د ټیګونو ارشیف : بريد

پر بګرام هوايي اډه توغندیز برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي خپل پسرلني علمیات يې د «خندق» په نوم، پر بګرام هوايي اډې له توغندیز بریده پیل کړل. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې توغندي پر ټاکلیو اهدافو لګیدلي، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویل شوي. «توغندي په ټاکل شویو هدفونو ولګیدل او په مهال یې اشغالګرو ته درانه ...

نور ولوله »

کابل: دیارلسمه حوزه کې درې پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه دیارلسمه امنیتي حوزه کې د پولیسو په پوسته برید شوی، چې درې تنه پکې ځای پر ځای وژل شوي دي. طلوع نیوز د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي چې وسله والو د کمپنۍ پله ته څېرمه د پولیسو پر پوسته سهار وختي برید وکړ، چې درې ...

نور ولوله »

بادغیس: د نوم لیکنې پر مرکز برید کې نهه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس چارواکي وايي چې قلعه نو ته څېرمه د نوم لیکنې پر مرکز برید کې د ملي اردو نهه عسکر وژل شوي دي. د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر غلام سرور حیدري وايي، چې طالبانو څو ورځې وړاندې هم پر دې مرکز برید وکړ، خو تېره شپه يې د برید پر ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ تر اوسه د نوم لیکنې درې مرکزونه تر برید لاندې راغلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): سره له دې چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې سستې پروسې ارګ اندېښمن کړی، تر اوسه درې ټاکنیز مرکزونه تر بریدونو لاندې راغلي دي. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې لپاره د ټکني بهیر یو علت نا امني بولي، خو په تېر ټوله اوونۍ کې د هېواد په سطحه ...

نور ولوله »

کندهار: د ښار په زړه کې د پوستې قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار په زړه کې پر پولیسو غلچکی برید شوی، چې د یوې پوستې قومندان يې وژلی او یو بل پولیس يې ټپي کړی دی. افغان اسلامي اژانس له کندهاره د کره سرچینو په حواله وايي، برید نن سهار شاوخوا نهه بجې د ښار لومړۍ حوزه کې د اختر متاري زیارت ته څېرمه شوې ...

نور ولوله »

پر انټر کانټنینټل هوټل د برید جزييات لا هم پټ پاتې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل برید هغه پېښه وه، چې په هېواد د ننه او د باندې يې غبرګونونه را وپارول. دغه بريد چې پنځو تنو طالب بریدګرو د تېرې اوونۍ په شنبې ورځ ترسره کړ، طالبانو پکې لسګونو تنو کورنیو او بهرنیو کسانو ته د مرګ ژوبلې دعوه ...

نور ولوله »

د عامې روغتيا وزارت: د کابل پرونی بريد د امبولانس په وسیله نه دی شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه د طالبانو برید د امبولانس په وسیله نه دی شوی. د دې وزارت ویاند وحید مجروح له رسنیو سره په خبرو کې وویل، هغه موټر چې بریدګر پکې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړی و، امبولانس نه و. مجروح هغه ...

نور ولوله »

طالبانو د کابل د پرونۍ پېښې په اړه توضیحات خپاره کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار په زړه کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه د تېرې ورځې د موټر بم برید په تړاو طالبانو تازه څرګندونې خپرې کړې دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپلو توضیحاتو کې چې یوه کاپي يې نن ټکی اسیا ته هم را رسېدلې، پر دې ټینګار کړی چې ...

نور ولوله »

ملي شورا: امنيتي مسوولین دې استعفاوې وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي شورا غړو، د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ويلي، چې امنیتي مسوولین دې له خپلو دندو استعفا ورکړي. په تېر څو ورځو کې د کابل پر انټرکانټنینټل هوټل برید، هلمند کې موټر بم برید او پرون د کابل په زړه کې موټر بم برید هغه پېښې دي چې توند غبرګونونه يې ...

نور ولوله »

کانټنینټل برید: د قربانیانو پاتې شوي سامانونه لوټ شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پر انټرکانټنینټل برید کې د وژل شویو او تښتېدلو کسانو سامانونه لوټ شوي دي. دغه بريد چې تېره شنبه ماخستن پیل شو، له شاوخوا پنځلس ساعته وروسته پای ته ورسيد، لومړني هغه کسان چې له برید وروسته هوټل ته ننوتي بهرني او کورني امنیتي ځواکونه و، چې د غلا شک هم پر دوی ...

نور ولوله »