د ټیګونو ارشیف : بې باوري

ټیفا: د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو، رڼې ټاکنې ستونزمنې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): د رڼو ټاکنو بنسټ ټيفا؛ وايي د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو راتلونکې ټاکنې شفافې نه شي ترسره کېدلی. د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده نن په کابل کې خبري ناستې ته د خپلې اندېښنې دلایل دا په ګوته کړل، چې ټاکنیز کمیسیون بشپړ چمتوالی نه لري. هغه وویل پر ...

نور ولوله »

افغان – پاک اړیکې؛ د باور جوړونې نوې هڅې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د افغانستان او پاکستان اړیکې د ملي یووالي حکومت په دوره کې له بې‌باوريو او لوړو-ژورو وروسته، اوس يو ځل بيا د باور جوړونې او ښه کېدو په درشل کې دي. په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو «د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان» تر عنوان ...

نور ولوله »

پنځو ولایتونو کې هيڅ نوماند نوم لیکنه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي چې د نوماندانو لپاره د نوم لیکنې د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم په پنځو ولایتونو کې هیڅ نوماند خپل نوم نه دی لیکلی. د سرچینې په وینا، په غزني، کاپیسا، تخار، کندوز او جوزجان کې تر اوسه پورې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته هیڅ ...

نور ولوله »

غزني: د ټاکنو پروسه په ټپه ولاړه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي چارواکي وايي په دې ولایت کې د ټاکنو پروسه په ټپه ولاړه ده. په غزني کې د ټاکنیزو کمیسیون د ستونزو پر وړاندې ولسي غبرګونونه د دې علت شول، چې د دې دفتر دروازه وتړل شي. د اعتراض کوونکو له دې اقدام راهیسې چې نږدې یوه نیمه میاشت پرې اوړي، د ...

نور ولوله »

عبدالله: امنیتي ځواکونه مو د مرګ خولې ته ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وروستيو بریدونو او د ځينو ولسوالیو سقوط ته په اشارې ويلي، امنیتي ځواکونه مو د مرګ خولې ته ورکړي دي. هغه نن د وزیرانو شورا ناسته کې د نوم لیکنې د پروسې او را روانو ټاکنو اړوند هم بحث وکړ، خو پر امنیتي وضعیت يې هم خپلې اندېښنې په ډاګه ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسون: د نوم لیکنې پروسه کې د خلکو خوندیتوب اندېښمن کړي يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): پر پلازمېنه سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نوم لیکنې پر مرکزونو له بریدونو وروسته د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د خلکو خوندیتوب اندېښنه ور پیدا کړې. د دې کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي، د رایه ورکوونکو د لیست تر جوړولو د خلکو خوندیتوب ته ډېرې اندېښنې اخیستي دي. هغې ...

نور ولوله »

ملي شورا: ولایاتو کې خلک د ټاکنو لپاره نوم لیکنې ته زړه نه ښه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۷ل): د ملي شورا دواړه جرګې وايي چې په ولایاتو کې د خلک د نوم لیکنې لپاره زړه نه ښه کوي. د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وايي پر دې سربېره د ټاکنو د کمیسیون او د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې تر منځ نه همغږي او نا امني هم لوی خنډونه دي. ...

نور ولوله »

بادغیس: لس تنه منسوبین د «نفوذي طالبانو» په نوم له دندو لرې کړل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د بادغیس امنیتي مسوولین وايي چې د پولیسو له لیکو يې لس تنه امنیتي منسوبین د «نفوذي طالبانو» په نوم له دندو لرې کړي. د بادغیس امنیه قومندان عبدالروف تاج وايي، چې دا لس تنه ټیټ پوړي امنيتي منسوبین دي، چې له څه مودې راهیسې د دوی تر څار لاندې و. د هغه په ...

نور ولوله »

ټولپوښتنه: د هرات ۶۱ سلنه خلک په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په یوې تازه ټولپوښتنه کې ویل شوي، چې د هرات له نیمايي ډېر خلک په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي او د نه ګډون یې بېلابېل لاملونه ښوولي دي. د اریانا نیوز له لوري په هرات کې د راتلونکو ټاکنو لپاره له خلکو نظرونه پوښتل شوي، چې ډېرو خلکو ورته ویلي، نه ...

نور ولوله »

حامد کرزی: ملکي تلفات خلک پر نظام بې باوره کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او غزني ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژنه غندلې ده. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې پر دې پېښو خواشيني ښوودل شوې او پر حکومت يې غږ کړی چې دا ډول کړنې ولس پر نظام لا بې باوره ...

نور ولوله »