د ټیګونو ارشیف : توغندي

افغانستان څخه په توغول شوي توغندي پاکستان کې درې افغانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲، ۱۳۹۴ل): د پاکستان امنيتي چارواکي وايي چې له افغانستان څخه په توغول شويو دوو توغنديو په پاکستان کې درې افغانان وژل شوي دي. د پاکستان دپوځ يو قومندان وويل چې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه دوه توغندي توغول شوي دي چې له امله يې درې ...

نور ولوله »

اسراييلي جنګي الوتکو يو ځل بيا پر غزه بمبار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د اسراييلي ښکېلاکګرو جنګي الوتکو نن سهار وختي د غزې سويل رفح ښار کې پر ولسي ځمکو بريدونه کړي او همدا رنګه يې د حماس نظامي څانګې «القسام» پر مرکز هم بريدونه کړي، مګر څه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې. الاناضول خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې اسراييلي الوتکو ...

نور ولوله »

امريکا ايران ته د روسي ميزايلو په ورکړه نيوکه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): روس پرېکړه کړې، چې پر ايران د نوو ميزايلو د اخيستو بنديز لرې کړي، مګر امريکا د روس پر دې پرېکړه نېوکه کړې ده. د ايران د اتومي انرژۍ پروګرام په اړه ۲۰۱۰ز کال کې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له امله روس پر ايران د «ايس ۳۰۰»توغنديو له پلورلو منعه شوی و. ...

نور ولوله »

له سنګین وروسته؛ ملي اردو ګرشک کې ۴ ولسي وګړي پر توغندیو ویشتلي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د سنګین د خونړۍ پېښې لا دوه ورځې نه دي وتلي چې ددغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ملي اردو لخوا د توغول شوي توغندي له کبله ۴ ولسي وګړي شهیدان شوي دي. راپورونه وايي چې دا پېښه د جمعې په ورځ مازیګر مهال د ګرشک ولسوالۍ د سیدانو په نوم سیمه کې ...

نور ولوله »

بګرام: د کرسمس په مراسمو درې ځلې توغنديز بریدونه وشول

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۵مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه د پروان ولایت په بګرام پنډغالي کې د بهرنیانو د کرسمس په مراسمو درې ځلې توغندیز بریدونه شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په لېږلې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې تېره شپه په بګرام هوايي اډې ...

نور ولوله »

فضایي اډو ته اکمالات وړونکي توغندي له منځه تللي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): د راپورونو پر بنسټ نړیوالې فضایي اډې ته اکمالات وړونکو توغنديو د امریکا په ویرجینیا کې له توغولو څو ثانیي وروسته انفجار کړی او په مکمله توګه له منځه تللي دي. دغه توغندي چې د اوربیټل ساینسز کارپوریشن جوړ کړی و د ورجینیا له وولپ ای لینډ توغندي توغونې مرکز څخه توغول شوی ...

نور ولوله »

کابل ښار کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۳ل): شېبه مخکې د کابل ښار څلورمه امنيتي حوزه کې د يوې درنې چاودنې غږ واوريدل شو. د پېښې جزيات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي او نه هم چارواکو تر دې دمه څه ويلي دي. خو لومړني معلومات وايي چې د ایراني سفارت ته نیژدې یوه توغندي لګېدلې، چې له کبله یې ...

نور ولوله »