د ټیګونو ارشیف : اندړ

لوګر او غزني کې مشهور اربکي قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر په محمد آغه او د غزني په قره باغ ولسوالیو کې د سیمو مشهور اربکي قومندانان د طالبانو په بمي او مخامخ بريدونو کې وژل شوي دي. د لوګر د محمد آغې مشهور اربکی قومندان له خپلو شپږو تنو اربکیانو سره تېره ورځ د طالبانو پر خښ کړل شوي بم ور ...

نور ولوله »

غزنی: د اندړو ټول اربکیان تسلمېږي، خو له ولسه پنا غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت د اندړو ولسوالي قومي مخور وايي چې د دې سیمې ټول اربکیان طالبانو ته د تسلیمۍ هوډ لري، خو کلک ضمانت ته اړتیا لري. د غزني اندړو ولسوالي د شېرکلا د سیمې یو قومي مشر چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، نن ټکی اسیا ته ویلي چې څو ...

نور ولوله »

غزني: د اندړو امنيه قومندان په خلکو اوبه بندې کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت د اندړو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالي امنیه قومندان لطف الله کامران او د سیمې اربکیانو د دوی په کروندو د سردې بند اوبه بندې کړې دي. د بند یو تن ساتونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي چې دوه ورخې وړاندې د اندړو امنیه ...

نور ولوله »

طالبان: د غزني عملیات د «دښمن» په تېښته پای ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د غزني ولایت په شلګر او ده یک ولسوالیو کې د حکومتي عسکرو لخوا د «نصرت» تر نوم لاندې د دغو ولسوالیو څخه د طالبانو د ویستلو لپاره عملیات پیل کړي وو چې پرون پای ته ورسېدل. طالبانو د «نصرت» عملیات ناکام بللي او په وینا یې عملیات ...

نور ولوله »

د شلګر د اربکیانو دریای غم ساحل ندارد

Arbakian2323

لیکوال: حسان شلګری پخوانو به ویل ګر غم نداری بُز بخر ، ددې متل اوسنی ایډیشن داسې دی چې که غم ته دې زړه کیږي نو دطالبانو بدي وکړه چې په غمو دې ټنډ کړي. پتې تاروخیل د پکتیکا یو سرټمبه کومندان ؤ چې نه شورویانو، نه ګلم جمو او نه هم مجاهدینو تسلیم کړی ؤ، خو چې وار دطالبانو ...

نور ولوله »

غزني: اندړو کې د قومندان په ګډون ۸ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په اندړ ولسوالۍ کې طالبانو نن سهار وختي د اربکیانو په یوې پوستې عملیات کړي. ددغه ولایت چارواکي مني چې برید نن سهار وختي د اندړ ولسوالۍ په ګنډیر سیمه کې د اربکیانو په یوې پوستې شوی او  ۷ اربکیان په کې  وژل شوي دي. ...

نور ولوله »

غزني: اربکیانو په اندړو کې مسجد او قرآن کریمونو ته اور ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د غزني د اندړو اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالي په غلوکلا سیمه کې اربکیانو د کلي پخوانی مسجد او پکې ګڼ قرآن شریفونه په اور وسوځول. د دوی په قول اربکیانو په سیمه کې یو نوی مسجد جوړ کړی و، خو خلکو پکې لمانځه ته زړه نه ښه کاوه او خپل پخواني ...

نور ولوله »

د اربکیانو «غږ»

سلیم سلطاني په خواله رسنیو کې پرلپسې دا تبلیغات کېدل چې په غزني کې ځوان فرهنګیان د «غږ» په نامه مجله خپروي، چې دا به د غزني د ټولو اوسېدونکو د ارمانونو غږ وي. خو ما چې به يې کاري ټیم ته کتل، ټول اربکیان یا هم د اندړو د اربکیانو انډیوالان پکې راټول وو، پوی شوم چې دوی دا ...

نور ولوله »

غزنی: د ژمي په رارسېدو اربکیان له هر کلي اتیا منه لرګي غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت په قره باغ، ګیلان او اندړو ولسوالیو کې اربکیان د ژمي د تیاري لپاره له خلکو نه پیسې، خوراکي توکي او د سون توکي په زور ټولوي. غزني مېشتی خبریال عارف نوري وايي چې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې اربکیانو په هر کلي باندې اتیا منه لرګي ...

نور ولوله »

غور کې اربکیانو لسګونه کورونه سوځولي

Maqor.arbakyan

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د غور ولایت په چهارسده ولایت کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ له نښتې وروسته اربکیانو اتیا کورونه سوځولي او پنځلس تنه عام وګړي يې زنداني کړي دي. طالبان هم مني چې د دوی او اربکیانو ترمنځ په یاده سیمه کې نښته شوې ده او له نښتې وروسته اربکیانو د جګړې ...

نور ولوله »