د ټیګونو ارشیف : بادغیس

بادغیس: د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان طالب سرتېرو په مخامخ برید کې وواژه. د بادغیس د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب امیني وايي، عبدالحکیم مودودي او د هغه څلور ملګري د طالبانو د تېرې شپې په برید کې ووژل شول. هغه طلوع نیوز ته ویلي، طالبانو د هرات ...

نور ولوله »

بادغیس: طالبانو د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): په بادغیس کې د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه ساتونکی وژل شوي دي‎.‎ د بادغیس د د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني ويلي، قومندان اسماعیل خان او ساتونکی يې پر ځينو پوستو د احوال پوښتنې ‏په حال کې د یو ماین ښکار شو‎. ‎ طالبانو د پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی ...

نور ولوله »

بادغیس: طالبان وايي د دوی په پلویتوب سلګونو کسانو وسلې ته لاس غځولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ګڼو کلیو اوسېدونکو د دوی ملاتړ کړی او سلګونو يې عملاً وسله ورسره غاړې ته کړې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د قادس ولسوالۍ اړوند د برګل او شهر ارمان سیمو ۶۳ کليو د طالبانو ملاتړ کړی دی. ښاغلی ...

نور ولوله »

فاریاب: د ۲۳۳کیلومتره سړک کار ۱۲ کاله کې هم نه دی پوره شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په فاریاب ولایت کې هغه سړک چې د دې ولایت قیصار ولسوالي د بادغیس له لامان سره نښلوي له دوولسو کلونو راهیسې تر کار لاندې دی. سیګار، چې په افغانستان کې امریکايي لګښتونه څاري د تېرې اوونۍ په راپورې کې ویلي، چې دغه سړک ټول ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې تر له دوولسو کلونو ...

نور ولوله »

بادغیس: د طالبانو سره په جګړه کې ۳۰ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ غبرګولي ۱۳۹۷ل): د طالبانو له لوري د اختریز اوربند د پای ته رسیدو وروسته په یوه لوی برید کې د دولتي عسکرو ۳۰ تنه وژل شوي. د بادغیس ولایت والي عبدالغفور ملکزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اختر وروسته په خپل لومړني لوی برید کې طالبانو یوه قرارګاه نیولې او ۳۰ تنه عسکر ...

نور ولوله »

بادغیس: پولیسو یوه لسیزه د سپيو غوښې خوړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس چارواکي وايي امنیه قومندانۍ کې ټیټ پوړو او لوړپوړو امنیتي مسؤلینو له یوې لسیزې راهیسې د سپیو غوښې خوړلې. د بادغیس امنیه قومندان فهیم قایم، چې تازه يې دغه دنده پیل کړې، د خپلو کارکوونکو او عسکرو پر وضعیت خواشيني ښوودلې او تر ځان وړاندې امنیه قومندان يې ملامت بللی. هغه ویلي، ...

نور ولوله »

بادغیس: د ۱۵قومندانانو په ګډون سلګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ۱۵ قومندانانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ تنه وسله وال چې پکې ملي اردو، ملي پولیس او اربکیان شامل دي طالبانو ته تسلیم شوي دي. طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان له خپلو وسلو او مهماتو سره د قادس په خردک شرقي سیمه کې د ...

نور ولوله »

میدان وردګ: د بهرنیانو بمبار کې ۱۱ افغان عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): بهرنیو ځواکونو د میدان ودرګوپه نرخ ولسوالۍ کې پر افغان عسکرو بمبار کړی او ۱۱ تنه يې وژلي دي. ځايي اوسېدونکي وايي پېښه تېره شپه د مهدي غونډۍ سیمه کې رامنځته شوې ده او علت يې نه دی په ډاګه شوي. طالبانو هم په دې سیمه کې د پېښې پخلی کړی او ويلي يې ...

نور ولوله »

بادغیس: بهرنيو ځواکونو پر اربکیانو بمبار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو پر اربکیانو بمبار کړی چې شپږ تنه يې ځای پر ځای وژلي او څو تنه نور ټپیان شوي دي. د بادغیس د ولایتي شورا غړي فرید اخیزي رسنیو ته ویلي، چې پېښه نن سهار شاوخوا یوولس بجې د مقر په سنګه خیر کې د اربکیانو له ...

نور ولوله »

بادغیس کې د نوم لیکنې پر مرکز برید ۱۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس ولایتي شورا وايي، په دې ولایت کې د نوم لیکنې پر یو مرکز د برید پر مهال اته عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د دې شورا ییس عبدالعزیز بیګ وايي طالبانو د مرکز قلعه نو اړوند لامان سیمه کې د نوم لیکنې پر یو مرکز دغه برید کړی دی. ...

نور ولوله »