د ټیګونو ارشیف : توغندي

کابل: شپاړسمه حوزه کې دوه توغندي لګېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې دوه توغول شوي توغندي لګېدلي دي. د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، توغندي د قلعه زمان خان مربوطاتو کې لګېدلي او په وينا يې ځانې زیان نه لري. هغه وايي د توغندیو د را توغېدو دقیقه سیمه نه ده معلومه شوې، خو د کابل ...

نور ولوله »

ایران: موږ تر امریکا او روسيې غښتلي توغندي لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ایران د پاسدران انقلاب ځواک مرستيال مشر جنرال حسين سلامي ويلي، چې هېواد يې داسې پرمختللي توغندي لري، چې امریکا او روسيې سره هم نشته. العالم ټلويزيوني شبکې د جنرال سلامي له خولې ويلي: «د ایران پاسداران انقلاب داسې توغندي لري، چې کولی شي، چې امریکايي اهداف په اسانه او دقت ...

نور ولوله »

کونړ: د پاکستان په توغندیز برید کې نهو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کونړ چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ توغندي توغولي دي. د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف خیرخواه وايي، په دې برید کې یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان دي. خیرخواه يې د هغوی توغندي د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ دره کې لګیدلي ...

نور ولوله »

پاکستان پر افغان خاوره نهو میاشتو کې نږدې نهه زره توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان پر افغان خاوره په تېرو نهو میاشتو کې نږدې نهه زره توغندي توغولي دي. د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک پرون ولسي جرګې ته په استجوابیه غونډه کې وویل، چې د حمل له لومړۍ تر ننه پورې پاکستان پر افغان خاوره ۴۵۹ ځلې توغندي توغولي چې ...

نور ولوله »

پر کونړ د پاکستان د توغندیو شمېر له ۱۰۰۰ واوښت

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۶): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستاني ځواکونو په تېرو درېیو ورځو کې د کونړ پر شپږو ولسوالیو له ۱۰۰۰ ډېر توغندي توغولي، چې له امله سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي دي. د کونړ امنیه قومندان پاسوال جمعه‌ګل همت وايي، پاکستانيو ځواکونو په لومړۍ ورځ ۱۸۴، په دویمه ورځ ۳۴۲ او په تېرو ۲۴ساعتونو کې ...

نور ولوله »

پر کونړ د پاکستانیو توغندیو شمېر ۳۴۰ ته ورسېد

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د کونړ چارواکي وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې د کونړ پر څلورو ولسوالیو د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پاکستاني پوځیان توغندي توغوي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د کونړ امنیه قومندان جمعه‌ګل همت په خبره، پاکستاني پوځیان د کونړ پر څلورو ولسوالیو دانګام، شلطن، خاص کونړ ...

نور ولوله »

ننګرهار: پر اچین د پاکستان له لوري د توغندیو د توغولو لړۍ بیا پیل شوې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د ننګرهار د اچین ولسوالۍ ځايي خلک وايي، د تېرې ورځې مازیګر راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا د اچین پر عبدالخېلو سیمه د پاکستاني پوځیانو له لوري د توغندیو د توغولو لړۍ بیا چټکه شوې ده. د ځايي خلکو په خبره، د توغندیو د لګیدلو له امله د عبدالخېلو سیمې خلکو ...

نور ولوله »

د پاکستان له لوري پر کونړ د توغندیو د توغولو لړۍ پیل شوې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر اړخ باندي د توغندیو د توغولو لړۍ پیل کړې. د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستانیو پوځیانو له لوري د کونړ پر څلورو ولسوالیو ۱۸۴ توغندي توغول شوي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي. د کونړ امنیه قومندان  پاسوال ...

نور ولوله »

کندز: د دولتي ځواکونو په توغندیو بل مارکیټ هم وسوځېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه په کندز ښار کې هغه مهال په یو لوی مارکیټ د اور لمبې بلې شوې چې د دولتي ځواکونو توغندي پرې ولګېدل. دغه مارکیټ چې خوراکي توکي یې خرڅول، د امام صاحب بندر په سیمه کې یې موقعیت درلود او د «حیدري مارکیټ» په نامه یادېده. که څه هم تر اوسه ...

نور ولوله »

شمالي کوریا د لیري واټن ویشتونکي توغندۍ نوې تجربه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): شمالي کوریا نن د یکشنبې په ورځ سهار لیري واټن ویشتونکی بالیستي میزایل تجربه کړی. د سویلي کوریا خبري سرچیني وايي چې د شمالي کوریا دغه میزایل لس زره کیلو میټره لیري امریکا هم په نښه کولای سي. امریکا او نړیوالي ټولني پر شمالي کوریا بندیزونه لګولي تر څو د میزایل جوړوني ...

نور ولوله »