د ټیګونو ارشیف : تلفات

بغلان چارواکي: طالبانو ۳۰ د اردو عسکر او اته اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د بغلان چارواکي وايي د مرکزي بغلان په علا‌ءالدین سیمه کې د ملي اردو ۳۰ تنه او له اربکیانو اته تنه وژل شوي دي. شمشاد د ځايي سرچینې په حواله وايي چې طالبانو په دې سیمه کې بشپړ واک تر لاسه کړی او د حکومتي چارواکو د کورونو پلټنه يې روانه کړې ده. سرچینې ...

نور ولوله »

د غزنی جګړې وروستي جُزئیات – څلورمه برخه

شاهد (غزنیوال) د غزني جګړه نن پنځمې ورځې ته وغزیده، زه له درنو لوستونکو څخه په بښنې سره نشوای کولای په غزني ښار کې د بشري وضعیت په اړه څه ولیکم. ځکه په ښار کې انساني وضعیت تر تصور لوړ ناسم او بوږنوونکی دی. په ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) هم وايي چې د جګړې ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزیر: غزني کې ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي د غزني په ټوله جګړه کې ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي دي او اوس يې د مرستې لباره تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي. هغه چې نن له دفاع وزیر سره یو ځای خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د غزني په ټوله جګړه کې يې ...

نور ولوله »

مرکزي بغلان: د طالبانو ډله‌ییز برید کې ۱۶ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): د بغلان امنیتي سرچينې وايي د دې ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو په ډله‌ییزبرید کې ۱۶ عسکر وژل شوي دي. پژواک خبري اژانس د یادې سرچینې په حواله وايي چې جګړه د دې ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې شوې ده، چې پکې د ملي اردو نهه او د پولیسو ...

نور ولوله »

غزني کې د طالبانو بریدونو امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي طالبانو تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په قیاق سیمه کې پر پوستو بریدونه کړي او شپږ پوستې يې د اور خوراک کړې دي. د غزني د ولایتي شورا رییسه لطیفه اکبري وايي، طالبانو تېره نیمه شپه په دې سیمه کې پر پوستو بریدونه وکړل. د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی ...

نور ولوله »

کابل: د دوستم پر موټریز کاروان چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): څو شېبې وړاندې کابل ښار کې د دوستم پر موټریز کاروان چاودنه وشوه. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی او زیاتوي چاودنه وروسته له هغه وشوه، چې د جنرال دوستم موټریز کاروان له دې ځایه تېر شوی و. دغه چاودنه د هوايي ډګر له څلورلارې سره چې امنیتي ځواکونو ...

نور ولوله »

د مستونګ برید د تلفاتو شمیر ۱۲۸ ته ورسېد، داعش وایي کار موږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د پرونۍ چاودنې تلفات نور هم زیات شوي دي او ځایي چارواکي وایي چې دا برید د تلفاتو د ډيرښت له اړخه بې ساری و. د بلوچستان داخه وزیر عمرجان بنګلزي رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې ۱۲۸ تنه وژل شوي او شاخوا ۱۵۰ تنه نور ...

نور ولوله »

د فراه استازې: حکومت تر جګړې دوه ورځې وړاندې خبر و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د فراه استازې حمیرا ایوبي وايي حکومت د دې ولایت پر مرکز د برید په اړه دوه ورځې وړاندې خبر درلود. هغې نن رسنیو ته ویلي، د تېرې شنبې په ورځ يې پر مرکزي حکومت غاړې خلاصې کړې، چې پر فراه یو لوی برید کېدونکی دی، خو چا يې په اړه کوم اقدام ونه ...

نور ولوله »

دفاع وزیر: یوه اوونۍ کې ۲۵۰ عسکر وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د وروستیو پېښو په تړاو ولسي جرګې ور غوښتي و. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ملي دفاع وزیر وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو له ...

نور ولوله »

مسیر: د امريکايي ځواکونو تلفات لوړ شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): مسیر ورځپاڼه د امریکايي رسنیو په حواله وايي چې په افغان جګړه کې د امریکايي ځواکونو تلفات لوړ شوي دي. د سرچینې له قوله د روان میلادي کال لومړیو دریو میاشتو کې، تېر کال او وړم کال کې د امریکايي ځواکونو تلفات د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله ډېر شوي دي. د امریکايي سرچینو ...

نور ولوله »