د ټیګونو ارشیف : بالامرغاب

بادغيس: طالبانو ۱۲۸ دولتي سرتيري خوشې کړي دي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو په بادغيس ولايت کې ۱۲۸ تنه نيول شوي دولتي سرتيري له بنده خوشې کړي دي او خپلو کورونو ته يې ليږلي دي. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ياد عسکر د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په مرکز د بريد پر مهال ...

نور ولوله »

بادغیس؛ بالا مرغاب سقوط شوه؛ خو والي لا هم ژوندی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): نن طالبانو په بادغیس کې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ، چې د دې ولایت ولایتي شورا يې هم پخلی وکړ. د دې شورا غړي ناصر نظري رسنیو ته وویل، طالبانو د دې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ځينې نور پوځي مرکزونه نیولي او جګړه يې پر یو بل کنډک ګرمه ساتلې، ...

نور ولوله »

ولايتي شورا: بالامرغاب ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): د بادغيس ولايتي شورا وايي چې د دې ولايت بالامرغاب ولسوالۍ طالبانو نيولې ده. د بادغيس د ولايتي شورا غړي ناصر نظري ويلي دي چې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ ودانۍ نيولي دي. نظري وويل چې طالبانو نن له غرمې وروسته ياده ولسوالي نيولې ده او اوسمهال يې د امنيتي ...

نور ولوله »

بادغیس ولایتي شورا: بالا مرغاب سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طالبانو تيره شپه د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ پنځه پوستې سقوط کړې، ولايتي شورا يې د بالامرغاب د سقوط انديښنه څرګنده کړه. د بادغيس ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ نن رسنيو ته وويل چې طالبانو له تيرې شپې راهيسې د بالامرغاب په ولسوالۍ بريدونه پيل کړي دي چې جګړه لاهم ...

نور ولوله »

طالبان: لا هم وخت شته، دولتي ځواکونه دې وسلې پر ځمکه کېږدي!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو پر دولتي ځواکونو غږ کړی چې لا هم فرصت لري چې وسله پر ځمکه کېږدي او له خپل ولس سره له جګړې لاس واخلي. «د ورځې خبره» تبصره چې د طالبانو له رسمي ادرسه خپرېږي، د بادغیس په بالامرغاب کې د جګړې، تسلیم شویو عسکرو او دولتي ځواکونو پر ځپل شوي مورال را ...

نور ولوله »

بادغیس؛ بالا مرغاب د ډزو او تسلیمۍ د غږونو شاهد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): له تېرو درېیو ورځو راهیسې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ د طالب سرتېرو تر بریدونو لاندې ده، چې د دولتي ځواکونو ډله‌ییزې تېښتې او تسلیمۍ وضعیت د هغوی پر ګټه تمام کړی دی. طالبانو تېره ورځ وویل، چې ۷۲ عسکر سلامت ګوتو ته ورغلي او تر خوندي ځایونو يې رسولي دي، خو د دې ...

نور ولوله »

بادغيس: طالبانو يو کنډک ۳ پوستې او ۲۰ عسکر نيولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو يو کنډک او درې پوستې نيولي او ۲۰ دولتي عسکر يې هم ژوندي نيولي دي. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تيره شپه يې د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ په لودينانو سيمه کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي ...

نور ولوله »

بادغيس: د بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط امکان

  نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بادغيس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو تيره شپه ددې ولسوالۍ په پنځو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې پنځه پوستې سقوط کړي دی او لس تنه امنيتي سرتيري يې وژلي دي. د بالامرغاب ولسوال وارث شيرزاد وايي چې له تيرو دوو ورځو راهيسې په ...

نور ولوله »

بادغېس: خپلو ملګرو څلور پوليس وژلي دي

Afghan police road block

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د يوې پوستې نهو پوليسو خپل څلورتنه پوليس ملګري وژلي دي او په تېښته بريالي شوي دي. د قادس امنیه قومندان مل پاسوال محمد صابر وويل چې د قادس ولسوالۍ په خيرخانه سيمه کې نهو پوليسو خپل څلور تنه ملګري وژلي دي، دهغوی وسلې، مهمات ...

نور ولوله »

بادغيس: اته تنه ملي پوليس له طالبانو سره يو ځای شول

نن ټکی اسیا (جمعبه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۴ل): په بادغيس ولايت کې اته تنه ملي پوليس له طالبانو سره يو ځای شوي دي او خپلې وسلې يې طالبانو ته سپارلې دي. د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ امنيه قومندان سمونمل سيد شريف وايي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې ددې ولسوالۍ په دروېش محمديه سيمه کې رامنځته شوه. هغه وويل ...

نور ولوله »