د ټیګونو ارشیف : تښتول

سمنګان چارواکي: شاوخوا ۶۰ تنه «مسافر» وسله‌والو وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): د سمنګان ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت په مربوطاتو کې وسله‌والو شاوخوا ۶۰ تنه «مسافر» وړي دي. د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند محمد هاشم بیان وايي پېښه د دره‌صوف – مزار پر لار شوې ده، خو د پېښې د عاملینو په اړه يې څه نه دي ويلي. د دې ولایت د ولایتي ...

نور ولوله »

کابل کې درې تنه بهرنیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي مسؤلین وايي د موسهي ولسوالۍ مربوطاتو کې درې تنه بهرنیان وژل شوي دي. د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي دغه کسان نن سهار مهال د نهمې حوزې له شاوخوا تښتول شوي و، چې اوس يې مړي وموندل شول. هغه وايي د بهرنیانو د هویت او دندې په اړه تر اوسه ...

نور ولوله »

کابل کې د ملګرو ملتونو تښتول شوې کارکوونکې خوشي شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو سازمان وايي په کابل کې يې تښتول شوې کارکوونکې خوشي شوې ده. له دې دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ښځینه افغان همکاره يې شاوخوا پینځه میاشتې وړاندې له خپل یو ماشوم سره تښتول شوې وه، چې اوس را خوشي شوې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ...

نور ولوله »

بغلان: وسله والو د شپږو هندیانو په ګډون اوه تنه تښتولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د بغلان چارواکي وايي د بغلان – سمنګان په لویه لاره وسله والو شپږ هندي او یو افغان تبعه تښتولي دي. د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وايي دغه کسان چې د برېښنا برخه کې د «KEC» په نوم هندي شرکت کارکوونکي و، د طالبانو له لوري تښتول شوي دي. ...

نور ولوله »

فراه کې شل مسافر نامعلومه وسله والو تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل د فراه امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې نامعلومه وسله والو ۲۰ مسافر له موټرونو ښکته کړي او له ځانونو سره یې بېولي دي. د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي، تښتول شوي مسافر له فراه کابل او هرات ته روان وو، چې په ...

نور ولوله »

کابل کې د دايکندې د ولايتي شورا منشي تښتول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): کابل کې ناپېژاندو کسانو د دايکندې د ولايتي شورا منشي مېرمن شيما محمدي تښتولې ده. د دايکندې د والي وياند پېښه مني او وايي چې د خلاصون هڅې يې روانې دي. مېرمن محمدي تېره ورځ د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې د ناپېژندانو کسانو له لوري تښتول شوې ده. ...

نور ولوله »

کابل: غلو يو صراف له لوټ وروسته خوشي کړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): کابل ښار کې څو تنو غلو یو صراف تښتولی او له لوټ وروسته يې خوشي کړی دی. دغه پېښه د یوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده، چې له صراف نه يې نقدې پیسې او د موبایل کريډيټ کارتونه اخيستي دي. د پېښې په اړه د اوولسمې امنیتي حوزې امر غلام الله ...

نور ولوله »

د کندهار پولیس خلک تښتوي؛ د پیسو په بدل کې يې خوشي کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي چې د دې ښار پولیس خلک تښتوي او بیا يې د پیسو په بدل کې خوشي کوي. د صدیق الله افغان په نامه کندهار مېشتی ژورنالیست وايي چې په ښار کې پولیس د غلو په څېر ولسي وګړي تښتوي د حوزو په زندانونو کې یې ساتې او ...

نور ولوله »

طالبان: د ۳۰ تښتول شویو هزاره‌ګانو په اړه مو څېړنې وکړې؛ د تښتوونکو په اړه معلومات نه لرو

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۵مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغو ۳۰ کسانو چې تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لاره ناڅرګندو وسله‌والو له موټره ښکته کړل او له ځانه سره یې بوتلل، په اړه يې نا خبري ښودلې ده. طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي چې «اسلامي امارت» ددغې تښتونې ...

نور ولوله »

هرات کې د تښتول شویو ډاکټرانو د موندنې هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تښتول شویو ډاکټرانو او د هغوی د موټروان د موندلو هڅې روانې دي. تېره ورځ د هرات ولایت د زنده جان ـ غوریان په لویه لاره دوه تنه ډاکټران، دوه تنه مرستیال ډاکټران او د هغوی موټروان د ناپېژاندو کسانو له ...

نور ولوله »