د ټیګونو ارشیف : تخار

د تخار په مرکز تالقان کې لوی اور لګېدلی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د تخار په مرکز تالقان کې لوی اور لګېدلی چې کرار کرار پسي پراخیږي. د سیمي څخه عیني شاهدان وایی چې اور لومړی د لرګیو په یوه سرای کې ولګېد خو وروسته د تیزي هوا او پر وخت د اور نه قابو کېدو له وجې نور پسي پراخ سو. ویل کیږي چې تر ...

نور ولوله »

تخار: یوه محلي پولیس د ځمکې پر سر ۳ تنه وژلي او شپږ یې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د محلي پولیسو یوه قومندان د ولایت په مرکز طالقان کې پر ملکي خلکو ډزي کړې چې له امله یې ۳ تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي. د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې د طالقان ښار په «پل قاق» نامي سیمه کې نوموړي وروسته ...

نور ولوله »

په ۲۴ ساعتونو کې د بمباریو له امله ۶۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې وویل شول چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۳ نور ټپيان شوي دي. دفاع وزارت وویل چې یاد عملیات لغمان، ننګرهار، کاپيسا، لوګر، فراه، تخار، بغلان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي. د طالبانو ...

نور ولوله »

تخار: طالبانو د دولتي ځواکونو یوه چورلکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۵، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ددوی جنګیالیو د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه په نښه کړې چې وروسته په دشت ارچي سیمه کې را نسکوره شوه. نوموړي وویل چې د دولتي ځواکونو دوه هلیکوپتر الوتکې سیمي ته راغلې وي تر څو ...

نور ولوله »

تخار: د ملي امنیت جګپوړی چارواکی په مقناطیسي بم کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵ل): نن سهار د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د مقناطیسي بم په چاودنه کې د ملي امنیت یو جګپوړی چارواکی ټپي شوی دی. د راپورونو سره سم د یاد چارواکي پر موټر نن سهار نهه بجې شاوخوا چاودنه وشوه چې له امله یې هغه سخت ټپي شوی دی. د ولایت ویاند سنت ...

نور ولوله »

تخار: پر دولتي ادارو د خره د غوښې د پلورلو قصابه افشا شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د تخار په مرکز تالقانو کې یوه ډله قصابان هغه وخت رسوا شول، چې له ۱۲ خرو نه د پوستوکي د ویستلو په حال کې ولیدل شول. د تخار د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مسوول وايي چې دوی د یکشنې په ماښام خبر تر لاسه کړ، چې یوه ...

نور ولوله »

د تخار والي: حکومت د کندز د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته نه ده کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د کندز په ښار کې دننه جګړه اتمي ورځي ته غځېدلې او ورسره ددغه ولایت د ولسي وګړو ستونزي ورځ تر بلي په ډیرېدو دي. د کندز ولایت څخه د بې ځایه شویو کورنیو په اړه ویل کیږی چې یوازي په تخار ولایت کې د تر پنځوس زره کورنۍ ځای پر ځای شوي ...

نور ولوله »

طالبانو د کندوز-تخار لویه لاره د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندوز-تخار لویه لاره چې د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې یې تړلې وه، د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کندوز-تخار لویه لاره يې د سپين ږیرو او قومي مخورو په غوښتنه د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړې ده. هغه زیاته ...

نور ولوله »

طالبانو خواجه غار ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۵ل):طالبانو له څو ورځو پرله پسې جګړو وروسته د تخار خواجه غار ولسوالۍ ونيوله. د خواجه غار ځايي خلک وايي، چې طالب جنګياليو تېره شپه د ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو پوستو پراخ بريدونو پيل کړل او بالاخره نن سهار حکومتي ځواکونه د ولسوالۍ له مرکزه په شا شول او دغه سيمه ټوله طالبانو ...

نور ولوله »

تخار : څلور ورځي وروسته هم درقد ولسوالي محاصره ده

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۵ل):د درقد ټاپو د محلي پوليسو قومندان او ځايي اوسېدونکي وايي نژدې څلور ورځي کيږي چې درقد ولسوالي د طالبانو له خوا تر محاصرې لاندي ده. د محلي پوليسو قومندان حمزه وايي : د خواجه بهاوالدين او درقد ارتباطي لار طالبانو د ماينونو په مټ بنده کړې ، په سيمه کې له ۳۰۰ ډېر ...

نور ولوله »