د ټیګونو ارشیف : تسلیم

جوزجان چارواکي: اربکیانو بشپړه پوسته طالبانو ته سپارلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د جوزجان چارواکي وايي، د دې ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې اوه تنه اربکیان له طالبانو سره یو ځای شوي او د پوستې ټول مهمات يې له ځان سره وړي دي. د فیض اباد ولسوالۍ ولسوال الف شاه ازادي راډیو ته ویلي، دې اربکیانو د یادې ولسوالۍ په بېزجګ سیمه کې پوسته درلوده، ...

نور ولوله »

نوومبر؛ طالبانو تر زرو ډېر دولتي کارکوونکي دندو پرېښودو ته قانع کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په تېره میلادي میاشت کې د طالبانو بلنیز کمیسیون تر زرو ډېر دولتي کارکوونکي چې ډېری يې په نظامي برخه کې پر دندو بوخت و، قانع کړي چې له دندو لاس واخلي. د طالبانو دې کمیسیون پخپل میاشتني راپور کې ويلي، چې نوومبر میاشت کې ۱۱۰۶ تنه د هېواد په ګوټ ګوټ کې دوی ...

نور ولوله »

فاریاب؛ پولیسو درې کاله وړاندې تسلیم شوی پولیس نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي، هغه پولیس يې نیولی، چې درې کاله وړاندې په هلمند کې طالبانو ته تسلیم شوی و. د فاریاب امنیه قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، میر احمد درې کاله وړاندې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده درلوده، چې له وسلې سره طالبانو ته تسلیم شو. خبرپاڼه زیاتوي، ...

نور ولوله »

ولايتي شورا: فراه کې ۹۰ پوليس طالبانو ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه ولایتي شورا وايي چې د دې ولایت په خاک سفيد ولسوالۍ کې ۹۰ تنه سيمه ييز پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي. د ولایتي شورا رئيس خير محمد نورزی وايي چې دغه شمير پوليس له تيرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره شوي وو چې د طالبانو له لوري ژوندي ...

نور ولوله »

هرات؛ طالبان وایي فارسي کې ګڼ عسکر ورته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات په فارسي ولسوالۍ کې یو پولیس او ۱۴ اربکي جګړه مارو وسلې پر ځمکه ايښې او طالبانو ته تسلیم شوي دي. دغه وسله‌وال چې د فارسي ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت و تر خپل دریځ تېر شوي او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړي دي. طالبانو ...

نور ولوله »

بلخ کې لس عسکر له خپلو دندو لاس پر سر شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): د بلخ په چهار بولک ولسوالۍ کې لس تنه عسکرو خپلې دندې پرېيښې او طالبانو ته يې وسلې پر ځمکه ايښې. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د تسلیم شویو عسکرو له تصویرونو سره د هغوی نومونه هم ذکر کړي دي. هغه لیکلي: «عبدالرحیم، شیرمحمد،عبدالقدوس،احمد، حبیب الله،عبدالقیوم، محمدطاهر، محمدپائینده،عالم خان او عبداللطیف» ...

نور ولوله »

پکتیا: احمد ابا کې ۱۵ عسکر له جګړې لاس پر سر شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د پکتیا په احمد ابا کې ۱۵ عسکرو وسلې پر ځمکه ايښې او له جګړې يې لاس اخیستی. طالبانو پخپله رسمي ویبپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې د دې عسکرو له لنډ شهرت سره لیکلي، چې دوی د یادې ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې ورسره یو ځای شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي دا «عسکر ...

نور ولوله »

غور: دولتیار کې ۵۰ اربکیانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

اربکیان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د غور په دولتیار کې ۵۰ اربکي وسله‌وال ورته تسلیم شوی دی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دا کسان د قومندان محمد نسیم کهزاد تر لاس لاندې و، چې د یادې ولسوالۍ په سمک سیمه کې يې واک درلود. خبرپاڼه لیکي: «د محمدنسیم کهزاد ۵۰ تنه ملګري له خپلو ټولو وسلو ...

نور ولوله »

روزګان: لسګونه محاصره عسکر وايي، طالبانو ته به وسلې پر ځمکه کېږدي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه چې د پولیسو په ګډون ډېری يې د اردو عسکر دي، طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کوي. شمشاد د دې محاصره عسکرو له خولې وايي، چې که يې مرسته ونه شي، حاضر دي چې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي او ځان له وژلو ...

نور ولوله »

غزني: طالبان وايي ۱۱۷ عسکرو له جګړې لاس واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په غزني کې د دوی د بلنیز کمیسیون د عفوې له اعلان وروسته ۱۱۷ تنه د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت عسکرو وسلې پر ځمکه ايښې او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړي دي. ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی ورته هرکلی ویلی او د خوندیتوب ډاډ يې ورکړی ...

نور ولوله »