د ټیګونو ارشیف : اړيکي

«امریکايي استازیو د حمدالله محب له امله غونډه لغوه کړه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): په ارګ کې د ناټو د غړو هېوادونو د استازیو غونډه له دې امله لغوه شوه، چې لوړپوړو امریکايي استازو پکې د حمدالله محب د ګډون په خاطر له ګډونه انکار وکړ. طلوع‌نیوز د ځينو سرچینو په حواله وايي، چې دا ناسته پرون «دوشنبه، ۵وری» کېدله، خو امریکايي استازیو قلمونه او کاغذونه پر ...

نور ولوله »

غزني: د اندړو دوه اربکیان د پوستې خرڅولو په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني چارواکي وايي په اندړو کې يې دوه اربکيان د پوستې د خرڅولو په تور نیولي دي. اریانا نیوز د غزني د امنیه قومندانۍ په حواله وايي، چې دې اربکیانو د اندړو د امین کلا پوسته له ټولو امکاناتو سره طالبانو ته پرېښودله چې دوی پرې خبر شول. سرچینه زیاتوي چې نیول ...

نور ولوله »

د کورنيو چارو وزارت امنیتي ادارو کې د طالبانو د همکارانو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د هغې دعوې پخلی وکړ، چې په لوړه سطحه په امنيتي ادارو کې خپل همکاران لري. په کابل کې د شنبې، د پېښې په تړاو طالبانو دعوه کړې وه، چې بریدګر يې په کورنیو چارو وزارت کې د نفوذي کسانو په مرسته تر خپل هدفه رسېدلی دی. ...

نور ولوله »

عرب–اسلامي نړۍ او امريکا سرمشريزه او په اسلامي نړۍ يې اغېزې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د عربي-اسلامي نړۍ-امریکا د مشرانو نړیوال کنفرانس تېره اوونۍ (د مې ۲۱مه ۲۰۱۷) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې جوړ شو او د ډېری اسلامي هېوادونو مشرانو پکې ګډون وکړ. د دغې غونډې يو مهم ګډونوال د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ و، چې په کنفرانس کې يې د سعودي د پاچا ملک سلمان ...

نور ولوله »

کویټ هم د ایران څخه خپل سفیر ایستلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د کویټ د بهرنیو چارو وزارت نن د سه شنبې په ورځ له ایران څخه خپل سفیر ایستلی دی. کویټ له سعودي، بحرین، سوډان او متحده عرب اماراتو وروسته څلورم هیواد دی چې په ایران کې د سعودي د قونسلګري او سفارت د سوځولو په عکس العمل کې له دې هیواد سره ...

نور ولوله »

طالبان-روسان «اړیکې» او د ځواک نوی انډول

ذاکر جلالي په افغانستان کې د روسیې پخواني سفیر او اوس افغانستان لپاره د ولادیمیر پوتین ځانگړي استازي، ضمیر کابلوف تېره چارشنبه، د سپټمبر په ۲۳مه داسې څرگندونې کړي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون راهیسې يې تمه کېده. کابلوف له انټرفاکس، روسي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د هېواد گټې يې د طالبانو له ...

نور ولوله »

پاکستان هند او سيمه ييزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل):پاکستان د هند بهرنيو چارو وزيرې ته بلنه ورکړې، چې اسلام اباد کې د افغانستان د بحران په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. پاکستان په داسې وخت کې، خپل حريف ګاونډي ته د افغانستان په اړه د ګډ کنفرانس بلنه ورکوي، چې د دواړو اتومي هېوادونو اړيکې ډېرې سره ترينګلې دي او ...

نور ولوله »

هند له افغان چارواکو سره د ناستې وخت نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان حکومت هغه غوښتني پرلپسې ردوي چې افغان حکومت یې د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه له څه مودي راهیسي کوي. دواړو هیوادونو په ۲۰۱۱ کې د ستراتیژیک تړون امضا کړی، خو اوس هندوستان دې ته نه تیاریږي چې د افغانستان سره پر دغه موضوع باندي غونډه وکړي. ...

نور ولوله »

«د سیمې د ډاډ لپاره باید استخباراتي معلومات سره شریک کړو»

نن ټکی اسيا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): ایران ته د ګډ حکومت د لومړي مشر د لومړي سفر په اوږدو کې ایراني چارواکو ترې غوښتي چې د سیمې د ډاډ په خاطر باید له یو بل سره استخباراتي معلومات سره شریک کړو. د ګډ حکومت د مشر اشرف غني کوربه ایراني ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له نوموړي سره په خبرو ...

نور ولوله »