د ټیګونو ارشیف : بهرنیان

فراه: پر مسجد د هوايي برید په پایله کې ۱۷ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو پر یوه جومات هوایي برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۷ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د سیمه ییزو سرچینو په وینا، پېښه د پشترود ولسوالۍ په ګجګین سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې لمونځ کوونکي له مسجد څخه ...

نور ولوله »

نبیل: که د بندیانو تبادله د سولې مذاکرات بیا پیلولای شي؛ یو ښه ګام دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل) : د کابل حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس او تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «رحمت الله نبیل» وایي، که څه هم د انس حقاني او طالب زندانیانو خلاصون د هیواد امنیت ته خطر پېښولای شي؛ خو بیا هم که د سولې مذاکرات ورسره پیل شي، یاده تبادله به یو ښه ګام وي. ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو حضور ته اړتیا لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، په افغانستان کې لا هم د بهرنیو ځواکونو نظامي حضور ته اړتیا لیدل کېږي. عبدالله له «فرانس ۲۴» خبري اژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د تېرو څو کلونو په دروان کې د امریکايي ځواکونو یوه برخه وتلې او په راتلونکې کې ...

نور ولوله »

رویا رحماني: بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه په وتلو کې بیړه نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): په واشنګټن کې د کابل حکومت استازې «رویا رحماني» وایي، بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې له بیړې کار نه اخلي. رویا رحماني چې په واشنګټن کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « له سوریې څخه په ناڅاپي ډول د امریکایي عسکرو ایستل کېدلو، له افغانستان ...

نور ولوله »

طالبان: مؤقته سوله نه؛ بلکې څلوېښت کلن ناورین باید ختم شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي ولس دا نه غواړي چې یوازې د څو ورځو لپاره د اوربند په نوم شپني عملیات، بمبارۍ او د ملکي وګړو وژنه ودرېږي، بلکې باید څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي. طالبانو د «افغان اولس موقته نه بلکې تلپاتې سوله غواړي» تر سرلیک لاندې اوونیزه تبصره کې لیکلي « ...

نور ولوله »

هلمند؛ ګډو ځواکونو څلور تنه ملکيان وژلي دوه مېرمنې او یو ډاکټر يې ژوندي وړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې څلور تنه ملکي وګړي وژلي، یو ډاکټر او دوه مېرمنې يې ژوندي وړي دي. ځايي سرچینې وايي، بهرنیو او داخلي عسکرو تېره شپه د ګرشک په مالګیر او باوړیو کې سیمه کې چاپې وهلي، څلور تنه چې یادې سیمې ته ...

نور ولوله »

ټرمپ ته د اشرف غني لیک غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو باورونه پاخه شوي، د ګد حکومت یو مشر محمد اشرف غني ټرمپ ته په لیکلي لیک کې زارۍ کړې چې ځواکونه دې نه باسي، دوی به يې د لګښتونو په کمولو کې ورسره مرسته وکړي. د نوموړي د دې لیک جزییات نیویارک ټایمز خپاره کړي، ...

نور ولوله »

طالبان: د کابل په برید کې یې لسګونه بهرنيان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسمي خبرپاڼه کې د کابل د پروني برید د مسئولیت ترڅنګ د برید جزئیات هم خپاره کړي دي. نوموړي ویلي، په پروني فدایي برید کې یې د لسګونو بهرنیو اشغالګرو ترڅنګ د هغوی کورني ملګري، د ده په خبره (غلامان) هم وژلي دي. تېره ورځ ناوخته ...

نور ولوله »

طالبان: روان کال کې ۲۴۹ بهرنيان وژل شوي او ۲۹ ولسوالۍ نیول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو فرهنګي کمیسیون د نظامي فعالیتونو کلنی مفصل راپور خپور کړی، چې پکې يې تر لاس لاندې ساحې، بریدونه، تلفات او لاسته راوړنې په ډاګه کړې دي. د دې راپور له مخې په روان ۲۰۱۸ز کال کې ټول ۲۴۹ بهرني عسکر وژل شوي او ۱۵۳ نور ټپيان شوي دي، د دې تر څنګ ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: رازق زموږ بهرنیو «دوستانو» نه دی وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د کندهار په پېښه کې د بهرنیو «دوستانو» لاس ثابتول په لوی لاس د «دښمن» ژرندې ته اوبه اچول دي. هغه چې د وزیرانو شورا ناسته کې (دوشنبه، ۳۰تلې) خبرې کولې، د کندهار پېښه کې د امریکایانو لاس لرل يې د «دښمنانو تبلیغات» یاد کړل. که څه ...

نور ولوله »