د ټیګونو ارشیف : بندیز

کورنیو چارو وزارت پر خواله رسنیو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت په تازه اقدام کې د دې وزارت پر مامورینو، پولیسو او ټولو کارکوونکو خواله رسنیو کې ګڼ بندیزونه لګولي دي. که څه هم دا وزارت بندیزونه په څو مادو کې بیانوي، خو نږدې ټول ژوند پکې را نغاړي چې په هیڅ ډول کارکوونکي خواله رسنیو کې خپرونو ته نه پرېږدي. ...

نور ولوله »

چین د ایفون مبایل په پلورلو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا ټکنالوژي شرکتونو «کوالکوم» او «ایپل» ترمنځ د روان کړکیچ له کبله د چین محکمې په دغه هېواد کې د ایفون ځیرک مبایل په پلورلو بندیز لګولی دی. یادې محکمې په یوه بیان کې ویلي چې د «انټر میډیټ پيپلز پارټ کوالکوم» په غوښتنه دوی په چین هېواد کې پر ایفون ۶ ...

نور ولوله »

م.م: فرانسه باید شپږ میاشتې کې د حجاب په اړه ځواب ووايي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): فرانسه کې د مسلمانو مېرمنو پر حجاب د بندیز تر څنګ دغه حکومت ټینګار کوي چې په عامه ځایونو کې د مسلمانو مېرمنو حجاب د دوی ټولنیز ژوند ننګوي. ملګرو ملتونو پر فرانسې غږ کړی چې دا چندان پلمه نه ده او باید په دې اړه تجدید نظر وکړي. فرانسه لومړنی هېواد دی چې ...

نور ولوله »

پر شهزاد محمدي یو وار بیا بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی او ویکټ کیپر محمد شهزاد محمدي یو ځل بیا له یوې پنځوس اوریزې سیالۍ بندیز سره مخ شو. د افغانستان کرېکټ بورډ پخپل ویبپاڼه ویلي چې محمد شهزاد د چال چلند قانون د اصولو د ماتولو له امله په یوې نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبه کې ګډون نه ...

نور ولوله »

کرېکټ بورډ پر ګلبدین نایب د دوو سیالیو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا پر تکړه آلراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب، لوبڅار سره د بد اخلاقۍ په تور د دوو لست A سیالیو بندیز ولګید. د سې شنبې په ورځ د جولايي میاشتې په ۱۶مه نېټه د غازي امان الله خان سیالیو په ترڅ کې د بند امیر او مس عینک لوبډلو ترمنځ ...

نور ولوله »

د هرات استازیو پر برېښنا وزیر لګول شوی بنديز غندلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د هرات استازي وايي، د ډاکټر غني له لوري د اوبو او برېښنا وزارت پر وزیر لګیدلی بندیز یو سپکاوی دی. تېره پنجشنبه د هرات یوه وکیل پخپله فیسبوک پاڼه ولیکل، چې په هوايي ډګر کې د ده پر وړاندې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د هرات ...

نور ولوله »

له شپاړس کلنۍ نه کم عمرو لپاره د واټساپ پر استعمال بندیز لګیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د فیسبوک شرکت واټساپ یو نوی قانون معرفي کړی، چې له مخې به یې له شپاړس کلنو کم عمره کسان نشي توانیدلی واټساپ استعمال کړي. له دې وړاندې د واټساپ لخوا ویل شوي وو چې له دیارلس کلن یا له دې کم عمره نشي کولای واټساپ استعمال کړي، خو اوس یې د نوي ...

نور ولوله »

ایران یو ځل بیا په ټیلګرام آپلیکیشن بندیز لګوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): ایران غواړي د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو د تبادلې انترنیټي اپلیکشن “ټیلگرام” د امنیتي دلیلونو او خوندیتوب په وجه یو ځل بیا بند کړي. د ایران ملي امنیت شورا اعلان کړی چې دوی به د ټیلګرام آپلیکیشن د استعمالوونکو پر مخ د تل لپاره بند کړي، او پر ځای به یې خپل جوړ ...

نور ولوله »

د غزني امنیه قومندانۍ پر لاریونونو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو تېره ورځ ناوخته خپل پیل کړی لاریون پای ته ورساوه او حکومت ژمنه ورکړه، چې د شېراباد د پېښې ټول عاملین به نیسي او سزا به ورکوي. د غزني امنیه قومندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له دې وروسته هېڅوک لاریون نه شي کولی ...

نور ولوله »

پر محمد شهزاد بیا بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۶ل): د کړېکټ نړیوالي شورا پر محمد شهزاد محمدي باندې د دوو لوبو لپاره بندیز لګولی دی. شهزاد محمدي چې د افغانستان لوبډلې لپاره اوپنر بیټنګ کوي، اوس مهال په زمبابوې کې د ملي لوبډلې سره د نړیوال جام لپاره د غوراوي په لوبو بوخت دی. نوموړي په تیره لوبه کې د زمبابوې پر ...

نور ولوله »