د ټیګونو ارشیف : بريدونه

د پکتيکا د استخباراتو رئيس په غزني کې وژل شوی او مرستيال يې ژوبل شوی

  نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۳۹۵ ل): د پکتيکا ولايت د استخباراتو رئيس ( نيازمن ) په غزني ولايت کې وژل شوی د استخباراتو رئيس او ورسره ځواکونو يې غوښتل له پکتيکا ولايت نه غزني ته ستانه شي خو د طالبانو له کمين سره مخ شوي او د دواړو لورو تر منځ جګړه نښتې د نښتي په پايله ...

نور ولوله »

چارواکي : باميانو ته د طالبانو نومول شوی والي ژوندی نيول شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د باميان ولايت چارواکي ادعاء کوي چې د دې ولايت لپاره د طالبانو عمومي مسؤل يې ژوندی نيولی . د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي پوليسو باميان ته د طالبانو والي ملا بصير ژوندی نيولی . چارواکي زياتوي چې طالب والي تېره شپه د کهمرد ولسوالۍ په دواب مېخ زرين ...

نور ولوله »

کابل : کمپنۍ کې د پوليسو درې افسران وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): تېر ماخستن د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې پر پوليس افسرانو غلچکي بريد شوی . د بريد په پايله کې درې تنه پوليس افسران وژل شوي . ويل کيږي ياد پوليس افسرانو په کورنيو چارو وزارت کې دندي تر سره کولي . د بريد مسؤليت طالبانو منلی او وايي ددوی له ...

نور ولوله »

تورخم کې يو ځل بيا جګړه پيل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل):تېره شپه د پاکستان او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه ونښته چې له امله يې ۶ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته . له څو ساعته جګړې وروسته د دواړو لورو تر منځ اوربند اعلان شو. اجراييه رييس ډاکټر عبدالله وويل، چې دغه اوربند يې د پاکستان په غوښتنه کړی دی. اوس مازديګر ...

نور ولوله »

لوګر: چارواکي د طالب والي د وژل کېدو دعوه کوي، طالبان يې بې بنسټه بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر چارواکي وايي چې تېره شپه يې د هرنیانو په ملګرتیا په ګډو عملیاتو کې د طالبانو له لوري د لوګر والي چې دوی يې نوم مولوي نجیب الله یادوي له ۱۱ ملګرو سره وژلی دی. د لوګر د والي وياند سلیم صالح وايي چې تېره شپه د بهرنیانو په ملګرتیا د ...

نور ولوله »

ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې داعش ضد طالب قومندانان په نښه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت قومي مخور وايي چې په دې ولایت کې بې پیلوټه الوتکې داعش ضد طالب قومندانان په نښه کوي او له منځه یې وړي. د قومي مخورو دا ډله چې پلازمېنه کابل کې يې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل، هغه ته يې شکایت وکړ چې په دې وروستيو ...

نور ولوله »

هند او مزار کې پر پوځي او ډيپلوماتيکو تاسيساتو بريدونه د سولې پر وړاندې د خنډ پيدا کولو هڅه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د روانې اوونۍ په پيل کې د شپې درې بجې پاکستان او هندي کشمير پولې ته نږدې پټانکوټ پوځي او ستراتيژيکه سيمه کې د هوايي ځواک پر اډه ډله ييز بريد وشو او د هندي رسنيو په وينا نن تر درېيمې ورځې هم د پوځي اډې شاوخوا خال خال ډزې کيږي. تېر ...

نور ولوله »

کورنیو چارو وزارت: د کابل امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزارت په کابل کې له وروستیو بريدونو وروسته وايي چې د دې ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د کورنیو چارو وزیر د ښار د امنیتي وضعیت د څار او سمون په موخه ...

نور ولوله »

جنرال کمبل افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان روانو نا امنيو او طالبانو بريدونو ته په کتو افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو مشر قوماندان جنرال جون کمبل غواړي، چې افغانستان ته نور امريکايي سرتېري راوغواړي، چې راتلونکي کال کې د افغانستان امنيت خوندي ساتلو په موخه د افغان امنيتي سرتېرو مرسته وکړي. د امريکايي پوځيانو مشر قوماندان ...

نور ولوله »

کابل: د امريکا سفارت امريکايي اتباعو ته د احتمالي بريدونو له امله د محتاط اوسېدو سپارښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا سفارت په افغانستان کې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د احتمالي بريدونو په اړه امريکايي اتباعو ته د خونديتوب سپارښتنه وکړه. په کابل کې د امريکا له سفارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په ټول افغانستان ...

نور ولوله »