د ټیګونو ارشیف : بنګلدیش

افغانستان بنګلدیش ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ سیالۍ کې لومړی افغانستان توپوهونه ترسره کړه چې په ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۷ منډې جوړې کړې. د افغانستان لخوا اوپنر توپوهونکي محمد شهزاد او عثمان غني ښکلې لوبه ترسره کړه، چې لومړۍ ویکټه یې په نهم اور کې د ۶۲ منډو په ...

نور ولوله »

د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ لومړۍ شل اوریزو سیالۍ نن ماښام پېل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د لومړي شل اوریزو سیالیو لړۍ نن ماښام د هند په راجیو ګاندي لوبغالي کې اوه بجې پېل کیږي. دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربه توب د هند په دهرادون ښار کې ترسره کیږي، افغانستان سره به د بنګلدیش پر وړاندې د لومړي شل اوریزو لړۍ ګټلو ...

نور ولوله »

حضرت ځاځی د بنګلدیش پر وړاندې لوبډله کې شامل شو

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د بنګلدیش ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې تمریناتي سیالۍ ترسره کړه چې په کې د افغانستان الف لوبډلې لخوا چپ لاسی توپوهونکی حضرت الله ځاځی ښه وځلید. نوموړی چې د افغانستان د کرېکټ یو ځوان باستعداده لوبغاړی دی په دغه تمریناتي سیالۍ کې ښه وځلید او ۶۹ ناسوځیدلې ...

نور ولوله »

د بنګلدیش او هند پر وړاندې سیالیو لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش پر وړاندې د درې شل اوریزو او د هندوستان پر وړاندې د یوازیني ټيسټ لپاره د افغانستان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو. د نوروز منګل په مشرۍ د افغانستان غوراوي کمیټۍ د هغو شپاړس کسیزو لوبډلو نوملړ په ډاګه کړ چې د بنګلدیش پر وړاندې په درې شل اوریزو او ...

نور ولوله »

د بنګلدیش او هند سره لوبو ته د لوبغاړو نوملړ اعلان شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): نن د افغانستان د کرېکټ بورډ چیف سلکټر نوروز منګل د هغو لوبغاړو نومونه اعلان کړه چې په راروانو شل اوریزو لوبو او د افغانستان لپاره په لومړني او تاریخي ټیسټ لوبه کې ګډون کوي: د بنګلدیش سره د جون میاشتې پر دریمه، پنځمه او اوومه نیټه په هندوستان کې شل اوریزې ...

نور ولوله »

بنګلدیش افغانستان سره د درې یو ورځنیو سیالیو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۲ وری، ۱۳۹۷ل): د یو شمېر راپورونو له مخې د بنګلدیش کرېکټ بورډ ددغې خبر پخلی کړی چې دوی به د روان کال افغانستان سره د هند په دیهرادون لوبغالي کې په جون میاشت کې د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز ترسره کوي. د بنګله دیش ګرګټ بورډ اجرایوي مشر نظام الدین چوهدري وایي: مونږ افغانستان ...

نور ولوله »

کرېکټ: هند بنګلدیش ته پایلوبه کې له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۶ل): د هند او بنګلدیش ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو پایلوبه کې هند لوبډلې بنګلدیش لوبډلې ته ماتې ورکړه او د جام اتلولي یې خپله کړه. هند لوبډلې ته په پای توپ پنځه منډو ته اړتیا وه چې دینیش کارتیک د سومیا سرکار په توپ شپږیزه ووهله او د بنګلدیش نیمچه غرور یې له ...

نور ولوله »

کرېکټ: بنګلدیش له سختې لوبې وروسته سرېلنکا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۶ل): د بنګلدیش او سرېلنکا ترمنځ په شل اوریزو لوبه کې بنګلدیش لوبډلې له سختې سیالۍ وروسته د اتو ویکټو په توپیر ماې ورکړه. د نیدهاس ټرافۍ په درې اړخیزه شل اوریزو سیالیو کې نن د بنګلدیش او سرېلنکا ترمنځ لوبه ترسره شوه چې په کې بنګلدیش سرېلنکا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ...

نور ولوله »

کرېکټ: بنګلدیش په شل اوریزو لوبو کې د ۲۱۵ منډو هدف پوره کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۶ل) د بنګلدیش کرېکټ لوبډلې په شل اوریزو سیالیو کې د سریلنکا په وړاندې په لومړي ځل په حیرانونکي ډول د ۲۱۵ منډو ستر هدف پوره کړ. د سريلنکا په وړاندې د بنګلدیش کرېکټ لوبډلې غوره توپ اچونه ترسره کړه، او د مشفیق الرحیم په ریکارډي لوبه یې خپل نړیوال ستر هدف پوره کړ، ...

نور ولوله »

کرېکټ: سرېلنکا د بنګلدیش ریکارډ په ریکارډ ورمات کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سرېلنکا او بنګلدیش ترمنځ په لومړۍ شل اوریزو لوبه کې سرېلنکا بنګلدیش ته د ۶ ویکټو په توپير ماتې ورکړه. بنګلدیش په دغه لوبه کې په لومړي ځل د شل اوریزو لوبو زیاتې منډې جوړې کړې چې ددوی لپاره تر دې دمه په شل اوریزو لوبو کې ریکارډ دی، خو په ځواب کې ...

نور ولوله »