د ټیګونو ارشیف : بنديز

سرفراز احمد د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا له بنديز سره مخ شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا پر پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر سرفراز احمد د کړې غلطۍ او پر هغې اعتراف کولو په تور د څلور ورځو بنديز ولګېد. سرفراز احمد چې د سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې په دويمه سيالۍ کې هغه مهال چې لوبه يې له لاسه وتلې وه د سويلي افريقا پر ...

نور ولوله »

چين: د هواوي شرکت د چارواکي نيول به کاناډا ته دروند تمام شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي د کاناډا-چین اړیکې مهمې دي، خو د مینګ وانژو نیول به ددې هیواد لپاره درانه تمام شي. وړمه ورځ ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «کاناډا او امریکل هیڅ دا ډول اسناد نه لري چې له مخې یې مینګ وانژو ...

نور ولوله »

امریکا ته د پنځو اسلامي هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز ولګيد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا سترې محکمې ډونالډ ټرمپ هغه امر تایید کړی چې امریکا ته پکې د پنځو اسلامي هېوادونو پر غړو د سفر بندیز لګول شوی دی. ټرمپ په دې صادر کړي امر کې د ایران، لیبیا، سومالیا، سوریې او یمن پر وګړو بندیز لګولی چې امریکا ته نشي ورتللی. تر دې وړاندې ابتدايي محکمو ...

نور ولوله »

المان: محکمې په ښوونځي کې د مسلمانې ښوونکې د پړوني پر سرکولو غوښتنه رد کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د المان مرکزي محکمې د هغې ښځينه ښوونکې غوښتنه رد کړې، چې په ښوونځي کې يې د پړوني پر سر کولو اجازه غوښتې وه. د برلین محکمې دې ښوونکې ته ویلي چې قانون تر هرڅه پورته دی او دا مجبوره ده چې لوڅ سر ښوونځي ته لاړه شي یا دنده پرېږدي. دویچویله – فارسي؛ ...

نور ولوله »

امريکا ته دې د مسلمانانو په راتلو بنديز ولګول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷، ۱۳۹۴ ل): امريکا کې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، چې امريکا ته دې د مسلمانانو په ورتګ بنديز ولګول شي. نوموړی وايي، چې د وروستيو سروې ګانو له مخې مسلمانان امريکا خپل دښمن بولي او کرکه ترې کوي. ډونلډ له امريکايي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د امريکا ...

نور ولوله »

پاکستان د ۷۲ ناقانونه ګوندونو په رسنيز پوښښ بنديز ولګاو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د بريښنايي رسنيو د کنټرول قانوني مسؤولې ادارې «پيمرا» تلويزوني کانالونو او راديوګانو ته امر کړی، چې دغه هېواد کې دې د لشکر طيبه، جماعة الدعوة او فلاح انسانيت په ګډون د ۷۲ ګوندونو چارې او فعاليتونه نه خپروي. پاکستاني چارواکي وايي، چې رسنۍ بايد د يادو ګوندونو د بسپنو ...

نور ولوله »

د پښتون خوځښت غندنلیک!

پدې وروستیو کې د حکومت امینتې ادارې په هيواد کښې د طالبانو د مشر د فاتحې د مراسمو په اداء کولو بندیز ولګاوه چې په ریښتیا هم د حکومت د کمزورۍ او بې وسۍ ښکارندوینه کوي. داسې بندیزونه نه زمونږ د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سمون خوري او نه هم د اوسني نظام له کړنو او سیاسي تګلارو سره. ...

نور ولوله »

کابل پوهنتون: محصلینو د ملا محمد عمر فاتحه واخیسته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون محصلينو د لیليې په مسجد کې د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیسته. د فاتحې په دې مراسمو کې چې سلګونو محصلينو پکې برخه اخیستې وه، ملا محمد عمر مجاهد د «پاټکیانو» پر وړاندې نومیالی اتل او «بې نمونې افغان مشر» وبلل شو. د کابل پوهنتون ځينو ...

نور ولوله »

طالبانو د خپل مشر پر فاتحو بندیز د حکومت «وارخطايي» وګڼله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د افغانستان د ملي امنیت له لوري د هغه ګواښ پر وړاندې غبرګون ښوودلی چې پکې يې د ملا محمد عمر مجاهد د فاتحو غونډې نظامي هدفونه ګڼلي و. د ملي امنیت ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی به د ملا محمد عمر مجاهد د فاتحو مراسم تر ...

نور ولوله »

طالبانو څرخي پله زندان کې د قرآن پر تفسیر لګیدلی بندیز غندلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د څرخي پله زندان په څلورم بلاک کې زندانیان د قرآن کریم تفسیر او ژباړې ته نه پرېښودل کېږي. د دې بلاک نوي ټاکل شوي قومندان زندانیانو ته امر کړی، چې په قرآن کې ټول هغه سورتونه او ایاتونه چې د جهاد ذکر پکې شوی باید نه تفسیر او نه هم وژباړل شي. ...

نور ولوله »