د ټیګونو ارشیف : برېښنا

غزني ته غځېدلې برېښنا میدان وردګو کې پرې شوې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): غزني ته غځېدلې برېښنا میدا وردګو کې د جګړې له امله پرې شوې ده. د غزني چارواکي وايي، تېره ورځ ماسپښين مهال د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ سالار سیمه کې د جګړې له امله د برېښنا درې مزي پرې شوي دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، دغه برېښنا ...

نور ولوله »

برېښنا شرکت: راتلونکي کال کې به له ازبکستانه زر مېګا واټه برېښنا وارده شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): د برېښنا شرکت مسؤلین وايي راتلونکي میلادي کال کې به له ازبکستان څخه زر مېګا واټه برېښنا را وارده کړي. د دې شرکت ویاند وحيدالله توحیدي امریکا غږ ته ویلي، چې دغه برېښنا به د سرخان – پلخمري له لارې افغانستان ته وارده شي. هغه ويلي په همدې موخه له ازبکستان څخه راغلي ...

نور ولوله »

بغلان: وسله والو د شپږو هندیانو په ګډون اوه تنه تښتولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د بغلان چارواکي وايي د بغلان – سمنګان په لویه لاره وسله والو شپږ هندي او یو افغان تبعه تښتولي دي. د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وايي دغه کسان چې د برېښنا برخه کې د «KEC» په نوم هندي شرکت کارکوونکي و، د طالبانو له لوري تښتول شوي دي. ...

نور ولوله »

بغلان: کابل ته د وارداتي برېښنا پایه الوځول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۷): د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د کېله ګي په سیمه کې نامعلومو وسلوالو کابل ته د واراداتي برېښنا یوه پایه په بمونو الوځولې ده. په کابل کې د برېښنا شرکت چارواکو په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دغه پېښه د شپې ناوخته پر دوه بجې را منځته شوې ده. چې له امله یې ...

نور ولوله »

پروان: زورواکي د برېښنا ریاست ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پروان د برېښنا حوزوي ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې ګڼ زور واکي د مصرف شوې برېښنا ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي. د دې ریاست رییس ناصر احمدي وايي، که دغه قرض پیسې يې ګوتو ته ورشي کولی شي چې د پروان ګڼو سیمو ته برېښنا پرې ورسول شي. احمدي وايي ...

نور ولوله »

برېښنا شرکت: د ترکمنستان برېښنا بېرته ونښلول شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د برېښنا شرکت مسوولین وايي، له څو ورځې وروسته په دې وتوانيدل چې له ترکمنستانه را وارد شوې برېښنا بیا وصل کړي. د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحيدي وايي، فعلاً له ترکمنستان څخه را وارد شوې برېښنا بېرته نښلول شوې او د ستونزې د دایمې حل په موخه به راتلونکې اوونۍ کې ...

نور ولوله »

دوو ورځو کې د ارغندۍ ـ غزني برېښنا نښلول کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، راتلونکو دوو ورځو کې به د ارغندۍ – ‏غزني برېښنا ونښلول شي‎. ‎ د دې ولایت امنیه قومندانۍ چارواکي وايي دوی د برېښنايي پايو او لینونو د ساتنې په موخه مخالفین ځپلي دي‎.‎ که څه هم طالبانو په خپلو اعلامیو کې د عام المنفعه پروژو د ...

نور ولوله »

 اجراییه رییس: د وارداتي برېښنا پر ځای تولیدي برېښنا ته لومړیتوب ورکوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د مخکېني حکومت د پالیسۍ ډېر ټینګار په وارداتي برېښنا و؛ خو د ملي یووالي حکومت دغه پالیسي بدله کړې ده او پر ځان بساینه، د کورنیو اوبو مهار او د بندونو روغول یې لومړیتوبونه دي. نوموړي دغه څرګندونې نن د اوبو، برېښنا ...

نور ولوله »

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني نن مازدیګر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلی دی. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سفر د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرزا یوف په رسمي بلنه شوی دی. ټاکل شوې ده، چې د دغه سفر پر مهال به ولسمشر ...

نور ولوله »

مسیر: ولسمشر پکتیا ته د برېښنا رسولو ژمنه پوره نه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني په پکتیا کې د امنیه قومندانۍ د برید قربانیانو ته د خواخوږۍ په مراسمو کې وویل، څلوېښت ورځې وروسته به ټول ګردیز برېښنا روښانه کړي. مسیر ورځپاڼه، د پکتیا مېشتو قومي مشرانو او مدني فعالانو په حواله وايي، چې له څلوېښتو ورځو وروسته هم ولسمشر ونه توانید تياره ګردیز روښانه کړي. ...

نور ولوله »