د ټیګونو ارشیف : توهین

په هالڼډ کې د اسلام د سپکاوي په مقابل کې باید څه وشي؟!

mohammad

خبیب خالد دوې ورځې وړاندي مېډیا داسي خبرونه خپاره کړل ، چې د هالنډ پارلمان غواړي راتلونکي څو ورځو کې د اسلام د سپکاوي په پار د اسلام د ستر پیغمبر او د نړۍ تر ټولو د ډېر محبوب شخص ( محمد رسول الله ) ص سپکاوی په انځوریزه بڼه په مسابقوي طریقه سره وکړي . د اسلام په اوایلو ...

نور ولوله »

د رولا غني نادرو غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): له طلوع نیوز خصوصي تلویزون سره د محمد اشرف غني مېرمنې په تازه مرکه کې ځينې څرګندونې کړې چې توند غبرګونونه يې راپارولي. هغې چې د پښتنولۍ دعوه هم وکړه، په خپرونه کې وویل په برېښنايي تذکره کې يې قوم «پښتون» او ان دین هم «اسلام» لیکلی دی. رولا غني د «سادات» قوم ...

نور ولوله »

په رسنیو کې افتراء او توهین – لومړۍ برخه

لیکوال: خانزاده تراب/ پکتیکا، ښرنه توهین او بهتان: لکه څرنګه چې الله ج انسان ته کرامت ورکړی او هغه  یې اشرف المخلوقات پیدا کړی نو همداسي یې په  انسان باندي سپکې سپوري ویل، ټوکې کول، بهتان ، تهمت او دروغ ویل هم ناروا ګڼلي دي چې دغه بندیز د انسان د ارزښت او کرامت پر بنسټ رامنځته شوی دی. راځو ...

نور ولوله »

اشرف غني د قرآن سوځوونکې میرمن وژنه په کلکو ټکو وغندله

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د قران سوځوونکې مېرمن وژنه په کلکو ټکو غندلی او د قران په ننګه پاڅېدلي ولس سره یې د جدي چلند امر کړی. اشرف غني د قران توهینوونکې مېرمن وژنه «فجیع» عمل او د «اسلامي عدالت» خلاف کار بللی دی او په وینا یې هېڅوک نشي ...

نور ولوله »

افغان ولس ته د ایرانیانو سپکاوی!

لیکونکی: محمد سلطان (شریفی) / لکه څرنګه چي افغانانو پخپل هیواد کی د څه کم څلورو لسیزو جنګونو تر څنګ د مهارجرتونو او در بدریو ناخوالي تجربه کړي، ور سره سم يې په ایران هیواد کی د انساني کرامت په وړاندي تر ټولو ترخې او نه زغمل کېدونکي تجروبې هم ولیدلې، چی په زغرده پکښي بشري حقونه نقض سوي وه.که ...

نور ولوله »

کابل: د فرانسې سفارت مخې ته احتجاجي لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار مهال کابل کې د فرانسې سفارت مخې ته سلګونو کسانو په دې هېواد کې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه و سلم ته د منسوبو توهین آمېزه کارتونونو د غندنې په موخه پراخ لاریون وکړ. لاریون د ذنبق له څلورلارې پیل او تر انقره څلورلارې پورې یې دوام وکړ او ...

نور ولوله »

ننګرهار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین په ضد لاریون – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار اسلامي پوهنتون لسګونو محصلینو د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې د چارلي ایبدو په نوم د یوې فرانسوۍ طنزي مجلې له لورې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي په سختو ټکو وغندله. لاریون کوونکو په بار بار له حکومته غوښتنه کوله، چې په هېواد کې د ...

نور ولوله »

ستر انسان، د بشری نجات د لارې ستر لارښود، رحمة للعالمین، د توهین غندنه

لیکوال: صیام الدین پسرلی / ستر انسان، دبشری نجات دلارې سترلارښود، رحمت اللعالمین، خاتم النبیین، سرور انبیا- حضرت محمد مصطفی (ص) د توهین غنده دحضرت محمد (ص) د امتي په توګه د هغه توهین په ټولنه معنی غندو . او په احترام یې دا لیکنه وړاندې کوم. زه له ټولو مسلمانانو څخه هیله کوم، چې د حصرت محمد (ص) د ...

نور ولوله »

طالبان: نړیوال باید د داسې عمل مخه ونیسي چې ملتونه انتقام ته اړ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۳): طالبانو د فرانسوۍ مجلې چارلی ابدو له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه ګستاخانه عمل په کلکه غندلی او په نړۍ يې غږ کړی چې د داسې کړنو مخنیوی وکړي. د طالبانو له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې توګه د رسول الله صلی الله ...

نور ولوله »

د چارلي ایبډو مکرره ګستاخي

سید سعید فرانسوۍ اسلام دښمني مجلې (چارلي ایبدو ) یو ځل بیا دمسلمان امت معنویات ژوبل کړل ،چارلي نن دجنوري په ۱۴ مه پر خپل لومړي مخ دبشریت دلارښود،دکونینو دسردار اورحمة للعلمین ( صلی الله علیه وسلم ) کارټون چاپ کړی دی،دچارلي سره دمسلمان ملت دسپکاوي په دې کمپاین کي نوري غربي رسنۍ هم ملګري دي . چارلي اسلام دښمني ...

نور ولوله »