د ټیګونو ارشیف : بین الافغاني مذاکرات

طالبان: د مذاکراتو درول به د امریکا د سولې ضد دریځ نور هم ښکاره کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د امریکايي ولسمشر ټرمپ هغو څرګندونو ته ځواب ویلی چې له مذاکراتو څخه یې شاتګ او د دغسې پروسې د درولو اعلان یې کړی و. طالبانو په همدې تړاو یوې اعلامیه کې ویلي چې د مذاکراتي بهیر درول به تر هر چا ډیر تاوان خپله امریکا ته ورسوي. اعلامیه زیاتوي چې د ...

نور ولوله »

شهاب الدین دلاور: تمه لرو له امریکایانو سره روانې خبرې بریا ته ورسېږي / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): د طالبانو دسیاسي دفتر او له امریکایي لوري سره د مذاکره کوونکي هیئت غړی « شیخ شهاب الدین دلاور» وايي، تمه لري له امریکایانو سره روانې خبرې یې بریالیتوب ته ورسېږي او د دواړو لورو تر منځ د نړیوالو شاهدانو په شتون کې پریکړه لیک لاسلیک شي. دلاور چې د طالبانو له رسمي ...

نور ولوله »

شاهین: د کابل ادارې سره من حیث حکومت خبرې نه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې طالبان د «کابل ادارې» سره من حیث حکومت خبرې نه کوي. نوموړي پر خپل ټویټر کې په یوه پيغام کې ویلي چې کله بهرنیان خپلو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلان کړي، دوی به د افغان جهتونو سره مذاکرات پیل کړي خو بیا هم د ...

نور ولوله »

متوکل: د افغان سولې په تړاو ځنډ د ټولو په تاوان دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر وکیل احمد متوکل نن ټکی اسیا ته په یوه ځانګړي پیغام کې وويل چې د افغان سولې په تړاو ځند د ټولو اړخونو په تاوان دی، باید د سولې اړوند چاري چټکې سي او په اړوند یې متعهد اشخاص پر وخت او فعاله رول ولري. بې اعتمادي ...

نور ولوله »

سرچینه: د قطر په بین الافغاني کانفرانس کې ګډونوال یوازي «د ځان نمایندګي» کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): د بین الافغاني تفاهم په اړه په قطر کې د راتلونکې ناستې یوه تنظیم کوونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې دغې غونډې ته را بلل شوي کسان به هر یو د خپل ځان نمایندګي کوي. نوموړي چې د نوم ښودلو څخه یې ډډه کول، نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه ...

نور ولوله »

زاخېلوال: بین الافغاني مذاکراتو کې سوله تر بل هر وخت شونې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان د افغانستان مخکينی سفیر حضرت عمر زاخېلوال لیکي، د بین الافغاني مذاکرتو په پایله کې د بل هر وخت په پرتله اوس سوله ډېره شونې ده. هغه د حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او سرور دانش د ګډې ناستې تصویر سره لیکلي، دا فرصت تل منتظر نه‌شي پاتې ...

نور ولوله »

د سولې مذاکرې د وسله وال مقاومت (طالبان) او امريکايانو تر منځ

عبدالهادى دولت زۍ ـ لندن وسله وال مقاومت او امريكايانو تر منځ د سولې مذاکراتو د شپږم پړاو په درشل کې ، ټول افغانان په بيصبرۍ سره سترګې په لار او هيله لري چه دا مذاکرات به مونږ يو تلپاتى او عزتمندې سولې ته ورسوي. په داسې حال کې چه د يوې خوا ځينې ګاونډي او د منطقې هيوادونه د ...

نور ولوله »

مسکوناستې ته حکومت نه دی غوښتل شوی، که يې انکار کړی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): نن په مسکو کې د طالب پلاوي په ګډون د لومړي ځل لپاره پراخه بین الافغاني ناسته کې پیلېږي، چې سبا به هم دوام وکړي. دې ناسته کې تر څلوېښتو پورې مطرح سیاسي څېري د افغانانو په کوربه‌توب برخه اخلي، خو افغان حکومت پکې برخه نه لري. د غونډې تر جوړېدو نږدې اوونۍ ...

نور ولوله »