د ټیګونو ارشیف : بغلان

بغلان کې د سړک د غاړې ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي

afghan-Police-ambulance

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت چارواکي وايي ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي دي. د بغلان د والي وياند جاوېد بشارت ويلي، تېره ورځ ماسپښين ناوخته د پوليسو هاموی موټر په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې روان و، چې د سړک د غاړې د ماين ښکار شو او پنځه پوليس ...

نور ولوله »

بغلان: د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې د يوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بهرنيو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو د وژنو په دوام دا ځل بيا په بغلان ولايت کې د ډرون الوتکو بريدونو د يوې کورنۍ ۷ تنه وژلې دي. له بغلان ولايت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې بې پيلوټه الوتکو تيره شپه د ډنډ شهاب الدين ولسوالۍ په کتب خيلو سيمه ...

نور ولوله »

بغلان: کيان دره د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت دوشي ولسوالۍ په کيان درې طالبانو بريد کړی دی او دغه دره سقوط کړې ده. د بغلان ولايت یوې سرچينې رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره ورځ د دوشي ولسوالۍ په کيان درې د سمنګان ولايت د روي دواب ولسوالۍ له لوري ډله ييز بريد کړی چې په نتيجه ...

نور ولوله »

بغلان: د ملي امنيت مرستيال د طالبانو په برید کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت د ملي امنيت اوپراتیفي مرستیال عبدالغفورمحمود د طالبانو په کمین کې د را ایساریدو له امله ووژل شو. د یاد ولایت امنيتي سرچينو تأیید کړي چې نوموړی له بغلان څخه کابل ته پرلاره و چې د دوشې ولسوالۍ اړوند، د چارشنبې سيمې، کيلګي بازار ته څیرمه د طالبانو له کمین سره ...

نور ولوله »

دویم تعقیب – بغلان امنیه قومندانۍ کې لا هم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): نن غرمه مهال سرتېرو بریدګرو د بغلان امنیه قومندانۍ باندې برید کړی، چې د ودانۍ د ننه يې جګړه روانه ساتلې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، لومړی یو تن بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک ټانګ د قومندانۍ داخل کې وچاود او وروسته نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل چې لا يې هم جګړه ...

نور ولوله »

د بغلان پر امنيه قومندانۍ ډله ييز بريد روان دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت په امنيه قومندانۍ نن غرمه ډله ييز بريد پيل کړی دی چې جګړه لاهم روانه ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بريد نن غرمه ۱۲ بجې هغه مهال پيل شو چې يو تن طالب سرتيري د امنيه قومندانۍ په داخل کې د هاموي ټانګ په واسطه چاودنه ...

نور ولوله »

بغلان: لاریونوالو شپږ ورځې وروسته د کابل ـ مزار لار پرانیسته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان چارواکي وايي، له نږدې یوې اوونۍ وروسته د یو ناکام نوماند پلویان دې ته حاضر شول، چې د کابل ـ شمال لار خلاصه کړي. د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، لاریونوال وروسته له هغه قانع شول چې له کابل نه راغلي هئت ورسره خبرې وکړې او پر ځينو مواردو هوکړه ...

نور ولوله »

لاریونوالو درېیمه ورځ هم د کابل ـ مزار لار تړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸غويی، ۱۳۹۸ل): بغلان کې د یو ناکام نوماند پلویانو د درېیمې ورځې لپاره هم د کابل ـ مزار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده. دغه لاریونوال چې د محبوب الله غفاري په نوم د یو نوماند په ملاتړ کې را وتلي، ټينګار کوي چې که يې غږ وانه ورېدل شي، نو خپلو لاریونونو ته ...

نور ولوله »

بغلان؛ پر لاریونوالو د پولیسو ډزو پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): بغلان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یو ناکام نوماند پلویانو لاریون کړی، د کابل ـ مزار لار يې تړلې او پولیسو پرې ډزې کړې چې پنځو تنو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده. دغه لاریونوال چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د نوماند محبوب الله غفاري پلویان بلل کېږي، حکومت له دوی سره ...

نور ولوله »

احمد فريد بسيم د بغلان نوی والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو له لوري احمد فريد بسيم د بغلان د نوي والي په توګه وټاکل شو او نن په دې ولايت کې اړوندو چارواکو ته وروپېژندل شو. نوموړی نن د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ معين ډاکټر تيمور شاران له لوري د بغلان ولايتي ادارې مسؤلينو او اړوندو چارواکو ته ...

نور ولوله »