د ټیګونو ارشیف : ترکیه

ترکیې د بیت المقدس په اړه د عربو موقف کمزوری وباله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ترکیې د بیت المقدس په اړه د امریکې د وروستۍ پرېکړې پر ضد د عربي هیوادونو موقف کمزوری وباله. ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود جاویش اوغلو نن د سې شنبې په ورځ وویل: داسي ښکاري ځیني هیوادونه د امریکې له غوصې څخه په ویره کې دي، دوی ډېر کمزوری عکس ...

نور ولوله »

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني نن ماښام د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی دی. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ترکیې استانبول ښار ته تللی دی. د خبرپاڼې ...

نور ولوله »

د بیت المقدس لپاره «اردوګان» د اسلامي کانفرانس سرمشریزه غونډه را وبلل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د اسلامي کانفرانس غړي هیوادونو ولسمشران ترکیې ته وربللي دي تر څو بیت المقدس ته د امریکې د سفارت انتقال او دغه ښار د پلازمینې په حیث پيژندلو پر ضد غونډه وکړي او ټول اسلامي هیوادونه ددغه سي یوې کړنې پر ضد متحد شي. د ترکیې د ...

نور ولوله »

ترکیه : د افغان ښځينه پوليسو د زده کړو ۴ مياشتنۍ دوره پيل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):پرون د چهارشنبې په ورځ په ترکيه کې د افغان ښځينه پولیسو د زدکړو ۴ مياشتنۍ دوره پيل شوه. د افغان ښځينه پولیسو رواني زدکړي د ترکيې د پولیسو په سيفاس روزنتون کې تر سره کيږي. دا شپږمه دوره ده چې په کې ۲۴۳ ښځينه افغان پولیس روزل کيږي. له هغه مهاله چې د ...

نور ولوله »

دوستم: «د افغانستان ژغورنې اېتلاف» به راتلونکو ټاکنو کې پوره ونډه ولري

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۳۹۶، لړم ۲۷): د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان ژغورنې اېتلاف به راتلونکو ټاکنو کې پوره ونډه ولري او په نږدې وخت کې به افغانستان ته ستون شي. د دوستم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل ...

نور ولوله »

اردوګان په قطر کې د خپلو عسکرو سره ولیدل

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۵): د ترکیې ولسمشر طیب اردوګان په قطر کې د خپلو عسکرو څخه لیدنه وکړه او د قطر د امیر تمیم سره یې هم ولیدل. د اناطولیه خبري اژانس د راپور سره سم د ترکیې ولسمشر په قطر کې د طارق بن زیاد په کنډک کې د ترکي ځواکونو سره ولیدل. د نوموړي سره د ...

نور ولوله »

د ترکیې سره پر پوله ۸ ایراني عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): تېره ورځ جمعه د ترکیې پولې ته نیژدې د وسلوالو مخالفینو سره د جګړې پر مهال د ایران لږ تر لږه اته عسکر وژل شوي دي. د ایران د رسمي خبري اژانس د راپور سره سم تېره ورځ جمعه ماښپين مهال د وسلوالو مخالفینو او ایراني ځواکونو تر منځ د ترکیې سره پر ...

نور ولوله »

د کردستان خپلواکي او د منځني ختيځ راتلونکی

لیکوال: احمد جاويد شکیب د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۵ د عراق د شمال او شمال ختیځ درې کرد میشتو ایالتونو، دهوک، اربيل او سلیمانيه کې د خپلواکه کردستان په موخه ټول پوښتنه وشوه، چې په پایله کې ۹۲.۷۳ فیصده خلکو د عراق څخه د خپلواکه کردستان ته د هو ځواب ورکړ. که څه هم د ټول کردستان له ...

نور ولوله »

ترکیې له هیواد څخه بهر تر ټولو لویه پوځي اډه پرانیستله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ شنبه د ترکیې پوځ له هیواده بهر تر ټولو لویه پوځي اډه په صومالیه کې پرانیستله. د رویټرز خبري اژانس په وینا په صومالیه کې د ترکي پوځ لویه قرارګاه د رئیس ارکان «خلوصي آکار» په لاس پرانیستل شوه او ټاکل شوې چې په دغه قرارګاه کې به تر لس نیم ...

نور ولوله »

سعودي او امارات د ترکیې د حکومت را پرځولو پلان جوړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): په ټویټر کې د «مجتهد» په نامه اکاونټ د هغه پلان څخه پرده پورته کړه چې په وینا یې سعودي او اماراتو جوړ کړی، تر څو په ترکیه کې د اردوګان حکومت ړنګ کړي. په ټویټر کې د «مجتهد» په نامه اکاونټ چې قریب دوه ملیونه خلک یې «فالو» کوي، او هر وخت ...

نور ولوله »