د ټیګونو ارشیف : اندړ

د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ د تازه جګړې حال

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا تر منځ غځېدلې لویه لاره لا هم د دولتي مامورینو پر مخ تړلې. دغه لویه لاره چې له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري تړل شوې، د اختر په رانږدې کېدو يې په دواړو ولایتونو کې مسافر دولتي مامورین اندېښمن کړي دي. د لارې د خلاصون لپاره د غزني، ...

نور ولوله »

غزني: د اندړو ولسوالۍ ته څو مترۍ کې لېسه سوځول شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني په اندړو کې ولسوالۍ ته په څو مترۍ کې د سلطان شهاب الدین لېسه سوځول شوې ده. د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي لېسه کې د درنې وسلې مرمۍ لګېدلې او اور يې اخیستی دی. د غزني د پوهنې رییس مجیب الله انصار وايي لېسه کې تېره شپه مرمۍ لګېدلې او ...

نور ولوله »

د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ تازه جګړه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني – پکتیکا لویه لاره له نږدې شلو ورځو راهیسې تړلې، چې هیڅ ډول حکومتي وسایل پرې تګ راتګ نه شي کولی. د دې دواړو ولایتونو موټر چلوونکي وايي چې دوی خپلې عامې سپرلۍ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو تر لاس لاندې ساحو کې پر لارو وړي را ...

نور ولوله »

حکومت یو ځل بیا د غزني – پکتیکا لارې د خلاصون دعوه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي د غزني – پکتیکا تر منځ لویه لاره يې د عملیاتو په ترڅ کې خلاصه کړې ده. له دې وزارته خپره شوې خبرپاڼه وايي دوی د ۲۰۳ تندر قول اردو ځواکونه د لارې د خلاصون لپاره لېږلی و، چې بریالي شوي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ...

نور ولوله »

طالبانو له لسو ورځو وروسته لا هم د غزني – پکتیکا لاره تړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا لویه لاره د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي مامورین پر مخ تړل شوې ده. د دې لارې له بندولو شاوخوا لس ورځې تېرېږي، چې شدیدې جګړې هم پرې شوې دي. د لارې له بندولو دوه ورځې وروسته د غزني چارواکو دعوه وکړه چې دا لویه لاره يې بېرته ...

نور ولوله »

غزنی : طالبانو په اندړو کې محاصره سرتيرو ته د تسليمۍ په موخه تيلفوني شمېرې په ډاګه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې له څو ورځنۍ جګړې وروسته بالاخره د يادي ولسوالۍ مرکز د طالبانو له لوري محاصره شوی. د اندړو ولسوالۍ امنیه قومندان سید انور اغا وايي طالبان د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې چټک فعالیتونه کوي او ښکاري چې د ولسوالۍ د سقوط لپاره د عملیاتو تابیا نیسي. ...

نور ولوله »

طالبانو د دولتي مامورینو پر مخ د غزني – پکتیکا لاره تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا پر لویه لاره مسافر وايي، طالبانو دا لاره د دولتي مامورینو پر مخ بشپړه تړلې ده. له تېر مازیګر مهال راهیسې د دې لارې په اوږدو کې د سلطان باغ په نوم سیمه کې جګړه روانه ده. د غزني او پکتیکا ځايي چارواکو د لارې د تړل کېدو په تړاو ...

نور ولوله »

غزني: د اربکیانو ضد لاريون ته قصداً قومي رنګ ورکول کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): غزني ښار کې د اربکیانو پر ضد لاریون کوونکي وايي، دوی د کوم قوم پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی بلکې د اربکیانو وحشت لاریون ته اړ ویستلي دي. دغه لاریون کوونکي په خواله رسنیو کې هغه نشرات ناسم بولي، چې د دوی لاریون ته قومي رنګ ورکوي. په غزني کې روان ...

نور ولوله »

زابل: امنيه قومندانۍ شاجوی کې اربکیان فعاله کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): زابل کې د دې ولایت امنیه قومندانۍ په یوه نسبتاً امن ولسوالۍ شاجوی کې اربکیان فعاله کړي دي. د زابل امنیه قومندان جنرال میرویس نورزی چې دغه اربکیان «پاڅونوال» معرفي کوي وايي دوی پخپله له طالبانو سره د جګړې هوډ کړی، له موږ يې یوازې د تجهیزاتو مرسته غوښتې. د نورزي په وینا ...

نور ولوله »

غزني: دوه اربکیان د انسان تښتونې په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني ولایتي چارواکي وايي د دې ولایت په اب بند ولسوالۍ کې يې دوه اربکیان د انسان تښتونې په تور نیولي دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، دغه اربکیان د کابل – کندهار په لویه لار د اب بند ولسوالۍ اړوند یوه پوسته کې اوسېدل، چې د مقر د ...

نور ولوله »