدلې لویه لاره لا هم د دولتي مامورینو پر مخ تړلې. دغه لویه لاره چې له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري تړل شوې، د اختر په رانږدې کېدو يې په دواړو ولایتونو کې مسافر دولتي مامورین اندېښمن کړي دي. د لارې د خلاصون لپاره د غزني، ...

نور ولوله »

غزني: د اندړو ولسوالۍ ته څو مترۍ کې لېسه سوځول شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني په اندړو کې ولسوالۍ ته په څو مترۍ کې د سلطان شهاب الدین لېسه سوځول شوې ده. د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي لېسه کې د درنې وسلې مرمۍ لګېدلې او اور يې اخیستی دی. د غزني د پوهنې رییس مجیب الله انصار وايي لېسه کې تېره شپه مرمۍ لګېدلې او ...

نور ولوله »

د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ تازه جګړه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني – پکتیکا لویه لاره له نږدې شلو ورځو راهیسې تړلې، چې هیڅ ډول حکومتي وسایل پرې تګ راتګ نه شي کولی. د دې دواړو ولایتونو موټر چلوونکي وايي چې دوی خپلې عامې سپرلۍ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو تر لاس لاندې ساحو کې پر لارو وړي را ...

نور ولوله »

حکومت یو ځل بیا د غزني – پکتیکا لارې د خلاصون دعوه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي د غزني – پکتیکا تر منځ لویه لاره يې د عملیاتو په ترڅ کې خلاصه کړې ده. له دې وزارته خپره شوې خبرپاڼه وايي دوی د ۲۰۳ تندر قول اردو ځواکونه د لارې د خلاصون لپاره لېږلی و، چې بریالي شوي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ...

نور ولوله »

طالبانو له لسو ورځو وروسته لا هم د غزني – پکتیکا لاره تړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا لویه لاره د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي مامورین پر مخ تړل شوې ده. د دې لارې له بندولو شاوخوا لس ورځې تېرېږي، چې شدیدې جګړې هم پرې شوې دي. د لارې له بندولو دوه ورځې وروسته د غزني چارواکو دعوه وکړه چې دا لویه لاره يې بېرته ...

نور ولوله »

غزنی : طالبانو په اندړو کې محاصره سرتيرو ته د تسليمۍ په موخه تيلفوني شمېرې په ډاګه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې له څو ورځنۍ جګړې وروسته بالاخره د يادي ولسوالۍ مرکز د طالبانو له لوري محاصره شوی. د اندړو ولسوالۍ امنیه قومندان سید انور اغا وايي طالبان د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې چټک فعالیتونه کوي او ښکاري چې د ولسوالۍ د سقوط لپاره د عملیاتو تابیا نیسي. ...

نور ولوله »

طالبانو د دولتي مامورینو پر مخ د غزني – پکتیکا لاره تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا پر لویه لاره مسافر وايي، طالبانو دا لاره د دولتي مامورینو پر مخ بشپړه تړلې ده. له تېر مازیګر مهال راهیسې د دې لارې په اوږدو کې د سلطان باغ په نوم سیمه کې جګړه روانه ده. د غزني او پکتیکا ځايي چارواکو د لارې د تړل کېدو په تړاو ...

نور ولوله »