د ټیګونو ارشیف : تورخم

پاکستان د موټرچلوونکو پر ویزو د یو ځل لپاره پابندي نرمه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستاني رسنیو د خبر سره سم د تورخم او چمن پر پوله باندي د پاکستان اړخ ته چارواکو د افغاني موټر چلوونکو او د کلینرانو لپاره د ویزې اخیستلو پر پابندي نرمي راوستلې. باید وویل شي چې د روان کال د جون میاشتي له لومړۍ نیټې څخه پاکستان ته پر بې ویزې ...

نور ولوله »

پاکستان وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ «سرحد» محفوظ نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه۱۳۹۵ل): د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ «سرحد» محفوظ نه دی. هغه د پاکستان پارلمان ته په خبرو کې وویل چې هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ زرو پورې کسان د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ پر کرښې تیریږي ...

نور ولوله »

پاکستان په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر خرم دستګیر وايي چې ډير ژر به په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړ کړي. نوموړي په خیبرپښتونخوا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په تورخم او چمن کې د ځمکني بندرونو جوړولو سره به د افغانستان او پاکستان تر ...

نور ولوله »

افغان-پاک اړیکې؛ د تورخم له جګړې وروسته

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز دا مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو را وروسته تر ټولو ډېرې ترينګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باوريو واټن هم د وروستیو دوو کلونو په پرتله خورا زیات شوی دی. په تورخم کې د پاکستان له لوري د جوړېدونکې دروازې کار هم نژدې په بشپړېدو ...

نور ولوله »

سیاسي اپوزیسیون او د طورخم دروازه

جان اغا بهار سیاسي اپوزیسینونه د دې لپاره په دیموکراتیکو ملتونو کې مجاز اعلام شوي، چې د حکومت پر هغه نیمګړتیاو نیوکې وکړي، چې ملې کټې، ارضي تمامیت، ځمکنۍ بشپړتیا او عمومي امنیت زیانمنوي، نه د دې لپاره، چې د خلکو تر منځ تفرقات، د حکومت او ملت ترمنځ فاصلې اېجاد کړي خو، په افغانستان کې څومره سیاسي اپوزیسینونه چې ...

نور ولوله »

افغان حکومت پر تورخم د پاکستان له اړخه دروازه جوړېدل نا مناسب اقدام وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ پر تورخم باندي د دروازې جوړول په کلکو ټکو وغندل او دغه یې یو مایوسه کوونکی ګام وباله. د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن ټکی اسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان دغه کار د دواړو هیوادونو ...

نور ولوله »

پر تورخم دروازه د حکومت چوپتیا معامله وه؟/ خوشحال اصفي

خوشحال اصفي  ريپوټونه وايي پاکستان به د دوی ملېشو له خوا په تورخم کې جوړه شوې دروازه په همدې اونۍ کې په رسمي توګه پرانيزي. د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ويلي، د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د داخلېدو د مخنيوي لپاره به راتلونکې اونۍ په تورخم کې جوړه شوې دروازه په رسمي توګه افتتاح کړي. تورخم ...

نور ولوله »

د تورخم دروازه په «باب پاکستان» ونومول شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل): پاکستان د تورخم پر پوله هغه دروازه چې تازه یې جوړه کړې، په «باب پاکستان» ونوموله. د پاکستان رسنۍ وايي چې ددغه دروازې جوړېدو چاري پای ته ورسیدې او نن سهار وختي یې پر شپږ بجې د بیرغ په پورته کېدو پرانستنه وشوه. د رسنیو د خبر سره سم اوس به هره ورځ ...

نور ولوله »

تورخم : پاکستان د نوې دروازې تأسيسات رسماً پرانيزي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل):پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د پاکستان د د فاع وزارت د يوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ليکي چې راتلونکې دوشنبه د پاکستان له لوري د تورخم سيمه کې د دروازې نوي تأسيسات رسماً پرانيستل کيږي. پاکستاني چارواکي وايي افغان حکومت په جريان کې دی او دا ځل کېدای شي پرته له کومي لانجې ...

نور ولوله »

ترانسپورتي موټرچلوونکي هم نور بې پاسپورته په تورخم نه پرېښودل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل): پاکستاني چارواکو د عامو خلکو وروسته په هغو موتر چلوونکو چې پاکستان ته ترانسپورتي موټرو کې افغاني توکي لیږدوي، هم پاسپورتونه لازمي کړي دي. پاکستاني رسنۍ وایي چې امنیتي ځواکونه به د روان کال د جولایي د میاشتې تر ۳۱مې وروسته هیچا ته اجازه ورنکړي چې د ډیورنډ پر کرښه د ...

نور ولوله »