د ټیګونو ارشیف : بغلان

پروان: د اشرف غني د کمپاين غونډه کې غبرګو چاودنو ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې په پروان ولايت کې د اشرف غني د کمپاين غونډې ته څېرمه دوه غبرګې چاودنې شوي دي چې له امله يې ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. له سيمې نه راپورونه وايي چې دوه پرله پسې چاودنې وروسته له هغه وشوې چې د کمپاين غونډې ته خلک راټول شوي وو. ...

نور ولوله »

بغلان: طالبانو ګذرګاه ولسوالۍ نيولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت ګذرګاه ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او ټولې پوستې نيولي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بغلان ګذرګاه ولسوالۍ يې له دولتي ځواکونو څخه نيولې ده او ګڼ شمير عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده او ځينې نور يې له سيمې څخه تښتېدلي دي. د ...

نور ولوله »

طالبانو د بغلان ولايت پر مرکز له څلورو خواوو بریدونو پيل کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت پر مرکز «پلخمري ښار»  له څلورو خواوو پراخ وسله وال بریدونه پيل کړي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دوی جنګياليو له تېرې شپې راهيسې د ښار مرکز ته داخل شوي، د بغلان ولايت مرکز پلخمري کې يې ټولې امنيتي پوستې، ګڼ شمېر مرکزوونه او حکومتي ودانۍ ...

نور ولوله »

سمنګان: وسله والو د ولايتي شورا غړی وژلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): تيره ورځ د سمنګان د ولايتي شورا غړی چې له سمنګان څخه کابل ته په لاره و په بغلان ولايت کې د نامعلومو کسانو له لوري نيول شوی و چې اوس يې وژلی دی. د سمنګان چارواکي وايي چې د ولايتي شورا غړی سيد عبدالحليم سادات چې تيره ورځ د نامعلومو کسانو له لوري ...

نور ولوله »

بغلان کې د سړک د غاړې ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي

afghan-Police-ambulance

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت چارواکي وايي ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي دي. د بغلان د والي وياند جاوېد بشارت ويلي، تېره ورځ ماسپښين ناوخته د پوليسو هاموی موټر په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې روان و، چې د سړک د غاړې د ماين ښکار شو او پنځه پوليس ...

نور ولوله »

بغلان: د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې د يوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بهرنيو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو د وژنو په دوام دا ځل بيا په بغلان ولايت کې د ډرون الوتکو بريدونو د يوې کورنۍ ۷ تنه وژلې دي. له بغلان ولايت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې بې پيلوټه الوتکو تيره شپه د ډنډ شهاب الدين ولسوالۍ په کتب خيلو سيمه ...

نور ولوله »

بغلان: کيان دره د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت دوشي ولسوالۍ په کيان درې طالبانو بريد کړی دی او دغه دره سقوط کړې ده. د بغلان ولايت یوې سرچينې رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره ورځ د دوشي ولسوالۍ په کيان درې د سمنګان ولايت د روي دواب ولسوالۍ له لوري ډله ييز بريد کړی چې په نتيجه ...

نور ولوله »

بغلان: د ملي امنيت مرستيال د طالبانو په برید کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت د ملي امنيت اوپراتیفي مرستیال عبدالغفورمحمود د طالبانو په کمین کې د را ایساریدو له امله ووژل شو. د یاد ولایت امنيتي سرچينو تأیید کړي چې نوموړی له بغلان څخه کابل ته پرلاره و چې د دوشې ولسوالۍ اړوند، د چارشنبې سيمې، کيلګي بازار ته څیرمه د طالبانو له کمین سره ...

نور ولوله »

دویم تعقیب – بغلان امنیه قومندانۍ کې لا هم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): نن غرمه مهال سرتېرو بریدګرو د بغلان امنیه قومندانۍ باندې برید کړی، چې د ودانۍ د ننه يې جګړه روانه ساتلې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، لومړی یو تن بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک ټانګ د قومندانۍ داخل کې وچاود او وروسته نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل چې لا يې هم جګړه ...

نور ولوله »

د بغلان پر امنيه قومندانۍ ډله ييز بريد روان دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت په امنيه قومندانۍ نن غرمه ډله ييز بريد پيل کړی دی چې جګړه لاهم روانه ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بريد نن غرمه ۱۲ بجې هغه مهال پيل شو چې يو تن طالب سرتيري د امنيه قومندانۍ په داخل کې د هاموي ټانګ په واسطه چاودنه ...

نور ولوله »