د ټیګونو ارشیف : اوربند

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو په اوربند کې خپل یووالی ثابت کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): یوه امریکايي خپرونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي چې طالبانو دا ثابته کړه چې پخپلو لیکو کې غښتلی یووالی لري. واشنګټن ایکزماینر په نوم خپرونه د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله لیکي، اختر کې د طالبانو اوربند دا وښوده چې دوی څومره سره یو لاس او د ...

نور ولوله »

حامد کرزي د حکومت له لوري د اوربند ختمول، د ورور وژنې دوام بللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت له لوري د اوربند ختمول د ورور وژنې دوام بللی دی. تېره ورځ محمد اشرف غني د حکومت له لوري د پیل شوي اوربند د پای خبر ورکړ او دولتي ځواکونو ته يې د عملیاتو د پیلولو امر وکړ. حامد کرزي د اشرف غني د دې اقدام په ...

نور ولوله »

غني: د امن سیمې؛ طرحه یوه فردي طرحه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وايي د امن سیمې په نامه طرحه حکومتي طرحه نه ده، بلکې یوه فردي طرحه ده. هغه نن په ارګ کې د خبري کنفرانس پر مهال امنیتي ځواکونو ته هم د عملیاتو امر وکړ او ويې ویل چې لس ورځنی اوربند يې نن پای ته ورسيد. ډاکټر غني د امن سیمې ...

نور ولوله »

د امریکا دفاع وزیر: د اختر اوربند وښوده، چې سوله هم راتلی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وايي په اختر کې اوربند وښودله چې په افغانستان کې سوله راتلی شي. مټيس وايي د اوربند موده کې افغان ځواکونو پر طالبانو بریدونه نه دي کړي او طالبانو هم له دې فرصته په ګټه د افغانستان ښارونه ولیدل، چې په وینا يې سولې ته يې هیلې ...

نور ولوله »

صالح: ارګ د مصالحې د سیاسي مدیریت وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی ریس او د «روند سبز» په نوم د جریان مشر امرالله صالح وايي ارګ د مصالحې د مدیریت وړتیا نه لري. هغه د حکومت له لوري د اوربند د پیل، د طالبانو له لوري د اوربند کول، ښارونو ته د طالبانو مسلح ننوتل او د افغانستان اسلامي امارت بیرغ رپېدل ...

نور ولوله »

اوربند..سمښت او تېروتنې!‏ لطف الله خیرخوا

سياسي دريځونه بايد له خپل سياق او ظروفو ونه کاږل شي، ځکه چې دريځ پسې د ‏حُکم خبره راځي. که دريځ په خپل سياق کې معلوم کړی شي او ظروف يې ملاحظه ‏شي، نو د سم حُکم احتمال ډېر وي. همدا ډول که دريځ له خپل سياقه بهر وڅېړل ‏شي او ظروف يې ملاحظه نه شي، نو بيا د خطا ...

نور ولوله »

طالبانو په اوربند د عسکرو جنګي انګیزه وننګوله

عاصم مومند تېره ورځ د طالبانو اختریز اوربند پای ته ورسېد، هغه طالبان چې له دې اوربند څخه په استفادې ښارونو او ولسوالیو ته ورکوز شوي وو، قضا مازدیګر په داسې حال کې له ښارونو څخه ووتل او خپلو سنګرونو ته ورغونډ شول چې په افغان عسکرو یې د خپل ترحم او زړه سوي یوه بې ساري عملي ننداره وړاندې ...

نور ولوله »

د کامیابه اوربند وروسته را ټوکېدلي مهمې پوښتنې

لیکوال: اسد افغان ۱- د اختر اوله د اوربند په برکت د افغانانو د خوښۍ په دومره زیات شمیر عکسو او ویډیوګانو کي ولي کوم پنجابی روسی، ایرانی چا ونه لیده؟ ۲- مطبوعاتو ویل چي د طالبانو په لیکو کي دروس، ایران او پاکستان فوځیان موجود دي، قومنده یې هم د هغوی په غاړه ده او دا اوربند خو د ...

نور ولوله »

اوربند او غبرګونونه

انعام الله احمدزی د اوربند په اعلان سره طالبانو څه ثابت کړل؟ د طالبانو له لوري اعلان شوی اوربند هغه شکونه، ابهامات او تورونه غلط ثابت کړل چې د تیرو ۱۷ کلونو راهیسې به د دوی په خلاف د مختلفو جهتونو له لوري تبلیغ کیدل. د طالبانو اوربند لاندې ټکي واضح کړل. • د طالبانو یووالی، نظم او د خپل ...

نور ولوله »

د طالبانو اوربند کوم حقائق رابرسیره کړل؟

جاوید علي خیل د طالبانو مشرتابه د کوچني اختر د دریو ورځو په مخه په ټول هیواد کې اوربند اعلام کړی دی. د دې لیکنې تر مهال د اوربند دوه ورځې پوره کیدونکې دي. هغه څه چې له دې اوربند سره ثابت او په ډاګه شول په دې لیکنه کې ورته په لنډو اشاره کوو. اسلامي امارت واحد او متحد ...

نور ولوله »