د ټیګونو ارشیف : بريدونه

هلمند: سنګين کې پر ګڼو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ کې طالبانو پر ګڼو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي. د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو تېره شپه ناوخته د سنګين ولسوالۍ پر لسو امنيتي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه پيل کړي. اسوشيټيډ پريس د سنګين ولسوالۍ امنيتي چارواکو له قوله ليکلي، ...

نور ولوله »

طالبانو د کندوز د امنیتي مسوولینو څرګندونې «پروپاګند» بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز والي وايي چې د کندوز په روانو جګړو کې يې ګڼو طالبانوته مرګ ـ ژوبله اړولې ده. د نوموړي په وینا د وژل شويو طالبانو په منځ کې ۱۸ بهرني طالبان دي چې جسدونه يې له دوی سره موجود دي. طالب وياند ذبیح الله مجاهد د کندوز د والي له لوري ...

نور ولوله »

ننګرهار: ملي امنیت څلور تنه محصلين د «ترهګرو» په نوم نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت ریاست په ننګرهار کې د وروستیو نا امنیو په تړاو د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څلور تنه محصلين نيولي دي، چې د محصلینو توند غبرګونونه يې را پارولي دي. ملي امنیت ادعا کړې چې د ننګرهار پوهنتون د ساینس او ټکنالوژي د دويم ټولګي محصل عبدالغفور چې د ننګرهار ...

نور ولوله »

طالبانو د خپلو عملیاتو په لومړۍ ورځ د سلګونو بريدونو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پرون – جمعه – د خپلو نویو عملیاتو په لومړۍ ورځ د سلګونو بریدونو په پایله کې د ګڼو عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی دی. قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د عزم په نوم د پیل شویو عملیاتو په لومړۍ ورځ يې په ټول ...

نور ولوله »

سعودي لیکوال: اسلامي ګوندونو تل په سختو حالاتو کې د سعودي ملاتړ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان مشهور لیکوال او ژورنالیست جمال خاشقجی چې شاهي ماڼۍ ته ډیر نږدې سړی بلل کیږي، په دې وروستیو کې يې د اسلامي نړۍ په لر و بر کې د سعودي عربستان په ملاتړ مظاهرو او لاريونو ته په کتو د اسلامي نړۍ له مذهبي ګوندونو مننه کړې او وايي، چې په ...

نور ولوله »

اسلامي دولت: يرغمل شوې امريکايۍ د اردن په بمبار کې ووژل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۳ل): «اسلامي دولت» ډله وايي، چې دوی سره بندي ښځينه امريکايي يرغمل شوې د اردن په هوايي بريد کې وژل شوې ده. رويټرز خبري اژانس د «اسلامي دولت» د چارواکو له قوله وايي، چې يرغمل شوې امريکايۍ کايلا جن ميلر د سوريې الرقه ښار کې دوی سره بندي وه او د اردن د جنګي ...

نور ولوله »