د ټیګونو ارشیف : بنګلادیش

کرکیټ: د چمپینز ټرافي پایلوبه د پاکستان او هندوستان تر منځ شوه / د لوبې لنډیز ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): نن د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د هندوستان او بنګلدیش تر منځ دوهمه نیمه پایلوبه وشوه چې هندوستان په ډېره اسانۍ سره په ۹ وکټونو وګټله. د لوبې پچه د هندوستان کپتان کوهلي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بنګلدیش په خپل وار په ۲۶۴ منډې جوړي کړې او ...

نور ولوله »

افغانستان او بنګلادیش تر منځ درېیمه سیالي – ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن له بنګلادیش سره په پلازمېنه ډاکه کې درېیمه یو ورځېنۍ مهمه لوبه ترسره کوي. پچه بنګلادیش وګټله او د لومړي توپ وهنې پریکړه یې وکړله. افغانستان د دغې لوبو لومړنۍ لوبه په ډيرو کمو منډو بنګلادیش ته وبایلله او دوهمه یې بیا په دوه ویکټو وګټله. نننۍ لوبه د افغانستان او بنګلادیش ...

نور ولوله »

ارګ: افغانستان د سارک په غونډه کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د افغانستان حکومت د نومبر په میاشت کې ترسره کېدونکې د جنوبي اسیا سیمه‌ییزو همکاریو سازمان (سارک) غونډه کې چې ټاکل شوې وه په اسلام اباد کې به ترسره شي، د امنیتي ستونزو له کبله ګډون نه کوي. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي چې ...

نور ولوله »

کرکټ: بنګلادیش د افغانستان پر وړاندې مات شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): افغانستان بنګلادیش ته په دوه ویکټو ماتې ورکړله او  د درې لوبو لړۍ یې ۱-۱ برابره کړله. دا دوهم ځل دی چې افغانستان بنګلادیش ته د هغوی په کور کې ماتې ورکوي. کپتان اصغر ستانکزي نن پچه وګټله خو د لوبغالي حالت ته په کتو یې د لومړۍ توپ اچونې پریکړه وکړله. د ...

نور ولوله »

هند او بنګلادیش د سارک په ناسته کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): هند او بنګلادیش اعلان کړی چې د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان (سارک) په غونډه کې چې ټاکل شوې ده په نومبر میاشت کې به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي، ګډون نه کوي. فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې افغانستان او بوټان هم ښايي د سارک په ...

نور ولوله »

افغانستان او بنګلادیش تر منځ دوهمه سیالي – ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن له بنګلادیش سره په پلازمېنه ډاکه کې دوهمه یو ورځېنۍ لوبه ترسره کوي. پچه افغانستان وګټله او د لومړي توپ اچونې پریکړه یې وکړله. افغانستان د دغې لوبو لومړنۍ لوبه په ډيرو کمو منډو بنګلادیش ته وبایلله. نننۍ لوبه د افغانستان لپاره ډير د اهمیت وړ ده ځکه په بایللو سره ...

نور ولوله »

د مشرانو لوبغاړو غیرمسوولانه لوبې افغانستان په ۷ منډو مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن د بنګلادیش پر وړاندې د درې ورځو یو ورځېنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې په ۷ منډو ماتې وخوړله. نننۍ لوبه کې پچه بنګلادیش وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړه. بنګلادیش په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې ۲۶۵ منډې جوړې کړې. افغانستان د ۲۶۶ منډو هدف پوره ...

نور ولوله »

بنګلایش افغانستان ته ۲۶۵ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او بنګلادیش تر منځ د درې یو ورځېنیو سیالیو د سیریز په لومړنۍ لوبه کې کوربه بنګلادیش افغانستان ته ۲۶۶ منډې هدف وټاکه. نننۍ لوبه چې د پلازمېنې ډاکه په شیربنګله لوبغالي کې روانه ده، پچه بنګلادیش وګټله او د لومړی توپ وهنې پریکړه یې وکړه. بنګلادیش خپله لومړنۍ ویکټ په ...

نور ولوله »

افغانستان او بنګلادیش تر منځ سیالي – ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن د بنګلادیش په پلازمېنه ډاکه کې له دغه هېواد سره د درې یو ورځېنیو لوبو سیریز لومړنۍ یو ورځېنۍ لوبه کوي. نننۍ لوبه کې پچه بنګلادیش ګټلې او د لومړي توپوهنې پریکړه یې کړې ده. د افغانستان په لوبډله کې نن اصغر ستانکزی، محمد شهزاد، شبیر نوري، رحمت شاه، حشمت الله ...

نور ولوله »

افغانستان د بنګلادیش کرکټ بورډ الیون ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په یوې تمریناتي لوبه کې د بنګلادیش کرکټ بورډ الیون  ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړه. دغه تمریناتي لوبه نن د بنګلادیش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شوه. پچه د بنګلادیش کرکټ بورډ وګټله او افغانستان ته یې د لومړۍ توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان خپله لومړنۍ او ...

نور ولوله »