د ټیګونو ارشیف : بريدونه

د بښنې نړیوال سازمان: اشرف غني دې د اعدامونو مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د بښنې نړیوال سازمان وايي، محمد اشرف غنې باید د اعدامونه مخه ونیسي. دوی د تېر میلادي کال په راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د ځينو بریدونو په غبرګون کې پنځه تن اعدام شوي، چې یوازې د جګړې له توندېدو سره مرسته کولی شي. د دې سازمان د اعدام برخې سلکارې کیارا سانجیورجیو ...

نور ولوله »

غني: طالبان که خپل بريدونه ونه غندي خبرې نه ورسره کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرستیال سره په تلیفوني خبرو کې ويلي، که طالبان خپل بریدونه ونه غندي دوی ورسره خبرې نه کوي. ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د امریکا مرستیال ولسمشر د وروستیو پېښو په تړاو «خواخوږي» ښکاره کړې. افغان ولسمشر مایک پنس ته ...

نور ولوله »

پژواک: تېر کال ۲۰۵۰ امنیتي پېښو کې نږدې ۱۵زره تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پژواک خبري اژانس، پخپل څيړنیز راپور کې وايي، په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ۲۰۵۰ امنيتي پېښو کې نږدې ۱۵ زره تنه افغانان وژل شوي دي. دغه سرچينه د کال په اوږدو کې د خپلو امنیتي خبرونو پر بنسټ وايي، چې دوی له ۲۰۵۰ امنیتي پېښو خبرونه درلودل، چې پکې ۱۴۶۰۰تنه وژل ...

نور ولوله »

هلمند: طالبانو لښکرګاه کې پر امنیتي ځواکونو بريد کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه مرکز لښکرګاه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په وینا يې په شا تمبول شوي. هلمند کې یوې امنیتي سرچینې د وژل شویو عسکرو شمېر یوولس ښوودلی، خو امنیه قومندان بیا یوازې د دوو پولیسو او ۱۵ طالبانو د وژلو دعوه کړې. ...

نور ولوله »

طالبانو پر شاهين قول اردو بريد کې خپل ځواک وښوده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ غویی، ۱۳۹۶): د طالبانو له لوري د نوي کال د پسرلنيو عملياتو له اعلان وړاندې وسله‌والو په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو ډله‌ييز خونړی بريد وکړ، چې ۱۴۰ سرتيري يې ووژل او ۱۶۰ نور يې ټپيان کړل. دا بريد په داسې حال کې شوی، چې يو لور ته د افغان حکومت ترمنځ داخلي ...

نور ولوله »

کوټه : د هزاره زيارت کوونکو پر بس موټر د ډزو له امله ۵ ښځي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د بلوچستان ايالت مرکز کوټي ښار پر کيراني سړک باندي د هزاره زيارت کوونکو پر بس موټر نا پېژانده وسله والو ډزي کړي. ويل کيږي بريدګرو لومړی بس موټر درولی او وروسته يې پر ښځينه سپرلۍ ډزي کړي. پېښه تېره ورځ ماښام مهال را منځته شوې او له امله يې ۵ ښځي ...

نور ولوله »

هلمند : مرکز ته څېرمه امريکايي ځواکونو عمليات پيل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۲، ۱۳۹۵ل): د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي تېره شپه بهرني او داخلي عسکرو په باباجي او نادعلي سيمو کې ګډ پوځي عمليات ترسره کړي. ځواک طالبانو ته د مرګ ژوبلي تر څنګ د ځينو سيمو د نيولو خبر هم ورکړ. د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي : دا ...

نور ولوله »

عاجل : طالبانو کندوز د مرکز په ګډون د ۲ ولسواليو پر مرکزونو بريدونه پيل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۵ل): نن سهار وختي طالبانو د کندوز ولايت پر مرکز ، د چهادرې او خان آباد ولسواليو پر مرکزونو او ګڼو امنيتي پوستو لوی تعرضي بريدونه پيل کړي. د تخار ـ خان آباد لويه لار طالبانو بنده کړې او د دوی په وينا د امنيتي ځواکونو د تګ را تګ مخه يې ډب کړې. ...

نور ولوله »

امريکا : ټيکساس کې د بريدونو له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ټيکساس ايالت په اسټين ښار کې د دوو بريدونو له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. پېښه سهار مهال شاوخوا ۳ بجې شوې . د ټيکساس ايالت پوليسو پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي : په سيمه کې د دوو بريدونو له امله يوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور ټپيان ...

نور ولوله »

غزنی : د شپږم ماموريت امير له ساتونکو سره وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل):تېره شپه د غزني ښار د قلاتي په سيمه کې د شپږم ماموريت امير په وسله وال بريد کې وژل شوی. د ماموريت امير دويم څارن اختر محمد او ورسره درې ساتونکي د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي. د غزني امنيه قومندان امين الله امرخېل د نوموړي او دريو پوليس وژل تأيدوي ...

نور ولوله »